ښاغلی خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا حاضره ده چې د افغانستان د جګړې ټولې خواوې وسله پر مځکه کښېږدي.

خلیلزاد دا خبره نن /شنبه/ په یوه ټویټ کې وروسته له دې وکړه چې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین وویل چې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

خلیلزاد لیکلي«د هرې سولې په نتیجه کې ټولې خواوې وسله پر مځکه ږدي.

ټولې خواوې موافقه کوي چې د تشدد کمېدا د دې نتیجې د ترلاسه کېدا لپاره ضروري ګام دی…»

ده همداراز لیکلي چې امریکا دې کار ته تیاره ده.

خلیلزاد دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې مشورتي لویې جرګې د فوري او دایمي اوربند غوښتنه وکړه خو طالبانو رد کړه.

پرون زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي وو چې وسله پر مځکه کښېږدي خو طالبانو د نوموړي غوښتنه په کلکه رد کړه.

3 thoughts on “خلیلزاد: امریکا حاضره ده چې ټولې خواوې وسله پر مځکه کښېږدي”
  1. تالبان ولی صلاح په زمکه کیژدی بیا به دا بی گناه مسلمانان افغانان سوک قتلوی او دوی به بیا سنگه زان ته دی جنت زمینی برابروی لعنت دی پر دوی او لعنت دی وی پر ای اس ای چه دوی دی هغو په اشاره خپل بی گناه ورونه قتلوی

  2. دې ته وایي د بوسو لاندې اوبه بوتلل. خلیلزاد هم په ځان امریکا او افغانانو رشخند وهي. زمونږ جنګ د سپږن او خیرن طالب سره ندی، زمونږ جنګ دای ایس ای سره دی او نړیوال ښه پدې پوهیږي چې طالب یا داعش هسې یو نوم وکړل شوی. تر څو چې د نړیوالو مرام چې هرشی دی نوي حاصل شوی دا جنګ به روان وي او زمونږ خاوره به استعمالیږي او خلک به مو قرباني کیږي. کنه په ساده الفاظو یې درته وایم چې ماشوم هم پرې پوه شي، تش په نوم طالب او داعش د کومه ځایه راځي ښکاره معلومه ده چې د پاکستانه نو نړیوال بیا ولې هلته جنګ نه کوي او ورځي ورپسې نه؟ ولې یې پښې دلته خښې کړي؟ ځکه چې په افغانستان کې یې لا مرام ندی حاصل او په کومه ورځ چې حاصل شو هغه به د جنګ اخري ورځ وي. بس اصلي خبره داده چې افغانان بې وسه دي کنه دا ټول سره تور او سپين چې وشړي هر څه به جوړ شي.

  3. اصلاً بله خبره
    نورو نړیوالو ته یوویشتمه پېړۍ د سرعت پېړۍ ده
    خو
    موږ ته یوویشتمه پېړۍ د بېری او ترس پېړۍ ده
    بېره له څه؟
    هره ورځ مو د ګرانو وطنوالو د مرګ او وژنی ناڅاپی ږغ
    او درنه بېره
    داسی نه چي امریکائیانو په پټه یو بل الترناتیو تر پلان لاندی نیولی او د طالب سره په یوه پټه معامله لګیا وی هغوی پر موږ حاکم او په بدل کی ئې له هغوی څخه نور درانه امتیازات تر سره لاسه کی
    طالب او هر کم اصل فکری جریان راته معلوم دی چي د قدرت د حصول په خاطر هری ښې او بدی غوښتنی ته غاړه ایږدی
    اوس فعلاً خو حد اقل دومره د بیان آزادی شته ده چي یو څوک د هر مُرده ګو پر کړنو تُند اعتراضونه او انتقادونه وکی
    بېره داده چي سبا به د طالب د حاکمیت په صورت کی( چي د مځکی کُره دی له مداره ووځی خو طالب دی نه راځی) د هیڅ ډول ملی ضد کړنو په وړاندی د اعتراض توان ونلرو( د هغوی په ګومان) البته طالب دی هم خپله دا غلطه محاسبه له مغزو وباسی چي ګوندی وولس به تېر ځل غوندی ددوی په وړاندی مرئیانو غوندی پټه خوله او رېږدېدلی بدن ګونډې ووهی

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *