تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن ماښام /شنبه/ په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل.

خلیلزاد وروسته له دې کابل ته راغلی چې په مسکو کې یې د روسیې او چین له استازو سره د افغانستان په اړه مفصلې خبرې وکړې.

ارګ وايي چې ښاغلي خلیلزاد د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته د سولې د پروسې په اړه د خپلو راتلونکو سفرونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم په دې کتنه کې دواړو خواوو د  بین الافغاني دیالوګ پر احیا ټینګار وکړ او هغه یې په راتلونکي کې د افغانستان د حکومت تر مشرۍ لاندې له طالبانو سره د خبرواترو د زمینې د برابرولو لپاره مهم وباله.

ټاکل شوې وه چې د روان اپریل په نولسمه نېټه په قطر کې بین الافغاني خبرې وشي خو د دغو خبرو د ګډونوالو د لیستونو پر سر اختلاف سبب شو چې د قطر غونډه لغوه شي.

One thought on “خلیلزاد ولسمشر غني ته د خپلو راتلونکو سفرونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل”
  1. لویه خدایه نور په مونږ افغانانو رحم وکړه، نوره ځمونږ توبه په خپل دربار کی قبوله کړه، بس دی نور مونږ د دغه غمونو، غوبه لونو، غونډو او منډو دلاسه ستړی شوی یاستو.

    نن د سولی غونډه، سبا دجګړی غونډه بل سبا د روسی غونډه، ښه لا بل سبا د دوبی او قطرغونډه او بیا لا دا چه ښاغلی خلیلزاد دلسو ملکونو په سفر د افغان سولی لپاره ګرځی او بیا د شلو ملکونو په سفر او همداسی شاید سلو ملکونو ته خبره اوږده شی؟

    ،بله غټه لانجه، غوغا او شور ماشور خو لا دا دی چه خلیلزاد باید حتمی او ضروری د غیر حکومتی چارواکو لکه ښاغلی سیاف، دوستم، حکمتیار، محقیق
    حامد کرزی، عطا محمد نور، خلیلی، قانونی او نورو ورته چارواکو سره وګوری ځکه دوی وای که ځمونږ سره خلیلزاد ونه ګوری نو دوی به طوفانونه جوړ کړی او ټوله نړی به په بل مخ چپه کړی.

    بل خوا د حکومت بیچاره څخه هم لار ورکه ده ځکه حکومت باید خلیلزاد ته هم سلام واچوی، غیرحکومتی چارواکو او زورواکو ته هم سلام واچوی او دټولو څخه مخکی عبدالله عبدالله ته هم سلام واچوی ځکه دغه سړی نیم په حکومت کی دی او نیم د غیر حکومتی چارواکو سره دی، د دغه سړی د اوله شعار دادی چه نه ښه اونه بد منی.

    بیا زه ښاغلی خلیلزاد ته حیران یم چه تاسو ولی داسی څه کوی چه د هر زورواکی سره جلا جلا او خصوصی ناستی او غونډی ونیسۍ، اول خو ضرور او مناسب خبره نه ده چه تاسو د دغه خلکو سره ناستی اومجلسونه ولری، که بیا دي زړه کیدای نو ټول به دي په یوه ورځ راغونډ کړی وای او په شریکه به دي ورسره مجلس نیولای وای. مګر نن ستاسو د دغه کړونو نتیجه داده چه په جلا جلا مجلسونو دي نن هر یو جلا جلا زمری او جلا جلا سلطان کړو.

    لنډه داچه که د سولی خبری د حکومت او خلیلزاد ترمینځ روانی وای شاید نن به یی یوڅه نتیجه ورکړی وای، داچه خلیلزاد ولی دنورو سره ناستی او غونډی کوی په دي زه هم نه پوهیږم، شاید دا به د ښاغلی خلیلزاد خپله خصوصی ستراتیژی وی.

    لویه خدایه نور په مونږ افغانانو رحم وکړه، نوره ځمونږ توبه په خپل دربار کی قبوله کړه، بس دی نور مونږ د دغه غمونو، غوبه لونو، غونډو او منډو دلاسه ستړی شوی یاستو

ځواب ورکول دورانی افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *