له څو ورځو راهیسې پښتانه نارینه د فراه ولایت د څو زړورو ښځو د هغې زړورتیا په ستایلو نه مړیږي چې له خپلو نارینه وو سره یوځای مورچلو ته وختلې او طالبانو ته یې ماتې ورکړه. ډېر ښه کوي، کور یې ودان چې ښځې یې وستایلې او له کور دباندې یې له خپلو نارینه وو سره د پله په اېښودو او گډې مبارزې کولو ته هڅولې دي، خو پوښتنه دا ده چې نارینه ولي د دغو څو ښځو ستاینه کوي؟

خپلې ښځې په تور سر، په ایبل (لوڅو) پښو ټوپک په لاس له کوره د باندې د نارینه وو سره اوږه په اوږه د جگړې په څیر سخت کار په برخې اخیستو ستايي او هم یې نورې تشویقوي، هم دغه نارینه چې کله یوه تورسرې پښتنه له کور دباندې ښوونځي ته روانه، د ورزش یا ساعتېرې په میدان کې، په دفتر کې یا بیا د موټر چلولو په حال کې وگوري نو بې باکه یې تر خولې هر ډول رد بد ور وځي. څوک ورته فاحشه، بې ناموسه، بې پرده، بې حیا، بې شرمه، کنجره او څوک ورته مرداره وايي.

څومره نومونه چې پښتنو د خپلو ښځو د بدعملۍ او ښکنځلو لپاره موندلي دي باور مي نه راځي بل کوم شي ته دې دومره ډېر ټکي ولري، او نه به د الفاظو دومره لویه ذخیره د بل کوم قوم خلک په خپلې ژبې کې خپلو ښځو ته ولري.

کیسه د فراه ولایت د تېرې اونۍ له پېښې څخه نده پیل شوې، کیسه د میوند د ملالې له وخت را کتلی شو. ملالې هم د انگرېز په مقابل کې هم داسې زړورتیا ښکاره کړه، کله چې ناریناوو ماتې وخوړله، ملالې د جنگ بېرغ په لاس کې واخیست او تر هغو یې جگړې ته دوام ورکړ چې جگړه د دوښمن په ماتې پای ته ورسېده. ملاله د پښتنو ناریناوو د سر سترگي شوه، هغې ته یې د سپېڅلتیا درجه ورکړه او په تاریخ کې د هغې نوم تل ژوندی پاتې شو.

خو څو کاله وروسته چې کله غازي امان الله خان د نورو ښځو لپاره د ښوونې او روزنې هڅې پیل کړې، د کار او روزگار لپاره یې ښځې تشویق کړې چې له کورونو دباندې را ووځي، د پښتنو ناریناوو غیرت په جوش راغی، له کور نه د ښځې دباندې وتل ورته په خپل ناموس تېری ښکاره شو، او د ازادۍ اتل امان الله خان یې هندوستان ته تر وهلو په زغلولو ستړی کړ.

د پښتنو په کتاب کې له کور نه د ښځې دباندې وتل او له نارینه وو سره گډه مبارزه یا سیالي کول یواځې هغه وخت د شرم خبره وي کله چې د ناریناوو مستقیمه گټه له کور نه د ښځو له وتلو سره نه وي تړلې. کله چې ښځې د نارینه وو د پت ساتلو یا د شرم پټولو لپاره را ووځي نو بیا هغه د پېښوریانو خبره هر څه ټیک ټاک وي، نه یواځي ټیک ټاک وي، بلکې ډیر د ستایلو وړ کار وي، د ویاړ خبره وي، او خبره اتلولۍ ته ورسي.

کله چې ښځې د خپل استعداد لوړولو لپاره د زده کړې ډگر ته وځي، ډوډۍ موندلو لپاره کار یا دفتر ته ځي، د ناریناوو رنگه د شوق پوره کولو لپاره سندرې وايي او یا بیا د خپل صحت د خیال ساتلو لپاره ورزش ته ځي، نو د پښتنو ناریناوو د غیرت اسمان را چپه شي، جگې شملې یې ټیټې، سترگې یې کوزې، او عزت یې له خاورو سره خاورې شي. په دغه حال کې دی مجبور شي چې لومړی خپله ښځه ووژني، که نه نو ځان اور ته اچوي.

پښتون که نیمه خیټه هم په ډوډۍ موړ وي، کوښښ به کوي چې ښځه یې له ده سره د مرستې لپاره دباندې و نه وځي، او گاونډی یې په څادري کې هم باید و نه ویني. کله چې یې خېټه پوره ډکه وي، بیا خو یې غېرت د مست اباسین رنگه په غورځنگو شي، او ترهرڅه زیات نظر یې په دې وي چې ښځه یې له کور نه دباندې پل کښې نږدي.

کله چې د تش نس خبره تر نیمې خیټې هم ټیټه شي، بیا لږ څه تر خپل بې ځایه غیرت تېر شي او ښځې ته اجازه ورکړي چې دباندې ووځي. د دغو ډول تش نسو خلکو مثال کوچیان او په لري پرتو سیمو کې خوار بزگران دي، چې د ښځې مخ پټول دومره ورته مهم نه وي. خبره هغه وخت خرابه شي او د ښځې ناخوالې هغه وخت رامنځ ته راشي، کله چې پښتانه نارینه نیم یا پوره په خېټه ماړه شي.

له پورته خبرو نه داسې نتیجه اخیستی شو چې پښتنې مېرمنې یواځې په دوو حالاتو کې خپله ازادي ترلاسه کولای شي، او د خپلو ناریناوو د ستایلو وړ گرځېدلای شي: یو په هغه حالت کې چې پښتانه نارینه په جگړې کې د دښمن تر گزار لاندې وي، له ماتې سره مخامخ وي، او د خپل شرم د پټولو لپاره د ښځې مرستې ته اړ وي.

او بل داسې حالت چې د نارینه وو خیټې یې د لوږې او غربت له لاسه تر نیمايي هم تشې وي. په دغو دوو حالاتو کې پښتانه له کورونو نه د ښځو په وتلو نه یواځي سترگې پټوي، بلکې تشویقوي او ستايي یې. پښتنې میرمنې باید خپلو سړو ته په هم دغو دوو حالاتو کې د اوسېدو لپاره تل لاس په دعا و اوسي، امین کئ مومنانو!!!

4 thoughts on “خواره پښتنه، دوه مخي نارینه! / برېښناعمرخېل”
  1. لیکوالې خورې
    پکر کوم پښتانه دې له ملایانو سره غلت کړي

    کوچیان او لرې سیمو پښتانه تر اوسه ډیر سوچه پښتانه پاتې شوي او د مخ لوڅیدو کلتور ورته له پخوا پاتې شوی ددې متلب دا نه دی چې هغوي په نس کم ماړه دي
    د پښتنو تاریخ که ولولې او د پښتونولی بنسټونو ته په غور وګورې پکر کوم د سړي څخه ښځې ډیر حق لري

    تاسو د ملالې او غازي امان الله خان خبره کړې
    له ملالې څخه مخکې ډیرې داسې پښتنې خځې تیرې شوي چې زمونږ په تاریخ کې ډیرې ځلیږي او مونږ پښتانه ډیر پرې ویاړو خو د جنګ په میدان کې نه د ژوند په کړو وړو کې له سړو سره یې یوځای یو ډول ژوند کوو
    غازي امان الله پښتنو نه دی ښکته کړی ملایانو له تخته غورځولی او هغو ملایانو چې له اسله پښتانه هم نه وو د انګریز په زور
    پښتنو خځو رواج پلو دی مخ پټول نه دي حجاب له عربانو او بوکره له ایران او هند څخه رواج راغلی

    پښتنې باید خپلو مړونو، ورڼو، پلارونو او زامنو ته پيغور ورنکړي او منفي سیالي هم ورسره ونکړي لاس ورسره یو کړي له دې ستونزو ټول ووزي په کومو کې چې پښتانه راګیر دي

  2. آغلې بریښنا خورې!
    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    له هر څه مخکې ستا او دخپلو ټولو پښتنو او مسلمانو خویندو ایمان، عزت، پت او روغتیا له لوی خدای جل جلاله څخه غواړم.
    ګرانې خورې! کله مې چې ستا لیکنه ولوسته سخت زړه مې ودردیده، ګیله په ريښتیا هم له مونږ نارینه وو څخه ده او له همدې کبله زه د ملامتۍ ګوته تا او ستا په شان نورو خویندو ته نه نیسم، خو غواړم څو ټکي درته د زړه له کومي ډالۍ کړم:
    1- د فراه پېښه په ټول بشریت باندې د سخت تیری او وحشت عملي بیلګه وه، نه یوازې په یاده پېښه کې، بلکې د ټولو تاریخي غزاګانو په بهیر کې د ګڼو ښځو زړورتیا او سرښندنې د ویاړ وړ دي.
    2- هیڅ داسې پښتون چې خپل ځان او الله تعالی وپیژني او په اسلامي شریعت کې د ښځوحقونه او خپل حقونه یې یو وار هم لیدلي وي، د ښځو له زده کړې، په ټولنه کې له ټولنیزې ونډې لرلو او کارکولو او یا نورو چارو سترګې پټې کړي. مګر یو شرط به خامخا ورسره غبرګ او مل وي: هغه داچه زمونږ ښځینه به له نورو پدې بېلې وي چې حجاب او خدای جل جلاله غوښتې پرده به لري. کومو الفاظو ته چې تاسې په خپله لیکنه کې اشاره کړې ده، هغه یوازې هغه څوک او هغه چا ته کارولی شي چې دعزت او پت څښتن نه وي.
    3- دې مو اشاره کړې ده چې پښتانه دخپلو ښځو لپاره چې په کومه کچه بد او ناوړه الفاظ لري ښایې بل څوک یې ورته ونلري. دا ډول قضاوت له ورایه ښکاري چې پداسې بې رحمۍ ترسره شوی دی لکه د کومو نارینه وو څخه چې ته سر ټکوې.
    4- پښتانه تر زیاته بریده پورې مسلمانان دي، داهم منم چې ځېنې یې ښایې تش په نامه مسلمان وې خو په عمومي توګه دوی دې ته چمتو نه بولم چې ستا د لیکنې سره سم د ګیډې د مړیدو لپاره دې خپلې ښځې بهر راوتلو ته زړه ښه کړي او پدې تړاو مو قضاوت د کوچیانو او پښتنو پزګرو په اړه ناوړه او بې ځایه بولم.
    په پای کې خپله ځوابي لیکنه خورې په دې سره را ټولم چې الله تعالی د زمونږ پښتنو نارینه وو ته د خپل دین او انساني بصیرت رڼا او حقیقت ورپه برخه کړي او زمونږ خویندو ته داسې حیا او عفت چې دواړه د الله تعالی له لارښوونو او پښتون پت سره سم ښکلی ټولنیز ژوند ولري. آمین ثم آمین
    شریف
    کابل – افغانستان

  3. گرانی بریشنا عمرخیل !

    مننه ستا له پراخ ادراک او نظرڅخه چی یو پند دې .
    ستا په خوله ، گوتو او قلم د برکت وی .
    ما اکثره په خپله پاڼه کشی بار بار دا ذکر کړ‎ي چی که یو نر تعلیم وکړ‎ي نو فقط یو فرد په جامعه کشی تعلیم یافته شی ، اما که یوه انجلۍ تعليم وکړ‎ي یو مکمل فامیل تعليم یافته شی .
    نه تنھا د راتلونکی نسل لپاره د یوی معلیمي مقام په کور او کوټه کشی لری بلکه د ھغه کور د نظم او نسق او بقا صحیح ترتیب وکړ‎ی او یو منظم چوکاټ جوړ‎ کړ‎ي .
    علت دادې چی نارينه په خپله په حقیقي معنی تعلیم ندي کړ‎ی .

ځواب ورکول Sharif ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *