تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کندوز ښار د طالبانو پر یرغل غبرګون وښود.
طالبانو دا بریدونه په داسې حال کې کړي چې د دې ډلې د قطر د دفتر ویندوی وویل چې له امریکایانو سره یې د سولې موافقه نهايي کړې او اوس د موافقې د اجرا د څرنګوالي په اړه دواړه خواوې خبرې کوي.
زلمي خلیلزاد نن (شنبه/ اګست ۳۱) خپل غبرګون د ټویټر له لارې څرګند کړ، ویې ویل:
«ما نن د کندوز د حملې موضوع مطرح کړه، طالبانو ته مې وویل چې دا ډول تاوتریخوالی باید ودرول شي. پر دې سربېره جنرال میلر نن کندوز ته لاړ او هغه په دې تمرکز کوي چې د دې ښار د دفاع لپاره له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.»
ښاغلي خلیلزاد همداراز ویلي«په نهایت کې به جګړه هغه وخت پای ته ورسېږي چې ټولې خواوې دا ومني چې باید ختمه شي. باید ټول افغانان د سیاسي جوړجاړي او هراړخیز اوربند لپاره بین الافغاني خبرو ته کښېني.»
ښاغلي خلیلزاد همداراز ویلي«زه ډاډه یم چې موږ د تشدد د کمولو او د سولې د کولو په یوازینۍ عملي لار روان یوو.»
طالبانو تېره شپه ناوخته له څو خواوو پر کندوز ښار یو وار بیا یرغل وکړ چې په نتیجه کې یې په لسګونو طالبان او پولیس او یو شمېر عام افغانان ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.
طالبانو تر دې پخوا لږ تر لږه ۳ ځلې پر کندوز لویې حملې کړي چې په نتیجه کې یې د دې ښار ډېر تاسیسات او د خلکو شتمنۍ ویجاړې شوي، په سلګونو ملکیان او وسله وال وژل شوي او په لسګونه زره ښاریان نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي.
TERRLIBAN MUST UNDERSTAND//AFGHAN SPECIAL FORCE QUMANDOO/ARMY/POLICE&NATIONAL FORCE ARE STRONG FROM EVER.
PUNJAAB WILL SHUTDOWN SOON.