تاند (چهارشنبه، د قوس ۱۳) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن (چهارشنبه) کابل ته راغی چې د افغانستان له ولسمشر سره د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په اړه خبرې وکړي.
خلیلزاد له یوې مودې راهیسې په قطر کې و او له طالبانو سره یې د سولې د خبرو د بیاپیلېدو په اړه غیررسمي خبرې کولې.
خو رویټرز خبري اژانس ته د افغانستان د حکومت چارواکو ویلي چې خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د سپټمبر په اتمه نېټه له طالبانو سره د امریکا خبرې وروسته له دې لغوه کړې چې طالبانو د خبرو په اوج کې حملو ته زور ورکړ.
تېره اوونۍ ولسمشر ټرمپ افغانستان ته سفر وکړ او د افغانستان له ولسمشر سره یې وکتل. دې کتنې یو وار بیا د افغانستان د سولې لپاره هیلې ژوندۍ کړې.
رویټرز خبري اژانس وايي، سره له دې چې د سولې لپاره یو وار بیا هیلې پیدا شوي، خو د طالبانو له لوري د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو انکار د افغانستان د سولې د امکان په اړه شکونه پیدا کوي.
د افغانستان حکومت وايي چې حاضر دی له طالبانو سره په دې شرط د سولې مخامخ خبرې وکړي چې طالبان اوربند ومني.
د افغانستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي وویل، امریکا او د افغانستان ولسمشر له طالبانو سره د سولې د خبرو له بیا پیلېدو سره موافق دي، خو وايي چې باید هر راز خبرې د افغانستان د حکومت په ګډون او د دغه حکومت په همږغۍ وي.
دغه چارواکي، چې رویټرز خبري اژانس د هغه نوم نه دی اخیستی، همداراز ویلي چې د افغانستان د حکومت مخکې تر مخکې شرط دا دی چې تشدد باید کم او د اوربند سبب شي او دا هغه څه دي چې امریکا یې هم غوښتونکې ده.
د افغانستان د حکومت چارواکي وايي، که خبرې پیلېږي نو باید د خلیلزاد د مخکینیو خبرو په شان نه وي چې لومړی طالبان او امریکایان وږغېږي او بیا د افغانانو ترمنځ خبرې وشي.
د افغانستان حکومت د دې پر ځای د اوربند او له طالبانو سره د مخامخ خبرو غوښتونکی دی.
خو طالبان وايي چې تر هغو اوربند نه اعلانوي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ موافقه نه وي شوې.
د طالبانو یوه مشره رویټرز خبري اژانس ته وویل«موږ به له امریکا سره تر موافقې وړاندې اوربند اعلان نه کړو، او دوهم موږ به له امریکا سره تر موافقې مخکې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې ونه کړو.»
خو له دې سره سره ټاکل شوې ده چې د چین په پلازمېنه پیکینګ کې د افغانستان د حکومت د استازو په ګډون له طالبانو سره د افغانانو غونډه جوړه شي.
دا بد شکله چې هر وارې افغانستان ته راغلی يو بد او دردوونکی خبر يې د پاکستان په آمر افغانانو ته راوړئ.
ناکاموره يې ښه مثال ده.
ډېرښه الله ج دې داځل د سولې خبرې بریالۍ کړي