۱۳۹۷/۱/۲۸

له ډیر وخته راسره دا فکر موجود و چې زموږ په ټولنه کې به هغه خلک څوک وي چې د خپلې ټولنې په خیر به خوشالیږي او په وراني به خفه کېږي.

زه وایم زما په ګډون به دغه فکر له هر چا سره وي چې د هېواد ابادۍ لپاره ریښتینې قربانۍ څوک ورکوي او دوکه څوک کوي؟

تیره شپه مو یو ناروغ په روغتون کې بیستر شو، له هغه سره مو په روغتون کې شپه راغله

روغتون کې د ناروغانو پایوزانو ته یو بیل  ځای جوړ شوی، په روغتون کې د ټولو بستر شویو ناروغانو پایوزان په دغه ځای کې ناست و، د روغتون له انګړه به ساتونکي په لاوډسپیکر کې غږ کاوه چې (د پلانکي ناروغ پیواز دې راشي)

کله به چې لاوډسپیکر کې غږ وشو نو ټول به ورته متوجه کیدو چې زموږ د ناروغ نوم خو به نه اخلي.

په دې وخت کې لاوډسپیکر کې غږ وشو چې په روغتون کې یو عاجل  ناروغ ته چې همدا اوس یې عملیات ترسره کیږي درې خلتې وینه په کار ده که هر څوک دغه قربانۍ ته حاضر وي د روغتون وینې بانک ته دې لاړ شي.

په روغتون کې له دغه ځایه دوه او درې نفره غلي غلي له خپلو ځایو پاڅیدل خو مالومات یې نه کیده چې چیرته به تلل.

که څه هم چې د ناروغ او زما د وینې ګروپ سره مختلف وو خو په دې خاطر د وینې بانک خواته ورغلم چې که بانک یې راسره بدله کړي نو یوه خلته وینه خو به زه ورته ورکړم.

کتل مې چې د بانک مخې ته کتار خلک ولاړ دي او هریو په دې تلاش کې دی چې د ناروغ لپاره وینه ورکړي.

ډاکټرانو له هغوی هیله وکړه چې د وینې ګروپ یې له ناروغ سره برابر نه وي له دې ځایه دي لاړ شي تر څو دلته د بیروبار مخنیوی وشي.

د خپلو هېوادوالو دې بي کچې قربانۍ ته چې خپل ناروغان یې په بستر پراته او دوی د نورو غم خوري ژړا راوسته.

له ځان سره مې وویل چې د هېواد لپاره سوله غوښتونکي، مینه غوښتونکي او په ټولنه کې خیرغوښتونکي همدوی دي. نه، هغه چارواکي چې ورپسې به د بي کفایتۍ چغې تر اسمانه رسي خو بیاهم دوی به پرې ځانونه خاموش نیسي او یواځې تشریفاتي د خواشینۍ او غم راځۍ پیغامونه به شریکوي.

One thought on “خواخوږې  څوک دي؟ | ګلزاده سنګر”
  1. سنگر صاحب ّه قلم دی برکت شه!ا
    دیر خوشحاله شوم
    ای کاش زمونږ داړه ماران هم لږ د بشردوستۍ احساس ولری

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *