خدمتګار ورځپاڼې پخپله ننۍ ګڼه کې لیکلي چې تېر څو کلونه په ټول هېواد کې بې روزګاري د نورو ګواښونو په څنګ په دوامداره توګه يو ګواښ پاتې شوې، خو کال په کال له لېسو او پوهنتونونو د زيات شمېر ځوانانو په فارغېدو سره د بې روزګارو په شمېر کې نور زياتوالى هم راځي.
دغه ځوانان چې شمېر يې زرګونو ته رسېږي، په دې نيت کلونه زده کړې کوي چې له بې کارۍ وژغورل شي، خو زيات شمېر يې ځکه له ناهيليو سره مخ شي، چې د تعليمي دورې له سرته رسولو وروسته مناسب کار ونه مومي.
شريف الله چې د ننګرهار پوهنتون له کرنې پوهنځي نه سږکال فارغ شو، وايي چې لوړې او نيمه لوړې زده کړې او په ټوله کې د علم ترلاسه کول خپله يو ستر کار دى، مګر دا ټولې هڅې د دې لپاره وي چې ځوانان په مسلکي برخه کې دنده او کار ولري: ((هغه ځوانان چې په سختۍ سره لوړې زده کړې سرته رسوي او بيا بې کاره پاتې کېږي، دوى په ډول ډول روحي ناروغيو اخته کېږي.))
هغه ځوانان چې تازه يې لوړې زده کړې سرته رسولې دي، وايي چې په تېرو څو کلونو کې عمومي زده کړو ته د لاسرسي پروسه يو څه پراخه شوې، خو لکه څنګه چې د فساد له امله د لوړو زده کړو چانس په نصيبونو پيدا کېږي، دغسې له زده کړو وروسته د وظيفې پيدا کول هم په ښو نصيبونو کېږي.
د ننګرهار پوهنتون يو محصل پير محمد خدمتګار ته وويل، دولت که ځوانانو ته په مسلکي برخو کې د کار ورکولو په اغېزمنو لارو فکر وکړي، لوستي ځوانان به د هېواد په ابادۍ کې مهم رول ادا کړي:(( بې کاري خپله يو رنځ دى، بې کاره ځوانان به يا په نشو روږدي کېږي، يا به وسله وال کېږي او يا به يې اندېښنې ژوند ته نه پرېږدي.))
د ننګرهار د ځوانانو د چارو پخواني رييس نوراغا ځواک خدمتګار ته وويل، بې روزګاري د دې سبب کېږي چې بې سواده ځوانان د ګاونډيو هېوادونو ترهګريزو روزنځايونو ته ورسېږي: (( سلګونه نور ځوانان چې لوړې او نيمه لوړې زده کړې لري او بې کاره ګرځي په دغسې لارو باندې تللو ته مجبورېږي.))
په ختيزو ولايتونو کې د ځوانانو د ټولنې مشر نور احمد نوراني وويل، که په تېرو څو کلونو کې د کرنې او صنعتي پارکونو په برخو کې شوې ژمنې ترسره شوې واى، نو اوس به د بې روزګارۍ کچه ډېره ښکته واى:(( د صنعتي پارکونو په نوم ډاګونه وويشل شول، خو نه په کې برېښنا شته او نه هم نورې اسانتياوې لري.))
د کارپوهانو په اند، همدا بې روزګاره ځوانان دي، چې که دولت ور ته د کار زمينه برابره کړي، د هېواد په ابادۍ کې ترې کار اخستى شي، خو که دوى همداسې بې روزګاره پاتې شي، د هېواد دښمنان به يې د ډېرو نورو په څېر د ترهګرو رونځايونو ته ولمسوي.

This is my first time go to see at here and i am genuinely pleassant to read everthing at alone place.