خواجه اصف

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي، افغانستان او پاکستان به خپلمنځي ستونزه بالاخره په خپله حل کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، خواجه اصف نن /پنجشنبه/ د افغانستان په سفارت کې خبریالانو ته وویل، پاکستان به له افغانستان سره د تروریزم پر ضد په جګړه کې هر راز مرسته وکړي.

ده همداراز وویل، دښمن د افغانستان او پاکستان له اختلافاتو ګټه اخلي، نو پکار ده چې دواړه هیوادونه په خپل منځ کې د مسلو د حل کولو هڅه وکړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر، چې اسلام اباد ته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د عمومي ريیس له سفره یوه ورځ وروسته خبرې کولې، د هغوی سفر ته په اشاره وویل چې د افغانستان د ملي امنیت ريیس او د کورنیو چارو وزیر د پاکستان له صدراعظم خاقان عباسي سره ډېره اُمېدواروونکې غونډه لرله.

د افغانستان د ملي امنیت ريیس او د کورنیو چارو وزیر نن په کابل وویل چې پاکستان ته یې د کابل په وروستیو حملو کې د پاکستان مېشتو ترهګرو د لاس لرلو اسناد وسپارل او پاکستان د پخوا خلاف ومنله چې ترهګر یې په خاوره کې اوسي.

پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د پناهځایونو په خاطر په وروستیو کې د امریکا له لوري له سخت فشار سره مخامخ دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان وروستۍ حملې وغندلې، ویې ویل چې پاکستان په دې شېبو کې له افغانستان سره څنګ پر څنګ ولاړ دی.

د پاکستاني رسنیو پر اساس، په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال له پاکستانه مننه وکړه، او پر دې یې ټینګار وکړ چې تروریزم د دواړو هیوادونو ګډ دښمن دی.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې یو پاکستانی پلاوی به د فبرورۍ په درېمه (شنبه) افغانستان ته لاړ شي چې د دوو هیوادونو ترمنځ پر اړیکو خبرې وکړي.

2 thoughts on “خواجه اصف وايي، پاکستان او افغانستان به خپلمنځي ستونزې سره حل کړي”
  1. منافقین مې هم وژنې او هم پدې غمجنو شېبو کې له ماسره خواخوږي ښکاره کوي.
    پنجابیان ښه پوهيږي چې د تروریستانو ځالې هلته د دوي تر ولکې لاندې سیمو کې دي او د دوي په مستقیمې لارښوونې سره روزل کيږي.
    مخامخ زمونږ مسوولینو ته یو څه وایی خوپه مطبوعاتو کې بیا بله نغاره ډنګوي.

ځواب ورکول اسلم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *