زلمی خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره پکار ده چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښېني.

زلمي خلیلزاد نن /چهارشنبه/ په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د سیمې ټول هیوادونه په دې خبره همنظره دي چې طالبان باید د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

خلیلزاد وویل«که طالبان غواړي چې خبرې وکړي، موږ ږغېدای شو. که دوی جګړه غواړي، موږ ورسره جنګېدای شو. موږ هیله لرو چې طالبان به سوله غواړي. خو که دوی د خبرو مېز ته نه کښېني، او غواړي چې جګړې ته دوام ورکړي، د امریکا متحد ایالتونه به د افغانستان د حکومت ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ به یې وکړي.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداراز وویل«موږ په ايتلاف کې په دې ویاړو چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو. په دې پړاو کې افغان امنیتي ځواکونه او پوځي فشار مهم دي. »

ده همداراز د افغانانو په منځ کې یووالی حیاتي وباله.

د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو سره په وروستیو کې درې پړاوه خبرې کړي او څلورم پړاو خبرې یې د مذاکرو پر اجنډا د اختلاف له کبله ونه شوې.

وسله والو طالبانو پټکه کړې چې که امریکا د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش پر سر ورسره خبرې ونه کړي، له امریکا سره به د سولې پیل کړي خبرې پای ته ورسوي.

خو امریکا وايي چې د دواړو خواوو خبرې باید یوازې د بهرنیو ځواکونو په وتلو پورې محدودې نه وي.

خلیلزاد نن په کابل کې وویل چې امریکا نه غواړي چې د تل لپاره په افغانستان کې حضور ولري:

«موږ هیڅکله نه دي ویلي چې په افغانستان کې دایمي اډې غواړو. څه چې موږ غړاړو هغه دا دي چې جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي، له افغانستان سره زموږ مشارکت دوام وکړي او دا ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ هیواد ته له افغانستان څخه د تروریزم خطر نشته.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم وویل«په اوږدمهال کې موږ غواړو چې له افغانستان سره هراړخیزه همکاري ولرو چې د تېرو ۱۷ کلونو د قربانیو درناوی وشي او د ټولو افغانانو لپاره ښه راتلونکې تضمین شي. په دې همکاریو کې پوځي، دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې شاملې دي.»

خلیلزاد هیله څرګنده کړه چې له طالبانو سره به ژر بل پړاو خبرې وکړي.

2 thoughts on “خلیلزاد وايي: موږ هیڅکله نه دي ویلي چې دایمي اډې غواړو”
  1. ” «موږ هیڅکله نه دي ویلي چې په افغانستان کې دایمي اډې غواړو. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم وویل«په اوږدمهال کې موږ غواړو چې له افغانستان سره هراړخیزه همکاري ولرو چې د تېرو ۱۷ کلونو د قربانیو درناوی وشي او د ټولو افغانانو لپاره ښه راتلونکې تضمین شي. په دې همکاریو کې پوځي، دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې شاملې دي.» ”

    Tricky Zal Khalizad : There is not much difference between ” Long term =اوږدمهال ” and ” permanent = دایمي ” when it come to politics.

  2. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم وویل«په اوږدمهال کې موږ غواړو چې له افغانستان سره هراړخیزه همکاري ولرو چې د تېرو ۱۷ کلونو د قربانیو درناوی وشي او د ټولو افغانانو لپاره ښه راتلونکې تضمین شي. په دې همکاریو کې پوځي، دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې شاملې دي.»

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *