خواجه اصف

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ادعا کوي چې پاکستان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې په افغانستان کې پر خپله ماته اعتراف وکړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ د خپل هیواد سنا جرګې ته د امریکا له بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سره د سې شنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم او لوی درستیز په ګډون د اته کسیز پلاوي د کتنې په اړه وویل چې دوی امریکا ته د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د همکارۍ ژمنه ورکړه، خو ورته ویې ویل چې په دې مبارزه کې به پر خپل ملي حاکمیت معامله ونه کړي.

د سې شنبې په ورځ د امریکا د باندنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره د امریکا او پاکستان ترمنځ د اعتماد د بیا رامنځته کولو پر شرطونو د خبرو ترڅنګ له پاکستان څخه د طالبانو پر وړاندې د عملي اقداماتو په شمول یو لړ غوښتنې وکړې.

عباسي د هغو اقداماتو په اړه چې د ده په وینا پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره کړي دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل.

له ټیلرسن سره د پاکستان د صدراعظم په کتنه کې د دغه هیواد تقریباً ټول اصلي تصمیم نیوونکي لکه د آی ایس آی ريیس ډګرجنرال نوید مختار، دفاع وزیر خرم دستګیر، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حاضر ول.

خواجه اصف د خپل هیواد سناتورانو ته د دې کتنې په اړه د معلوماتو ورکولو په مهال وویل، پاکستاني مشرانو امریکايي پلاوي ته وویل چې د پوځي مشرانو په ځای دې خپلو ملکي مشرانو ته موقع ورکړي چې د افغانستان لپاره پالیسي جوړه کړي ځکه چې پوځي حللارې تراوسه پورې ناکامه شوي نو پکار ده چې په سیاسي لارو غور وشي.

اصف همداراز وویل چې پاکستانیانو امریکا ته وویل چې د تېرو ۱۶ کلونو ماتې یې په مخ کې دي.

ده زیاته کړه«وضعیت یوازې هغه مهال ښه کېدای شي چې واشنګټن خپله ماته ومني، په افغانستان کې خپله ناکامي ومني. پرون په اسلام اباد کې د پاکستاني مشرانو سره مو په خبرو اترو کې ډېر په پرانیستي او روښانه توګه د هغو شریکو اندېښنو په اړه بحث وکړ چې د امریکا متحده ایالات او زموږ نور سیمه ییز متحدان او شریکان؛ هندوستان او همدارنګه افغانستان یې لري او هغه دا چې زیات تروریستي سازمانونه شته چې په پاکستان کې خوندي ځایونه لري له کومه ځایه چې هغوی د نورو هېوادونو پر ضد عملیات او بریدونه کوي»

امریکا تراوسه پورې د پاکستان له اصلي واکمنانو سره د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په اړه ډېر جزییات څرګند کړي نه دي.

خواجه اصف، چې ویل کېږي، په خپلو خبرو کې له مبالغې زیات کار اخلي، سناتورانو ته وویل «موږ امریکايي پلاوي ته وویل چې پاکستان له امریکا نور پوځي وسایل، مالي مرستې او مواد نه غواړي؛ پاکستان د دې پر ځای د برابرۍ پر اساس اړیکې غواړي.»

اصف همداراز وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل شول چې که کره استخباراتي معلومات ورکړل شي پاکستان په خپله خاوره کې د سختدریځو پر ضد هماغسي اقدام کوي چې په وروستیو کې یې وکړ او امریکايي- کاناډايي کورنۍ یې وژغورله. خو د بل چا لپاره په خپله خاوره کې جنګ نه شي کولی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې دوی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې پاکستان د پخوا په شان پر طالبانو اغېز نه لري ځکه چې اوس نور شته چې د طالبانو ملاتړ کوي.

د ده اشاره ایران او روسیې ته وه او په عین حال کې یې تایید کړه چې پخوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ له هندي چارواکو سره په کتنه کې وویل ویل«پاکستاني چارواکو ته مې د ټرمپ د ادارې هغه توقعات رسولي چې ترې غواړي پر خپله خاوره دې ګڼې تروریستي سازمانونه له منځه یوسي.»

خواجه اصف بې له دې چې د طالبانو د پخواني مشر د پاکستاني پاسپورت، په پاکستان کې هستوګنې، د کوټې، میرانشاه او پېښور شوراګانو ته اشاره وکړي وویل«امریکا د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور څاره خو کله چې پاکستان ته راغی، ووژل شو.»

ده په دې اړه هم څه ونه ویل چې ایا منصور د پاکستاني استخباراتو له لوري امریکایانو ته وروښودل شو او که هغوی په خپله وموند.

اصف وویل څنګه کېدای شي چې له دې مسلې وروسته دې په طالبانو کې د پاکستان نفوذ پاتې شي.

راپورونه وايي چې د منصور له وژل کېدو وروسته په کوټه کې تر ډېرو ورځو پورې د طالبانو د شورا په منځ کې د نوي مشرتابه پر سر اختلاف و او بالاخره د بلوچستان د یوې مدرسې ملا د طالبانو مشر وټاکل شو.

اصف وویل چې امریکايي پلاوي ته وویل شول چې اوس چین، روسیه او ترکیه هم، چې له امریکا سره ښې اړیکې نه لري، د طالبانو ملاتړ کوي.

2 thoughts on “خواجه اصف: د پاکستان نفوذ کم شوی، اوس روسیه، چین او ترکیه د طالبانو ملاتړ کوي”
    1. هو، فکر کوو د ایران نوم یې قصداً نه دی یاد کړی ځکه چې ایران پرې اعتراض کوي او پاکستان عموماً له ایران سره له نرم دریځه کار اخلي

ځواب ورکول SAS ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *