د تېرې دوشنبې په ماښام د لندن په رايل انسټيټوټ آف ګرېټ بريټېن هال کې د اوس، بيا و ولې تر عنوان لاندې غونډه وشوه. د غونډې مېلمانه د افغانستان پخوانى ولسمشر ښاغلى کرزى، په افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير ښاغلى خليلزاد او د بريتانيا ژورنالسته کرسټينا لېمب وه. د غونډې کوربه د بي بي سي خبرياله يلدا حکيمي وه.
آعلې کرسټېنا لېمب وويل چې طالبان تر څلوېښت سلنه زياته خاوره په کنټرول کې لري او اوس په ډېر ښه موقعيت کې دي.هغې زياته کړه چې طالبان د افغانستان وسله وال اپوزيسيون دي خو کله يې هم په نړيواله ترهګرۍ کې لاس نه درلود او نه يې نړيوال، د ترهګرو په نوم پېږني.
آغلې کرسټينا وويل چې پر افغانستان کې ډېر بدلون راغلى، له يوې خوا کنډوالې په دنګو تعميرونو بدلې شوې له بلې خوا تر دنګو دنګو دېوالونو شاته هم خلک د خونديتوب احساس نه کوي.
ښاغلي خليلزاد وويل چې د بون کنفرانس کې امريکا غوښتل چې فارسيوان ولسمشر کړي خو شمالي ټلوالې اصرار کاوه چې ولسمشر بايد پښتون وي.
دا په داسې حال کې ده چې د شمال ټلوالې پلویانو په ځلونو ویلي چې کرزی د زلمي خلیلزاد له لوري د موقت حکومت د مشر په توګه پر دوی تحمیل شو.
خليلزاد وويل، کله چې د افغانستان حکومت جوړېده، نو پرېکړه وشوه چې پخوانى باچا ظاهرشاه به بېرته وطن ته راولي، چې کله يې دا خبره پخواني ولسمشر بوش ته وکړه نو هغه حيرانه او وارخطا شو او ويې پوښتل چې افعانستان پاچا هم لري؟ څوک دى او چېرته ژوند کوي؟
ښاغلي خليلزاد همداراز وويل چې تر څو په پاکستان کې د طالبانو پټنځايو له منځه وړل شوي نه وپ ترهغه په افغانستان کې امنيت نشي راتللاى. هغه د افغانستان لپاره د ټرمپ پاليسي وستايله او ويې ويل چې ټرمپ پر پاکستان فشار زياتول غواړي چې د طالبانو ملاتړ نه لاس واخلي او دا به افغانستان ته امن راولي.
ښاغلي کرزي دا خبره يو ځل بيا تکرار کړه چې په 2009 کې امريکايانو راته وويل چې «که د اجرايیه رياست چوکۍ رامنځته کوې نو د راتلونکو ټاکنو ګټونکى به یې؛ ګڼې ټاکنې به وبايلې خو ما ورسره ونه منله.»
 ښاغلى کرزي د خپل ورور احمد ولي کرزي د فساد په اړه وويل چې پر هغه د فساد هيڅ ثبوت نه و، هغه او ورور يې چې کله له امريکايانو سره د دې تورونو په هکله خبرې وکړې نو هغوى انکار وکړ چې موږ هيڅ وخت په احمد ولي کرزي تور نه دى لګولى بلکې دا د نيويارک ټايمز يو راپور دى چې له موږ سره هيڅ تړاو نه لري.
ښاغلي کرزي وويل د نيويارک ټايمز خبره د امريکا د دولت خبره وي. هغه دا هم وويل چې په افغانستان کې ادارې فساد د امريکا د يرغل پايله ده. هغه زياته کړه چې د افغانستان لپاره د ټرمپ پاليسۍ جنګ او ناامنۍ ته دوام ورکول دي، موږ د جنګ مخالف يو او سوله غواړو. هغه وويل چې امريکايانو پرهغه ډېر فشار راووړ چې دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړي خو هغه دا کار پر دې ونکړ چې امريکا د سولې ضمانت نه ورکولو.
په غونډه کې يوه پنجشېري (کريم) په ښاغلي کرزي نيوکه وکړه چې د ډېورنډ کرښه يې بايد د رسمي پولې په نوم تسليم کړې واى، پاکستاني پښتانه زموږ وروڼه نه دي او موږ نه غواړو چې هغوى له موږ سره يوځاى شي بل هغه کرزي ته وويل چې ملي سرود يې ولې په پښتو کړ؟ يوې بلې پنجشېرۍ آرزو بهار د پښتنو او کرزي پر ضد خبرې پيل کړې، ښاغلې کرزي ورته وويل چې خورې غلې شه چې زه ستاسو د پوښتنو ځوابونه درکړم، هغې ورته وويل چې ماته خور مه وايه زه پښتنه نه يم او ستا وروڼه خو طالبان دي. غونډه تر خپل وخت يو ساعت ناوخته پاى ته ورسېده.
سيدشاه خروټى
2 thoughts on “خلیلزاد: امریکایانو غوښتل چې یو غیرپښتون واکمن شي”
  1. سلام
    له بده مرغه وایی چې له نشتو میړو ملک شو میرو تاسې وګوری او منصفا نه قضاوت وکړی چې په لیکنه کې د کرزی پوهه د یوه ملت برخلیک او زعامت په وړاندې په کومه کچه کې دی ؟ اسرار په دی کې نه چې دی څه ډول با بولالې وایی پلمې هم ځانته ځای لری
    دیپلو ما تیک اړیکی پالیسی او د هیواد بهرنی لارې چارې تجربې زده کړو او سیاسی شخصیت ته ضرورت لری چې په هېواد کې دبنسټ او پرمختګ سبب ګرځی ه دکرزی بار په سیاسی وجه د بن له کرغیړنې پرېکړې راپیل شو چې کړکېچ یی لا دوام لری
    دې کې شک نشته چې خلیل زاد یو دیپلومات او سیا ست پوه دی خو نوموړی بهر ډیر پاتې شوی او د خپلو خلکو انترو پالوژی ور نه ګډه وډه شوې کرزی دملت په وړاندې مسول دی او دکابل هوایی ډګر دهغه په د ولس لپاره اها نت دید
    دغه تبصره هېڅ دول شخصی بڼه نه لری

ځواب ورکول ع شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *