زلمی خلیلزاد

تاند- په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، امریکا باید د پاکستان پر ضد داسي پالیسي غوره کړي چې دا هیواد په نړۍ کې منزوي شي.

ښاغلي خلیلزاد له ټایمز اف انډیا ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې پاکستان په دې په کلکه وغانده چې د تروریستي ډلو ملاتړ کوي.

ده همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه باید ګام په ګام اقدام وکړي او پاکستان ته دا پیغام ورسوي چې که د تروریستانو له ملاتړه لاس نه اخلي د شمالي کوریا په شان به په نړۍ کې منزوي شي.

ښاغلي خلیلزاد همداراز وویل:«د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو راوروسته هغه وخت راورسېد چې پر پاکستان د پوځي – ملکي مرستو د ځنډولو په وسیله فشار راوړل شي او د پیسو د نړیوالې بسپنې (صندوق) له لوري پاکستان ته د مالي مرستو د بندولو په ګډون د دغه هیواد د رټلو (منزوي کولو) لپاره هلې ځلې وشي.

ده همداراز وویل:«که پاکستان په رښتیا خپل چلند بدل کړ، بیا پکار ده چې امریکا د دغه هیواد ملاتړ وکړي. خو اوس باید موږ په افغانستان کې د پاکستان د غلیمانه پالیسۍ ځواب ووایو.»

ده همداراز په افغانستان کې د اوسني شمېر امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو او په جنګي عملیاتو کې د دغو ځواکونو د لاس د خلاص پرېښودو تجویز وکړ.

پاکستان په زغرده ویلي چې د ښو (افغان) طالبانو پر ضد اقدام نه کوي له بلې خوا هیڅ ضرورت نه لري چې د افغانستان په خاطر په خپله خاوره کې له هغو طالبانو سره وجنګېږي چې د پاکستان ګټې نه ګواښي.

2 thoughts on “خلیلزاد: امریکا باید پاکستان د شمالي کوریا په شان منزوي کړي”
  1. زه فکر نه کوم که امریکا پدې قانع شي چې په پاکستان بندیزونه ولګوي، ځکه پاکستان په سیمه کې د امریکا د پروژو تطبیقونکی هیواد دی. امریکا ښه پدې پوهیږي چې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د هرې ترهګرې پيښې شاته د پاکستان لاس دی مګر ځان ناپوهه ګڼي. ددې عمده علت دادی چې شیطان د شيطان دوستي نه پریږدي.
    که چیرته خلیلزاد صاحب او داسې نور زړه سواندي افغانان (افغان الاصله امریکایان)پدې وتوانیږي چې ښو امریکایانو ته قناعت ورکړي او د پاکستان په حقایقو یې سر خلاص کړي، نو بیا ددې امکان شته چې پاکستان منزوي شي او د شمالي کوریا څخه هم بد برخلیک ولري.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *