په افغانستان کې د نوي نظام له راتګ سره په خوست کې هر اړخیز بدلونونه راغلي دي. خوستيو ځوانانو په علمي لحاظ تر بل هر وخت ډېره وده کړې ده، زرګونه کسان یې کور دننه په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې لوړې زدکړې کوي او په سلګونه نور یې له هېواده بهر په لوړو زدکړو بوخت دي. ښوونځي تر بل هر وخت ډېر شوي دي او د هلکانو تر څنګ نجونو هم زدکړو ته مخه کړې ده. د دې تر څنګ ډېری ځوانان په علمي، کلتوري او فرهنګي، سیاسي او نورو چارو بوخت دي، چې مختلف فرهنګي، ادبي، سیاسي او ټولنیز خوځښتونه یې رامنځ ته کړي دي. لنډه دا چې د دې ولایت تېر ته په کتو خوست بیخي زیات بدلون کړی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

خو د دې ټولو پرمختګونو او بدلونونو تر څنګ د خوستیو ځوانانو تر منځ پیدا کړل شوی نفاق لویه ستونزه ده، چې خوستي ځوانان او خوستوال ورسره مخامخ دي او که چیرې یې په وخت غم ونه خوړل شي خدای مه کړې د خوست لپاره به ستر سرخوږی جوړ کړي. د تېرو څو کلونو په ترڅ کې په پرله پسې ډول هڅه شوې او کیږي چې خوستي ځوانان وویشل شي او لا هم دې په دې موخه کار روان دی. دا کار پردي نه کوي بلکې خپل خوستوال یې کوي. هغه خوستوال، چې د همدې ځوانانو په اوږو تر لوړو مقامونو رسیدلي دي. دوی خوستي ځوانان په څو ډلو ویشلي دي، چې لاندې ورته کتنه کیږي:

لومړی: د ولسي جرګې ټاکنې په رانیږدې کیدو وې چې په خوست کې د د ځوانانو یووالي خوځښت رامنځ ته شو. خوستیو ځوانانو په پوره اخلاص منډې ترړې وکړې او دا خوځښت یې بریالی کړ، خو وروسته وروسته ځوانان وپوهیدل چې خبره چیرې ده. کله چې به کوم خوستی ځوان د خپلو مشکلاتو د حل لپاره کابل ته راغی او ښاغليو وکیلانو سره به یې ستونزه شریکه کړه نو د وکیلانو صاحبانو لومړۍ پوښتنه به د خوځښت، بنسټ او ځواک د غړیتوب د کارت په اړه وه. که چا به یاد کارت درلود وکیل به ورسره منډه ترړه کوله، خو پرته له هغه هیڅ. ډېری ځوانان د یوې معمولي ستونزې د حل لپاره تر حل مخکې د غړیتوب په کارت پسې له کابله تر خوسته استول شوي دي. د همدې خوځښت څخه په لسګونو خوستوال کابل ته د بورسونو لپاره واستول شول او له زیاتو مصارفو وروسته به ناهیلي کورونو ته ستانه شول. د بورسونو په شمول د وکیلانو او سناتورانو ډېری وعدې دروغ وختې او خوستي ځوانان دوکه شول. که څه هم څو څو واره یې د ځیني کسانو نومونه د رسنیو له لارې د سفیر، تجارتي سفیر، اتشې او په نورو لوړو پوسټونو باندې د مقررۍ لپاره اعلان کړل، خو په اصل کې یې پایله صفر وه. په دې ډول د ځینو با احساسه ځوانانو شخصیت وژنه وشوه او د هغوی اعتبار ته په ټولنه کې زیان ورسېده.

دویم یې هیواد پال ځواک و، چې هغه هم د خدای د رضا لپاره نه و رامنځته شوی. د دغه ځواک مؤسس د خپل مقام د ساتنې لپاره یو شمیر ځوانان په ځان پسې کړل. دوی د دغه ځواک د پیاوړتیا لپاره له نورو لارو کار واخیست. د کمپیوټر، انګلیسي ژبې او نورو علومو د زدکړې کورسونه یې دایر کړل، چې د داوطلبه ځوانانو به په کې تدریس کاوه. وروسته وروسته یې ټولنیز او سیاسي فعالیتونه پیل کړل او له پاک زړیو ځوانانو څخه یې د شخصي ګټو لپاره استفاده وکړه، خو سره له دې ځینو وکیلانو ته هیڅ خوستی ځوان د خپلو ستونزو د حل لپاره نه دی ورغلی ځکه ځینې وکیلان صاحبان دا وړې چارې نه ترسره کوي. هیواد پال ځواک د خوست ښاروالۍ سره د وسایطو مرسته وکړه خو دا وسایط یوازې د څو ورځو لپاره وو او د ښاروالۍ ملکیت ونه ګرځیدل، آن داسې هم ویل کیږي، چې دا وسایط د متون غونډۍ په لمنو کې د دری جریبه ځمکې د غصب لامل شول . تر دې ورهاخوا د ځوانانو څخه په مظاهرو، پګاړو ( اشرونو) او نورو چارو کې کار واخیستل شو او افرادو ته پرې کریډیټ جوړ شو.

پر دې برسېره په خوست کې دریم بنسټ هم رامنځ ته شو چې د ځوان فکر ټولنیز بنسټ نومیږي. یو شمیر ځوانان دلته هم بوخت شول. دوی هم د کورسونو لاره پسې ونیوله خو کمرنګه وه. تر دې بده یې لا دا، چې د یاد بنسټ بنسټګر او ورسره ملګري یې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د صندوقونو په ماتولو تورن شول او دا خبره رسنیزه هم شوه.

دغو درۍ واړو ډلو په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د مختلفو نوماندانو څخه ملاتړ کاوه او ځوانان یې په ډلو ویشلي وو. دوه کسان خو پکې داسې هم وو چې د یو کاندید څخه یې ملاتړ کاوه ولې په خپل منځ کې سره جوړ نه وو. یوه به په بازار کې اوازې ګډې کړې وې چې پلانی نوماند زما په بلنه خوست ته راځي، خو هغه بل به ورسته پسې نارې وهلې چې نه زما په بلنه راځي. همدوی وو چې د خوست رایې یې وویشلې او د ځوانان یې بې اتفاقه کړل، د یو بل پر ضد یې تحریک کړل او ډېریو خپل نیږدې ملګري خوابدي کړل. په دغو خوځښتونو او بنسټونو کې ځینې داسې کسان په کار ګمارل شوي دي ، چې ترک مسلک او خپل مسلک ته وفادار نه دي په دې مانا چې خپل مسلک یې پرېښی دي، چې دا ترک مسلک کسان خپله بقا په همدې بنسټونو کې ګوري او د تر یو او بل نوم لاندې ځوانان راټولوي او ترې استفاده کوي.

په خوست کې څلورمه ډله ځوانان د خوست د ځایې ادارې سره ولاړ دي او د هغوی د کړنو څخه ملاتړ کوي. په دغو ځوانانو هم تور دی چې والي ورته د کورونو ځمکې ورکړې دي او هر څه ورسره په پټو سترګو مني.

له بلې خوا په خوست کې د والي او وکیلانو تر منځ اختلافات پیدا شول او دا اختلافات هم د شخصي ګټو پر سر د اختلاف زیږنده وو، خو وروسته دواړه لوري په یوه معامله سره جوړ شول، چې خوستي ځوانان یې بیا هم د شخصي ګټو قرباني کړل. له هغې وروسته د وکیلانو او والي تر منځ اړیکې ښې شوې خو د ځینو پروژو او قراردادونو پر سر بېرته خرابې شوې او تر دې بریده ورسیدې چې د یو بل پر ضد یې په ښکاره ډول سنګرونه ونیول، چې په پایله کې یې خوست د ودانیزو او پراختیایي پرژو څخه بې برخې شو.

دې خوځښتونو، بنسټونواو ډلو په ټوله کې خوستي ځوانان یو پر بل بې باوره کړل او د دوی تر منځ یې نفاق ته لمن ووهله. اوس دغه څو ډلې ځوانان په غونډو، ناستو او ټولنیزو رسنیو کې د یو بل پر ضد پراخ منفي تبلیغات کوي او یو بل تخریبوي.

اوس نو د دې پوښتنو وخت دی، چې دې ټولو ډلو د ځوانانو او خوستوالو لپاره څه کړي دي؟ دوی د هغو دوه ویشتو کسانو د قربانۍ کوم حق ادا کړ، کوم چې د دوی په یو غږ لاریون ته راټول شول او شهیدان کړای شول؟ د شخصي ګټو لپاره په جوړ شوي لاریون کې د ټپي شویو یې کوم لاسنیوی وکړ؟ د دغو ډلو د ګټو لپاره د قرباني شویو ځوانانو کورنیو ته څه ورکړل شول؟ دوی د خوست لپاره څه کړي؟ د خوست کوم درد یې دوا کړی؟ او تر ټولو مهمه دا، چې بالاخره ځوانان ولې باید په دې ډلو کې ځای په ځای ، خو په خپلو کې سره وویشل شي؟

د یادو ډلو، بنسټونو او خوځښتونو د لاسته راوړنو او خدمتونو په اړه هیڅ هم نه وایم ځکه اصلیت یې ټولو ته لکه لمر روښان دی ، خو په ځوانانو غږ کوم، چې :
ځوانانو! که ستاسو ریښتنې موخه د ډلو او افرادو په ځای خوست او خوستوالو ته خدمت وي، نو بیا ولې باید د یو بل په وړاندې ودریږئ او هیواد د ابادۍ لپاره کارېدونکې انرژي د یو بل په تخریب او بربادی ولګوئ؟ هغه هم د یو څو ځان خوښو او قدرت طلبو لپاره.

راځئ چې نور په خپلو ځانونو پوه شو. د دې خوځښتونو، بنسټونو او ځواکونو له وړو دایرو راووزو او په ګډه د خپل کور لپاره په یووالي کار وکړو. نور په دا او هغه پسې و نه ګرځو. هغه کسان چې د دوه ویشتو بیګناه خوستیو د مرګ او په لسګونه د نور د ټپي کیدو باعث شول راټینګ کړو او پوښتنه ترې وکړو. خپله ټوله انرژي د خوست د خدمت په لار کې د یو بل پر ځواکمنولو ولګوو او په خوست کې د زدکړې لپاره کار وکړو. خوستیو ماشومانو لپاره د زدکړې فرصتونه برابر کړو او ولس مو په ځانګړي ډول د لرې پرتو سیمو ځوانان له کږو لار رواګرځوو. راځئ چې په تعلیم او زدکړه کې د یو بل سره سیالي وکړو.

د ودان او سمسور خوست او افغانستان په هیله

سیدالله حقمل

3 thoughts on “خوستي ځوانان چا ویشلي؟ سیدالله حقمل”
  1. ښه مطلب ده جو دوالی پر ډله لعنت څکه ویم چه چاپلوس بی غیرته او بی ننګه یو تعداد خوستی چه دبل مظلوم خوستی دبی عزتی مله یی ورسره تړلی وه نوره ډیر جالب اوپه زړه پوری مطالب دی.

  2. ليکنه په بشپړ ډول يو اړخيزه ده , د کافي معلوماتو په نه لرلو او دشخصي خفګان په اساس ليکلي , د يادو بنسټونو ترسره شوي خدمتونه له سره پکي شتون نلري ,البته منفي خواوي يي پر پټو سترګو ليکل شوي دي.
    بله موضوع په خوست کي د خاکمي مفسدي اداري خيانتونه د ليکوال په صفت هم ندي ياد شوي
    نو داسي ليکنه شته مشکلات او ځوانان نور هم پاشي

ځواب ورکول اباسين روان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *