تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۷مه: زلمي خلیلزاد نن په کابل کې له ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وروسته د حامد کرزي په مشرۍ له څو سیاستوالو سره هم د افغان سولې په هکله کتلي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر تاند ته د دغې لیدنې په اړه استولې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې له زلمي خلیلزاد سره جنرال سکاټ میلر او جان باس او له حامد کرزي سره تورن اسماعیل خان او حاجي محقق ونډه لرله.

خبرپاڼه وايي، دواړو لوریو د سولې پروسې د پرمختګونو او وروستیو اقداماتو په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

خبرپاڼه همدا راز وايي، د مجلس حاضرو غړو او حامد کرزي ړد سولې په برخه کې د خلیلزاد د هڅو بشپړ ملاتړ کړی دی او ډاډ یې ورکړی دی چې واقعي سولې ته د رسېدو لپاره به له خلیلزاد سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد له دوحې او اسلام اباد وروسته کابل ته راګرځېدلی دی او له افغان لوري سره به د سولې په تړاو له مشورو وروسته بیرته د خپل منزل پر لور روانېږي.

One thought on “خلیلزاد، له کرزي، محقق او اسماعیل خان سره په سوله غږېدلی”
  1. ښه که دا د افغانستان جنابان دا راته ووايي چې دا واقعي سولې څرنګه ده چې نه حکومت خبر ده او نه ولس او تاسو لکه د ډيران مچان په
    هره خبره کې خر ليلزاد په دې بوينه او نامعلومه سوله کې تاسو سره ناسته کوي؟؟ فکر کوی افغانستان يوازې ستاسو نه جوړ ده او نور څوک په دې وطن کې ژوند نکوي؟؟ مړ کيږي عام افغانان،کور او جومات او پر لاره زه مړ کیږم او دواړؤ خواؤ نه د طالبانو او حکومت لخوا بمباري کیږم، او شوروا او خورما دې د هغه شرميدلو واک کې وي چې زوی او لور يې په هر مرض او افت اخته او چټل دي او بله ورځ به بيا زما ولس ته توپک پر لاس کې و رکوي چې زموږ پر ناموس او وطن بيا روس، ايران او پاکستان سره له امريکا ملنډې او بې عزته کړي؟؟؟ طالبه که ته د امريکا سپي نه يي لکه دا نور بې ناموسه مشران ته، څنګه له امريکا سره سوله کوي او حکومت سره جهاد؟؟ تاسې هم فکر کوی چې ناست يي په عربو کې
    غول د امريکا پر ډالرو او مصارفو کوی او بيا هم په په دې فکر کې يي چې تاسو هم ولس ړوند او کوڼ ليلی؟؟ تر هغه دا سوله نه غواړم چې عام خلک پکشې خوندي نه وي او عدل نه وي؟؟

ځواب ورکول پښتو ن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *