زلمی خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن /سې شنبه/ په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په داسې حال کې وکتل د طالبانو د قطر د دفتر څلور کسیز پلاوی هم دې ښار ته رسېدلی دی.

سټار انډ سترایپس ورځپاڼه وايي چې د طالبانو په پلاوي کې د دې ډلې یو داسې غړی هم شامل دی چې د ملګروملتو د بندیزونو په لیست کې دی او پخوا د طالبانو سفیر او یوه موده هم والي و.

د طالبانو د قطر د دفتر یوه غړي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د قطر دفتر شهاب الدین دلاور، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په سعودي عربستان کې سفیر و، ضیاالرحمان مدني، چې د طالبانو د لوګر والي و او د ملګروملتو په تور یا د بندیزونو په لیست کې دی، همداراز سهیل شاهین او حنیفي اسلام اباد ته استولي دي.

سټار انډ سټرایپس ورځپاڼه وايي چې تراوسه څرګنده نه ده چې د طالبانو پلاوی به له بل چا سره وویني او څومره وخت به په اسلام اباد کې تېر کړي.

مخکې ویل شوي و چې دا کسان د طالبانو مشر ملاهبة الله پاکستان ته د سلامشورو لپاره ورغوښتي دي.

له دې سره سره د پاکستان د پوځ ویندوی اصف غفور نن /سې شنبه/ له یو شمېر بهرنیو خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي له ورتګه خبر نه دی.

One thought on “خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو په باب له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې”

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *