تاند- د امریکا د جمهوریپال ګوند مخکښ غړی او د سپینې ماڼۍ سلاکار زلمی خلیلزاد وايي، امریکا دې پر پاکستان د خپلو مرستو د بندولو ترڅنګ د دغه هیواد پر یو شمېر چارواکو بندیزونه ولګوي.
په کابل، بغداد او ملګروملتو کې د امریکا پخواني سفیر افغان الاصله خلیلزاد د ولسمشر ټرمپ له لوري د افغانستان د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا دا ستراتیژي مناسبه وبلله، ویې ویل«ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر له زیاتولو ترڅنګ باید دیپلوماتیکې هلې ځلې له پوځي هغو سره همږغه کړي.»
زلمي خلیلزاد وویل، واشنګټن باید د امریکا د نوې ستراتیژۍ په وړاندې د پاکستان مقاومت ته تیاره واوسي ځکه چې پاکستان به غالباً د امریکا پر ګټو بریدونه زیات کړي.
ده له ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه وغوښتل چې پر هغو پاکستاني چارواکو بندیزونه ولګوي او شتمنۍ یې کنګل کړي چې له تروریستي ډلو سره تماسونه او اړیکې لري.
خلیلزاد همداراز سپینې ماڼۍ ته مشوره ورکړې چې «که پاکستان د امریکا پر ضد خپلو غلیمانه پالیسیو ته دوام ورکړي امریکا هم باید پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره بېلابېل انتخابونه ولري.»
ده په همدې لړ کې پاکستان ته د امریکا د مرستو د بندولو ترڅنګ په نړیوالو مالي موسسو لکه د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک کې پاکستان ته د مرستو او پورونو د ورکړې د مخنیوي غوښتنه وکړه.
خلیلزاد دې ته په اشارې چې امریکا د طالبانو مخکینی مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په خاوره کې وویشت، وویل چې امریکا د پاکستان په خاوره کې دا ډول حملې زیاتولی شي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن هم پاکستان ته کلک خبرداری ورکړ، ویې ویل چې که یې خپل چلند بدل نه کړ، د امریکا له جدي عکس العمل سره به مخامخ شي.
په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم ویلي چې اسلامي هیوادونه دې د پاکستان ملاتړ وکړي او د امریکا ولسمشر دې نه پرېږدي چې په پاکستان کې مداخله وکړي.
له بلې خوا د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه د امریکا د نوې ستراتیژۍ او د امریکايي چارواکو د خبرداریو په وړاندې له امریکا په نرمه وغوښتل چې مرسته دې نه ورسره کوي خو هیواد یې د امریکا اعتماد ته اړتیا لري.
باجوه په اسلام اباد کې د امریکا له سفیر دیوید هېل سره په کتنه کې وویل«پاکستان له امریکا مادي او مالي مرسته نه غواړي، خو له احترام سره د امریکا اعتماد ته اړتیا لري.»
38 كاله وشول چه آمریکا ایران او شمالی کوریا ته دجنگ لاپی کوی خو په بدل کی یی سودان افغانستان عراق لیبیا او نور مسلمانان د غم پر پزکی کینول او هغوی خپل اتومی وسله لا پسی منطوره کره پاکستان ته لاپی هم غه بنه لری د
دا سړی ډیره را باندې ګران ده، غیرتي افغان ده، په عراق کې د سنیانو د ملاتړ له امله عراقي شیعه ګانو عمر ثاني باله.