سیاف او خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن /دوشنبه/ د ولسمشر غني له استازو، اجرايي رييس، د ښځو له استازو او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره وکتل.

خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د تېرې میاشتې (مارچ) له خبرو وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته راغلی چې د افغانستان حکومت او یو شمېر افغان سیاستوالو ته له طالبانو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه معلومات ورکړي.

ده له سیاف سره د خپلو خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي خو یوازې یې ویلي چې د سولې د پروسې په اړه د دوی خبرې ګټورې وې.

خلیلزاد نن ماسپښین په یوه ټویټ کې لیکلي:

«خوشاله یم چې بېرته کابل ته راغلی یم. سهار مې د ولسمشر غني د دفتر د رييس رحیمي او د سولې د عالي شورا د دارالانشا د رييس داودزي په شمول د افغان سولې د پروسې لپاره د افغانستان د حکومت له مسوولو استازو سره په کتنو پیل کړ. موږ د افغانانو ترمنځ په دیالوګ کې د پرمختګ پر اړتیا خبرې وکړې.»

ښاغلي خلیلزاد له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره هم کتلي دي.

چارو وزیر صلاح الدین رباني سره هم کتلي دي.

خلیلزاد لیکلي چې له عبدالله او رباني سره په کتنو کې یې په دې خبرې وکړې چې نړیواله ټولنه په څه ډول د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کولی شي.

2 thoughts on “خلیلزاد د حکومت له استازو او سیاف سره د سولې پر پروسې خبرې وکړې”
  1. PEACE MUST BECOME BETWEEN AFGHANS OR AFGHANS BY AFGHANS.
    TALIBS BURNING OUR CLINICS,SCHOOLS KILLING OUR ELDER&OLDERS.
    PEACE BETWEEN AMERICA&PUNJAB CAN BRING SECURITY FOR US,
    OR START ONE NEW PHASE FOR AFGHANS KILLING.
    TALIB LEADER NOW GETTING OLD.PAKISTAN CAN BRING UNDER NEW NAME
    OR DIFFERENT NAME .
    BASICALLY PAKISTAN MUST REMOVE FROM MAP.I HOPE.
    THANK YOU

  2. په افغانستان کې د نړیوال تروریزم لوی دلال سیاف بن لادن د خپلو د جنایت محصول میلیاردونو تورو ډالرو حرامو غلاشویو ملکیتونوغم نیولی

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *