خوست

دلته اوس همه وخت نشته چې تربرګانی به وي، د یتیم له حاله به څوک نه خبریده او نه به د ظالم نه چا پوښتنه کوله چې ولي د مظلوم پر وړندې ظلم کوي هغه خبرې هم پاې ته رسیدلي دي چې په یو او بل نوم به خلکو ته پیغور ورکول کیده چې ته خلقي یې ته اشرار یې او دې ته ورته نور نومونه اوس دلته ټول د یو افغان په نوم یادیږي، خوست مې د امن کور دی، خلک یې له تعلیم، سپور، ادب او هیواد سره ځانګړې مینه لري، د دولتي لیسو تر څنګ یو شمېر خصوصي لیسې او د شیخ زاید پوهنتون تر څنګ په خصوصي پوهنتونونه کې زرګونه محصلین او شاګردان په زده کړو بوخت دي، خوست مې دې ادب کور دی لسګونه ادبې ټولنې او ادبې بهیرونه خپل فعالیتونه کوي چې هره اونۍ ناستې، مشاعرې، کره کتنې او ادبې بنډرونه لري، دلته سپورټ هم ډېر پرمختګ کړی دی، همدا څو ورځې وړندې په خوست کې د (خپل وطن، ګل وطن) فوټبال سيالۍ ۴۱ ورځې وروسته پاى ته ورسېدې چې رسنیو او دولتي ادارو یې مالي ملاتړ کولو، په ډېره مینه پاې ته ورسیدې، چې هدف هغه هیوادوال وو چې په غیرې قانوني لارو بهرنیو هیوادونو ته په کاچاق ځي هغوی مخه نیول شوي وي، تر څو خپل کور، ولس او خپل هیواد ته ویاړونه راوړي دا اوس هم د د ولسوالیو تر منڅ د کرکټ سیالۍ روانې دي چې مالي ملاتړ یې یو خوستي ځوان انجینر هلمند هلمند په غاړه اخیستی دی،
شاعر او لیکلوال سید شینوری د خوست په اړه داسې وایې:

هلته خلك خپل ښار خپله پاك ساتي.

هلته ځوانان ډلې- ډلې د ښاري زرغونتيا كمپاينونه كوي.

هلته ۳۰ زره ځوانان له عربي هېوادونو مليونونه ګټه را استوي او كورنيو ته هوسا ژوند برابروي.

هلته د ولايتي شورا وكيلان په لرې پرتو ولسواليو كې كتابتونونه او كمپيوټر ليب خونې جوړوي.

هلته د شعر نوي نيالګي په خورا مستۍ مخ پر وده دي.

هلته خلك ټوپك كېږدي او ژوند كوي.

هلته د پاچا خان ځدراڼ په خوله څوك پياز نه خوري.

هلته بې سواده حكمينه حاجۍ هم له ولايتي شورا وويستل شوه.

هلته خلك د ژوند په معنا پوه شوي، هلته د خلكو په ذهنونو او زړونو كې د بدلون انګېزه په مستۍ او ټوپونو ده.

د كابل سرنوشت دا وار له همغه ځايه بدل شو….

خوست به د افغانستان دوبۍ شي.

ان شاء الله

One thought on “خوست مې ولي د ستایلو دی؟/ بریال”
  1. الله دې ټول پښتانه د هیواد په هر ګوټ کې چې دي همدسې راویښ او د پوهې په ګاڼه سمبال کي

ځواب ورکول mary luqmani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *