زلمی خلیلزاد

تاند (دوشنبه، حوت ۲۶) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدوایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې سیاسي اختلافات د سولې د پروسې لپاره خطرناک بولي خو له طالبانو سره د امریکا د موافقې دفاع کوي.

خلیلزاد د جرمني له مشهورې اوونیزې دیر شپېګل سره په مرکه کې، چې پرون (یکشنبه) خپره شوه، په افغانستان کې د سولې په لاره کې د پرتو خنډونو او خطرونو او له طالبانو سره د امریکا د موافقې د دلیل په اړه پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

خلیلزاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې له طالبانو سره د موافقې په بدل کې د امریکا متحدو ایالتونو څه ترلاسه کړل؟ وویل:

«موږ د امریکا د متحدو ایالتونو ګڼ هدفونه ترلاسه کړل: لومړی، طالبانو داسې ژمنې وکړې چې پخوا یې کولو ته تیار نه ول. لکه دوی ژمنه کړې چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوي؛ هیڅ تروریستي ډلې ته به، چې امریکا او د امریکا د متحدانو امنیت ته ګواښ پېښوي، نه پناه ورکوي او نه به یې ملاتړ کوي؛ همداراز به تشدد کموي. دوی به د دایمي او هراړخیز اوربند او د خپل هیواد د سیاسي راتلونکې لپاره د افغانستان له ملي او ټولشموله مرکچي پلاوي سره خبرو ته کښېني.»

خلیلزاد د فبرورۍ په ۱۹ مه نېټه په قطر کې له طالبانو سره له نژدې ۱۸ میاشتو خبرو او چینو وروسته د سولې موافقه لاسلیک کړه.

د دې موافقې پر اساس پکار ده چې د افغانستان حکومت د طالبانو ۵ زره بندیان خوشي کړي او طالبان زر تنه پرېږدي.

خو په دې برخه کې ډېر پرمختګ نه دی شوی.

http://www.archive.www.archive.taand.com/?p=146456

د امریکا او طالبانو موافقه په داسې وخت کې وشوه چې په افغانستان کې د انتخاباتو پر سر سیاسي ناندرۍ روانې وې.

عبدالله عبدالله د تېرو دوو انتخاباتو په شان د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه د افغانستان د انتخاباتي کمیسیونونو پرېکړه نه مني.

خلیلزاد په دې اړه چې د بین الافغاني خبرو په درشل کې په افغانستان کې د انتخاباتو د ګټونکي او بایلونکو ترمنځ سیاسي ناندرۍ روانې دي او اغېز به یې پر اوسني وضعیت څه وي، وویل:

«دا خطرناکه ده. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اشرف غني د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړی. ډاکترعبدالله عبدالله یې نه مني او د انتخاباتي پروسې په اړه اندېښنه لري. مهمه دا ده چې اوسنی سیاسي کړکېچ په تاوتریخولي وانوړي. که سیاسي اختلاف په تشدد واوړي پر امنیتي ځواکونو، د سولې پر پروسې  او په مجموع کې پر افغانستان منفي اغېز شیندي. موږ شپه او ورځ کار کوو چې ټولې خواوې تشویق کړو چې داسې ونه شي.»

ښاغلي خلیلزاد پرون (یکشنبه) په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل. د دوی د خبرو د جزییاتو په اړه د ارګ په خبرپاڼه کې ډېر څه ویل شوي نه دي.

http://www.archive.www.archive.taand.com/?p=146440

3 thoughts on “خلیلزاد: له طالبانو سره موافقه ګټوره ده خو د افغانانو سیاسي اختلاف خطرناک دي”
  1. مشکل خو تا او ستا هیواد جوړ کړی. که اشرف غنی انتخابات ګټلي وي نو بایدیواځې حکومت جوړ کړي، بیرته عبدالله ورسره یوځای کول او د خاینوسیاسیونو سره جرګې او په زوره ګډ حکومت جوړول خو بې انصافي ده. بیا ستا او د جان کیري په مینځ کې فرق څه دی؟ که چیرې ته بیا د تیر پڅير ګډ حکومت غواړې نوستا نه به بل لوی خاین او منافق نه وي. عبدالله خو دا ۱۹ کاله هیڅ هم نه مني ځکه چې ستا د هیواد حمایت ورسره دی. د ورځې د غنی سره ګورئ او د شپې د ګلمرجان سره. که ستا هیواد عبدالله ته سترګې برګې کړی فکر نه کوم که د کوره هم بیا راووځي. که لږه افغاني وینه او هویت درکې پاتې وي نونور باید پدې زوریدلي هیواد زړه وسیزه.

  2. سلام
    خلیل زاد: ستا خبرې پردې لاندې خطر ناکې دی چې ستا ناسته او لاړه په هرکور او دروازه کې له هر چا سره سهار او مازیګر دادب او سیاست په ډګر کې خینې باریکۍ نه منی خکه دغه لارې دیرې نرۍ او باریکه دی د افغانستان سیاستوالو ته په کارده چې دغه باریکه او نری لاروته په ځیر خیر وګوری .دالفت خبره په اوبو کې فرق نشته ،فرق په لوښو کې دی
    ډیر امکان لری چې ته د افغانستان ولس ته اخلاص ولری ولې ستا ټولې مصاحبې او انترنټی لیکنې یو څه ګونګې او محافظه کارې دی افغانستان خو پریږده د امریکا بهرنی سیاست په سیمه او نړۍ کې د یوې زړې دیپلوماسی له لارې بې له هرډول قاطعیت او دریځ په پاسیف دول (سیاسی ناندرۍ) خبره ستا لخوا پکه کیږی
    امریکا اود ڼړۍ سیاست باید هېر نه کړی چې افغانستان هسی د بل چا به نو م ددوامداره جنګ اوشخړو قر بانی شو به نولس کلونو کې د کړکېچ محراق ونه پېژندل شو . خدای(ج) دوکړی چې کله هم به افغانستان او یا په کومه بله سیمه کې سره مخ شو

  3. ولس پوه شوی چی بنین سیوان نسخه دی په لاس کی ګرځوی ځکه بنین سیوان هم زیات پاکستان ته منډی وهلی او ته یی هم وهی
    بنین سیوان د ملګری ملتونه نماینده وو مګر خلیلزاد د امریکا ځانګړی استازی ده

    داسی ویل کیږی چی دا ټول جنجال تا جوړ کړی او پدی برخه کی د پآکستان له طرفه تاته خاصه طرحه درکړل شوی چی نیمایی دولت له عبدالله او پاتی طالبانو ته ورکړی او اوس داسی خبرونه نشر کیږی چی کرزی او عبدالله او دوی حمایه کوونکو او نږدی کسانو سره د خلیلزاد ناسته زیاته شوی چی تیره ورځ می واوریدل چی کرزی او لنډغرو ډله د اشرف غنی نظام او اوسنی دولت په رسمیت نه پیژنی یعنی نړیوال یی پیژنی مګر لنډغر یی نه منی

    اشرف غني‌ د زلمي‌ خلیلزاد تر سخت فشار لاندي دی
    https://news.khabarial.com/archives/690

    د امریکا د متحده ایالاتو له لوري ‌افغانستان سولي ‌ته ټاکل شوی زلمی خلیلزاد اوس د طالبانو تر سوله ور هاخوا د اشرف غني ‌او عبدالله عبدالله په سوله کې زیات ښکیل شوی دی .‌

    د ارګ سرچینې وايي‌ چې زلمی خلیلزاد ظاهرآ هڅه کوي‌ چې غني‌ او عبدالله سره خوشحاله کړي‌؛ ځیني ‌ارګ مېشتی د ښاغلي‌ خلیلزاد هڅو ته دشک په سترګه ګوري‌.

    د ارګ یوې سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چې د ولسمشر غني‌او «ځان بلونکي‌ ولسمشر» عبدالله عبالله سره ښاغلي‌ خلیلزاد بیا بیا لیده کاته کړي‌ دي‌.

    ارګ وايي چې د زلمي‌ خلیلزاد هڅه داده چې عبدالله د غني ‌په حکومت ورګډ کړي‌او تر دم ګړیه عبدالله ته د ۴۰ فیصده حکومت ژمنه ورکړل شوې ده .

    زلمی خلیلزاد هم وايي‌ چې د یوه واحد حکومت د جوړېدو هڅه کوي‌؛ نوموړي‌ تېره ورځ وویل «باید دوی دواړه ډاکتر صیب عبدالله او ریس جمهور اشرف غني‌ ژر ترژره توافق سره وکړي‌ ؛ ځکه اوس دافغانستان لويي ګټي‌او مسایل مطرح دی . موازي ‌حکومت د افغانستان ‍په زیان دی او خلک دا نه غواړي‌ چې بیا پخوانی تاریخ تکرارشي؛ خلک په وېره کې دي‌.»

    د زلمي‌ خلیلزاد او افغان حکومت ترمنځ د سولي‌ پر پروسه پخوا اختلافات موجود وو؛ ښايي ‌دا علت به وي چې اوس هم دافغانستان حکومت یا په بله معنا ارګ د زلمي ‌خلیلزاد د عبدالله سره د سولي‌ هڅو ته دشک په سترګه ګوري‌.

    عبدالله عبدالله له لوري ځان بللې ولسمشري‌ اعلانول اوس د ډېرو لپاره په ټوکه بدل شوی عمل دی او خلک وايي‌ چې د عبدالله عبدالله ددغه عمل جزا باید هغه ته ورکړل شي ‌.خو اوس داسي‌ ښکاري‌ چې دا ټوکې ته د عمل جامه اغوستل کېږي‌.

    عبدالله عبدالله د ولسمشر غني‌ حکومت نه مني‌او په سپیدار ماڼۍ کې ناست دی او ځان ته ولسمشر وايي ؛ خو غني ‌بیا پر خپل ځای تېره ورځ یوځل بیا ټینګار وکړ چې نوره د ټاکنو خبره ختمه ده او د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو وخت رارسېدلی ی .

    ولسمشر تېره ورځ یوه ویډیو يي پیغام کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې د ټول شموله حکومت اړتیا ده .‌

    دافغانستان د ټاکنو لانجه که څه هم ډېره اوږده شوه خو اوس ورو – ورو داسي ښ:اري‌چې دواړه سیاسي ‌مشران پر دې پښېمانه دی چې ولي ‌یې د ټاکنو پایلي‌ اعلان کړې او ولي‌ دې حالت ته سره راووتل .

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *