تاند، سه شنبه، د حمل ۲۶ مه: د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر نن له دوحې څخه اسلام اباد ته رسېدلي دي.

دواړو نن د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغان سولې په روانو خبرو بحث کړی دی.

 پاکستاني رسنیو ویلي، په دې کتنه کې د پاکستان نظامي مشرانو د امریکا د هڅو یوځل بیا ملاتړ وکړ او په خپله ژمنه یې ټینګار وکړ چې جګړې ته د یوه سیاسي جوړجاړي د زمینې په برابرولو کې به خپل رول ادا کړي.

خلیلزاد په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی چې تېره شپه یې په قطر کې له طالب مشرانو سره هم د قطر د بهرنیو چارو وزیر او جنرال سکاټ میلر په حضور کې لیدنه کړې ده.

د طالبانو په وینا له طالب استازو سره د خلیلزاد په کتنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې پر تطبیق او د بندیانو پر تبادلې خبرې وشوې.

راپورونه وايي چې امریکا هڅه کوي چې له طالبانو سره په قطر کې د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقه عملي شي.

د بندیانو د تبادلې پر سر اختلاف او په بین الافغاني خبرو کې ځنډ د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل او د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د موافقې د عملي کېدو په لار کې خنډونه پېښ کړي دي.

One thought on “خلیلزاد او میلر له طالبانو وروسته د پاکستان له لوی درستیز سره کتلي”
  1. که چیری خلیلزاد او میلر په رښتیا هم د واقعی صلحی په تکل کی وی نو د پاکستان د فوج دمشر نه باید د هغه پاکستانی
    تروریستانو په هکله چه په کابل کی یی د سکانو په درمسال باندی برید وکړاو د پاکستان د فوج د استخباراتو سره اړیکی لری ، هم جدی پوښتنه وکړی چه پاکستان ولی په افغانسنان کی د تروریزم دبربنډ حمایت نه لاس نه اخلی ؟؟

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *