زلمی خلیلزاد

تاند-(سې شنبه، د میزان ۹) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن (سې شنبه) اسلام اباد ته ورسېد.

له ده سره په دې سفر کې یو شمېر نور امریکایان هم ملګري دي.

د پاکستان آی آر وای نیوز تلویزیوني چاینل وايي چې زلمی خلیلزاد به د پاکستان د سفر په لړ کې له جګپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره وویني او د افغانستان د سولې د پروسې پر انکشافاتو به وږغېږي.

آی آر وای تلویزیون همداراز وايي چې خلیلزاد به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته لاړ شي او له پاکستاني چارواکو سره به مشورتي غونډې ولري.

خلیلزاد وروسته له دې اسلام اباد ته ځي چې له چینايي چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په اړه په پیکینګ کې خبرې وکړې.

خلیلزاد په نیویارک کې د عمران خان د اوسېدو هوټل ته ورغی

ده د تېر سپټمبر په ۲۲ نېټه په نیویارک کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي وو.

خلیلزاد له طالبانو سره نهايي موافقې ته نژدې شوی و خو په وروستیو شېبو کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له طالبانو سره خپلې خبرې لغوه کړې.

One thought on “خلیلزاد د افغانستان د سولې پر پروسې د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی”
  1. طالب چارواکی هم له د ملابرادر په مشری پاکستان ته راغلی دی او داسی هم ویل کیږی چی خلیلزاد مخکی له پاکستان چین ته هم تللی چی پاکستان ته له چین مستقیم راغلی معلوم نده چی کابل ته به سفر وکړی کنه یا قطر ته به لاړ شی یا خیر خو داسی ښکاری چی امریکا په خپله خبره پښیمانه شوی اوداسی انګیری چی ۳۰ میلیونه نفوس د افغانستان که له دوه میلیون زیاتو خلکو په ټاکنو کی هم برخه نه وو اخیستی چی دلته دولت بیا د ۲ میلیون رایو په اساس مینځ راغلی بلل کیږی نو کیدای شی امریکا تصمیم نیولی چی بیرته په سولی باندی کار شروع کړی او افغان دولت پدی حساس وخت کی زخمی ګوتی ونیسی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *