تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د پخوانیو طالب چارواکو له یوې ډلې سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د سولې ولسي مجمع مشر مولوي اکبر اغا، مولوي تره خیل محمدي، عبدالودود صدیقي، عبدالحکیم نورزي، مولوي پیر محمد روحاني، جنرال محمد اکبر اطرافي، ډګروال محمد رها ابرار، معلم ګل عمرخان او قاضي انورالحق برخه اخیستې وه او خلیلزاد ته یې مشورې ورکړې دي.

په دې لیدنه کې سید اکبر اغا، خلیلزاد ته ویلي، په اوسنيو انتخاباتو کې د خلګو کمرنګه حضور وښوده چې افغانان سوله غوښتونکي دي او دوی لپاره بغیر د سولې بله هر طرحه د منلو وړنه ده.

سید اکبراغا همداراز له خلیلزاد څخه د طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې: (( په افغانستان کې له بندیانو سره زیاتی او ناسم چلند کیږي او تر بل هر هېواد په افغانستان کې د بندیانو کچه لوړه ده.))

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد څو ورځو کې قطر ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره د فبرورۍ په ۲۹مه د سولې تړون لاسلیک کړي.

One thought on “خلیلزاد، له کابل مېشتو پخوانیو طالب چارواکو سره کتلي”
  1. دا طالبان خو څوک نه پيژني او مولوي تره خیل خو ډیرې مځکې غصب کړې نو ددې قسم طالب خود رنګ ورکشي

ځواب ورکول غفار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *