دغه څیړنه ډیره زده کوونکو او محصلینو ته متوجه ده او خبرداری ورکوي که تاسو کافي خوب ونه کړئ نو درس ښه نه شئ حفظولی .

کله چې تاسو ویدیږئ مازغه هغه شیان چې تاسو د ورځې په اوږدو کې زده او یا حفظ کړي د خاطرو د حفظ له موقتي برخې دایمي برخې ته لیږدوي. په سویډن کې یوه نوې څیړنه ښيي که تاسو ښه خوب وکړئ یعنې له ټولې شپې نیماي په خوب کې تیره کړئ نو هرڅه به مو ښه په یاد پاتې وي.

ممکنه ده یوه شپه نا سم خوب پر حافظې چندانې اغیز ونه کړي خو دغه کم خوب ممکن له سټرس سره ملګری شي او دغه حالت پر حافظې ناسم اغییز کوي خو مزمنه بې خوبي پر بدن او دغه راز پر حافظې ناسم اغیز پریږدي.

د سویډن د اوپسال پوهنتون څیړاند کریستیان بنیډیکت او ملګري ېې یونټن سیډرسن دغه څیړنه ترسره کړې او باوري دي چې موږ ټول باید کافي خوب وکړو خو څوک چې زده کړه کوي دهغوي لپاره له کافي خوب پرته د درسونو زده کول سخته کیږي.

دوي وايي هغه کسان چې درس وايي یا غیر فزیکي کارونه کوي باید کافي خوب وکړي ځکه دغه کسان ډیر سټرس لري او که له سټرس سره بې خوبي هم ملګري شي نو حافظه له کاره لویږي.

دا خبره بیخي ثابته شوې چې خوب او حافظه له یو بل سره تړاو لري او کله چې سړی په ژور خوب ویده وي نو مازغه استراحت کوي او ډیر لږ ورته مزاحمت کیږي نو مازغه وخت پيدا کوي چې راټول شوي معلومات زخیره او حفظ کړي.

معلوات لومړی زموږ په موقتي حافظه کې ثبتیږي او کله چې سړی په ژور خوب ویده شي دغه معلومات له موقتي حاقظې دایمي حافظې ته انتقالیږي.

هغه کسان چې دایمي بې خوبي او مزمن سټرس لري تر ټولو کمزورې حافظه لري.

پر خوب سربیره ځینې خواړه هم د حافظې له کمزورتیا سره مرسته کوي ، خواږه، لکه کولچې ، بیسکیټ او دغه راز ساسچ او کلبسه هغه خوراکي مواد دي چې حافظه ورسره کمزوري کیداي شي.

پخوا هم دې ته ورته څیړنې شوي او ددې ښودنه کوي چې په ځوانۍ کې ښه خوب په زړښت کې له ښې حافظې سره مرسته کوي.

په امریکا کې هم یوه څیړنه د خوب او جنسي تمایل په هکله شوې وه او ثابته شوې وه چې کم خوب د میړه او ښځې ترمنځ په جنسي ژوند منفي اغیز لري، ځکه چې لږ خوب په نارینه وو کې د ټسټرون هورمون اغیزمنوي او دغه هورمون کم تولیدیږي .

تسټرون هورمون د جنسي ګروهني لپاره مهم هورمون دی او که په بدن کې کم شي جنسي ګروهنه ورسره کمیږي او بې خوبي د دغه هورمون اندازه له ۱۰ تر ۱۵ فیصدو را کمولی شي دا په داسې حال کې ده چې په طبیعي توګه هم ددغه هورمون اندازه د عمر په زیاتیدا سره کمیږي.

One thought on “خوب له حفظولو سره مرسته کوي/ ډاکټر سباوون”
  1. عزتمنده : د۱۳ کالو واقعیتونه مو په علمی ډول تحلیل کړیدی . ، تجارب او نتیجی مو ذکرکړیدی ، خو تر څو چی د۱۳ کلنی دوری داړه ماران خلع سلاح ،خلع قدرت او خلع عمل نشی دقانون حاکمیت ته غاړه نه ایږدی اوخپلو مذبوهانه اوبدنیت هلوځلوته به په پټه اوښکاره ادامه ورکړی تر څو اوبه خړی کړی پدی هیلی چی یوځل بیا دچوردپاره زمینه برابره شی اود تیری دوری چورپکی ورک شی نوتر هرڅه دمخه دملی وحدت دولت ته دالازمه ده چی دقانون حاکمیت ولوکه په یوه لویشت ځمکه کی وی تامین او تحکیم کړی دقانون حاکمیت ددوی دپاره دمنلو او زغملووړندی او نه هم دا قسم خوړونکی فرصت طلبه دباور دی دبلی خوا استعماری قدرتونو هم دافغانانو دپاره قوی نظام ندی خوښ ترڅو بیا دوی ته یاغی نشی نو دملی وحدت دولت خاصتا رهبری هیت ودی اصل ته هم ډیره توجه وکړی دعوامو خلکو یو متل دی چی (( دده په قسمونو باور مه کوه خپل کشت او مال ته ګوره )) ڼو ضرورده چی قانونمنده اداره جوړه ،غیرقانونی شخصی یا ګروپی سلاح دی ټوله ، ساتونکی اولرونکی دی عدالت ته وسپارل شی . نظامی ډوله ملیشه دی منحل شی اوپه امتحان شو باور پکارندی که باور په کوی نوکنترول یی هم باید وشی تر ځو دشخصی عمل دپاره موقع اوفر صت پلاس ورنشی . .

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *