تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په ابوظبي کې له طالبانو سره له خبرو وروسته د افغانستان له ولسمشر سره د سلامشورې لپاره کابل ته راغی.

ښاغلي خلیلزاد نن شپه /چهارشنبه/ په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل.

ارګ تر دې دمه د خلیلزاد او ولسمشر غني د خبرو په اړه څه نه دي ویلي خو خلیلزاد کابل ته تر روانېدو مخکې ویلي چې له افغان مشرانو سره ویني چې د ابوظبي د خبرو په اړه معلومات ورکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل.

د پاکستان پوځ په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه.

مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي و چې طالبان یې له امریکا سره مخامخ خبرو ته تیار کړي دي.

د راولپنډۍ په کتنه کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز د افغانستان سوله د پاکستان لپاره مهمه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې په سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره به هلوځلو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا سي بي ایس نیوز وايي چې د ابوظبي په خبرو کې طالبانو د امریکايي پوځیانو د وتلو، د بندیانو د خلاصون او له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه وکړه.

سي بي ایس نیوز ته په ابوظبي کې طالبانو ویلي چې سعودي عربستان وړاندیز کړی چې هر لوری دې د اعتماد د رامنځته کېدو لپاره سل – سل تنه بندیان خوشي کړي.

طالبانو د ولسمشر غني د دفتر د ريیس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ پلاوي سره، چې پرون ابوظبي ته ورسېد، له کتلو انکار وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بندیان د افغانستان د حکومت په زندانونو کې دي.

کتونکي وايي، که څه هم خلیلزاد د ابوظبي خبري مثبتې بللي خو عملاً طالبانو داسې شرطونه ایښي لکه دا ډله چې سوله نه غواړي ځکه چې دا ډله غوښتنه کوي چې لومړی دې بهرني پوځیان ووځي، د دوی بندیان دې خوشي شي او له تور لیسته دې وایستل شي بیا به د افغانستان له حکومت سره خبرې کوي او دا هم څرګنده نه ده چې طالبان به د سولې لپاره د افغانستان حکومت څه شرطونه ږدي.

ممکن د ابوطبي د خبرو یو اساسي هدف دا و چې پر پاکستان لږترلږه د اوس لپاره د امریکا فشار کم شي.

2 thoughts on “خلیلزاد د ابوظبي د خبرو په اړه له ولسمشر غني سره مشوره وکړه”
  1. WE HAVE TO KNOW.TALIBS DO NOT HAVE ANY RESPECT TO AFGHANS.
    BECAUSE THEY DONOT WANT TALK WITH AFGHANS,
    SOLUTION;ALL PEOPLES MUST STRONGLY SUPPORT AFGHAN
    CLEVER ARMY/POLICE AND SPECIAL FORCE,
    POWER IS BY THE PEOPLES
    TALIBPRISONERS WITH AFGHANS/MUST BEFORE PEACE KILL ALL OF THEM(isi sons)
    THANK YOU

  2. دی کی شک نشته چی صلح یو شرعی ، انسانی او حیاتی ضرورت دی خو مع الاسف ځینی داخلی او بهرنی کړی په سوله کی هم غواړی چی د نورو حق او بیا د افغان مظلوم ملت حق غصب او لوټ کړی
    خو زموږ هغو ته چی د ایمان او اسلام دعوی لری توصیه داده چی د قرآنی هدایات مه هیروی ورنه نور هم د ذلت کنده کی ډوبیږی ، قرآنکریم وایی:
    تعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان
    نو لازمی ده چی په کور کی کورګی جوړ نکړو او هغه لار غوره کړو چی زموږ صف مرصوصوی ، نه دا چی کله د ائتلاف او کله هم په نورو اخلالګرو نومونو او حرکاتو د حکومت قانونی او شرعی دریز اخلال او فقط ځان او خپله ناکامه ډلګۍ مطرح کړو ، او پدی سره ملی او اسلامی ګټی متضرره شی او یا د مثبت پرمختګونو مخه ونیول شی او سوله هم په مصیب واوړی

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *