تاند، دوشنبه، د قوس ۳مه: یو شمېر طالب سرچینو تاند ته په ورکړیو معلوماتو کې ویلي، چې له دریو ورځو راهیسې په قطر کې له طالب استازو سره د زلمي خلیلزاد پټې خبرې روانې دي او رسمي مذاکرات به ډېر ژر پيل شي.

 طالب سرچینې وايي، له امریکا سره د بندیانو په تبادله له دوه میاشتني ځنډ څخه وروسته د مذاکراتو کنګل مات شوی دی او په بله اوونۍ کې شاید چې رسما مذاکرات پیل شي.

 دا سرچینه زیاتوي، له خلیلزاد سره دا وار هم د طالبانو تر ټولو مهم اختلافي ټکی اوربند او د افغاني مذاکراتو پیل دی، ځکه چې طالبان لومړی له امریکا سره هوکړه لاسلیکول غواړي او له هغې وروسته په اوربند او افغاني مذاکراتو ټینګار کوي.

سرچینه وايي، زلمی خلیلزاد بیا برعکس غواړي چې له امریکایانو سره د مذاکراتو تر څنګ رسمي افغاني مذاکرات او اوربند رامنځته شي تر څو یوه ملي اجماع جوړه شوې اوسي.

خو  سرچینه همدا راز وايي، دا اختلافات دومره جدي نه دي چې د اوونۍ تر پایه یې نتیجه راونه وځي.

 دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د بندیانو له تبادلې وروسته هیله ښودلې وه چې ژر به مذاکرات رسما پیل شي.

One thought on “خلیلزاد له دریو ورځو راهیسې طالبانو سره اخته دی چې اوربند او افغاني مذاکرات پرې ومني”
  1. که د تاسی په یاد تیره ورځ یو خبر خپور شو چی ویلی وو چی د امریکا د کانګریس غړو داسی طرح جوړه کړی چی ددی سولی له هری پروسی څارنه وکړی او دا یی هم لیکلی وو چی دوی به ددی موضوع ګزارش په دوه میاشتو یو ځل غواړی

    لدی داسی ښکاری چی دا سوله پروسه په یوه پروژه بدله شوی ځکه تاسی وایی چی یوه هفته او امریکا کانګریس دا خبره له هر پروسی وروسته دوه میاشتو کی یوځل ګزارش غواړی

    نو معلومه به شی چی طرح رښتیا ده که د یو اوونی خبری

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *