خواجه اصف

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژۍ یو وار بیا ناکامه وبلله او په ملنډو یې وویل چې د امریکا ناکامي افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په سفره کې په ډاګه شوه چې کابل ته یې د تګ جرات ونه کړ.

خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ /اکتوبر۲۶/ د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل«په بګرام هوايي اډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني کتنې موږ ته د امریکا د ماتې کیسه په ډاګه کړه.»

ده د همدې موضوع په تړاو د خپلو خبرو په دوام کې وویل«سره له دې چې امریکا له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې په افغانستان کې حضور لري، د بهرنیو چارو وزیر یې په افغانستان کې له خپلې هوايي اډې وتلی نه شي او مجبوره دی چې له افغان ولسمشر سره په اډه کې وګوري.»

اصف په ملنډو وویل«په بګرام کې له ټیلرسن سره له کتلو وروسته د افغانستان ولسمشر ته خپل هیواد پردی ښکارېده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پېغورونه او ټونګ وهونکې (نېښ داره) څرګندونې ښيي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن د اسلام اباد د وروستي سفر په ترڅ کې پر پاکستان د تروریستي پناهځایونو د ختمولو په خاطر انتقادونه کړي او پاکستان لا هم حاضر نه دی چې د طالبانو او د افغانستان د دولت د نورو وسله والو مخالفانو له ملاتړه لاس واخلي. او یا لږ ترلږه له امریکا سره پر خپلو شرطونو جوړجاړي ته نه دی رسېدلی.

پاکستاني چارواکي د طالبانو د ملاتړ د بس کولو لپاره په افغانستان کې د هند د رول د محدودیت په ګډون یو لړ شرطونه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د امریکا د جنوبي اسیا د نوې ستراتیژۍ په اړه د پاکستان د ملي جرګې (قومي اسمبلي) د بهرنیو اړیکو کمېټې ته معلومات ورکول، په عین حال کې وویل چې د امریکا متحد ایالتونه فکر کوي چې پاکستان طالبان د افغانستان پر ضد استعمالوي.

خواجه اصف، چې ویل کېږي د ویناوو او لیکچرونو زیات شوقي دی، تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان سنا جرګې ته په څرګندونو کې وویل چې د امریکا نوې ستراتیژي هغو جنرالانو جوړه کړې ده چې د افغانستان په جنګ کې یې ماته کړې ده.

ده وویل چې پاکستان نور پر طالبانو اغېز نه لري ځکه چې طالبانو نورې سرچینې (هیوادونه) موندلي دي.

اصف همداراز وویل چې د امریکا حکومت حاضر دی چې د طالبانو په وړاندې خپل دریځ نرم کړي خو د حقاني شبکې په وړاندې هیڅ نرمښت نه مني.

ده دا هم وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د طالبانو او حقاني شبکې د ۷۰ مشرانو لیست وسپاره او پاکستان یې هم په مقابل کې د ۱۰۰ تنو لیست وروسپاره.

خواجه اصف وویل د امریکا له لوري دوی ته په سپارل شوي لیست کې داسې کسان دي چې یا مړه شوي یا نور په پاکستان کې نشته.

ده د پنجشنبې په ورځ دا ادعا هم وکړه چې د هند استخباراتي اداره (را) د افغانستان د ملي امنیت د ادارې په همکارۍ د پاکستان د ناامنه کولو هڅه کوي.

2 thoughts on “خواجه اصف امریکا ته د پېغور ورکولو ترڅنګ د امریکا ځینې غوښتنې څرګندې کړې”
  1. دا ډېرې چیغې چې وهي له دې نه معلومیږي چې موګی یې ورته ښورولی دی چې که سم نشوئ دا موګی به دربرابروم :)‌ خو یوازې ورښودل یې کافي نه دي د دوی خو هسې هم لنګونه دي د موګي پروسه پرې باید عملي کړي.‌

  2. دې ته وایي سپين او ښکاره دروغ. پاکستانیان چې د امریکا څخه څومره ویریږي هغومره د خدای پاک نه هم ویره نلري. د پاکستان د وزیر خارجه د ویناو نه دا معلومیږي چې ددوی روابط د حده زیات خراب شوي او امریکایانو ترې غوږونه تاو کړي. که داسې نه وي زه په پاکستلن کې دا جراءت نه وینم چې داسې خبره وکړي. بس دومره به ووایم چې خدای دې ددوی په بې خیرۍ کې زمونږ خیر لري.

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *