خواجه اصف

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي، له افغانستان سره د پاکستان په ۲۳۴۳ کیلومتره پوله کې د کټارې جوړېدا به د تروریزم له کمېدو سره مرسته وکړي نو امریکا دې د دې پروژې په بشپړولو کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

خواجه اصف بلومبرګ امریکايي خپرونې ته په مرکه کې وویل«دا د دوی لپاره ډېرې پیسې نه دي. پر جګړې تر دې خورا ډېرې پیسې لګوي.»

ده همداراز وویل چې پر دیورند کرښه د کټارو او مزو نصب به د ۲۰۱۹ کال تر پایه بشپړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د پولې په اوږدو کې د کټارو او مزو نصب کېدا به دواړو هیوادونو ته د سختدریځو د تګ راتګ مخه ونیسي.

ده همداراز وویل چې پاکستان خپل هیواد ته د ټولو افغان کډوالو ستنېدا د سولې لپاره مهمه بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په وینا د افغانستان او پاکستان پوله د هر چا پر مخ پرانیستې ده؛ د ورځې شاوخوا ۷۰ زره تنه پر دې پوله اوړي او دا تروریستانو ته اسانتیا برابروي.

کله چې بلومبرګ له خواجه اصف څخه د ټرمپ د تورونو په اړه وپوښتل، ده وویل چې پاکستان له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. «دواړه خواوې غواړي چې په اړیکو کې ترینګلتیا نه وي.»

د امریکا ولسمشر تور لګولی چې پاکستان په خپله خاوره کې افغان طالبانو ته پناه ورکړې او د طالبانو ملاتړ کوي.

2 thoughts on “خواجه اصف وايي، امریکا دې پر ډیورند کرښه د مزو د غځولو پیسې ورکړي”
  1. اصف بی ناموس بیا د امریکا د لوده گانو په وسلو د امریکا ملت د پاکستان په وسلوپه وینو لیت پیت کړ او اوس اصف ددغه جادو له لاری بیا د امریکا ځوانان په وینو ولمبوی!
    په ډیورن کی به د امریکا ګوتی وهل د امریکا لوی حماقت اوبی عقلی وی
    امریکا دی معلومالحاله مزدوران ورڅخه وغواړی چی امریکا ته یی تسلیم او جزا ورکړی

  2. The one black days of Pashtons 12 August 1948. Babrra massacre(1300 killed und 3000 injured).
    د اګست په دولسمه د «۱۹۴۸» یوکال وروسته له هند څخه بیل شوي پنجابیانو د انګلیس په مرسته «۱۳۰۰ يښتانه شهیدان او۳۰۰۰ټپیان» کړل۰[ ځکه چې خپل حلال حق ئې غوښته]۰ اووروسته له خونړئ مرګ ژوبلې ئې بیا له خلکو د ګولیواوباروتوپیسې او د ښځو ګاڼې واخیستې۰ د« بــــــابــــــړې» توره ورځ د پښتنوکوڅې ویجاړې او پښتون په خپلووینولمبیدلئ۰
    اوس بیا دې غریب نفسه پنجابي په پردۍ خاوره کې د اغزن مزي ښه پلان سنجولي۰ هم ډالر او هم پردۍ خاوره او هم پردۍ قوه۰ دې ته وائې مسلماني۩ او که۞۰
    دا ارمان ګور ته وړه پنجابه۰۞

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *