ډېری کسان په دې تمه شپې او ورځې سبا کوي چې څه وخت به یې خوشالي کورته کډه وروړي، له ځان سره وایي، که شتمن وای نو خوشاله ژوند به يې درلود یا دا چې که وزن يې لږ وای، ډېر به خوښ وو،… او همدې ته ورته نور ارمانونه. تر اوسه مو داسې يو څه په ذهن کې در ګرځېدلي؟
په حقيقت کې خوښ اوسېدل ډېر ساده او اسانه کار دی. له نن وروسته له ځان سره پرېکړه وکړئ چې خوشاله و اوسی. خو دا مه هېروئ، چې هېڅوک تل خوشاله نه شي اوسېدای. ژوند د خوښیو او خپګان ټولګه ده، ستاسو دنده يوازې دا ده چې د خپلې خوښۍ عوامل ومومی.
یو کس شته چې تاسو خوښ ساتلی شي، خو پوهېږی چې هغه کس څوک دی؟ تاسو په خپله!
زه غواړم يو بل راز هم درسره شریک کړم، هغه دا چې شتمني، ښکلا او ښه دنده چا ته خوشالي نه شي ور بښلی، که غواړی چې خوښ و اوسی نو خپله د خوښ اوسېدو هڅه وکړئ.
دلته هغه اووه عادتونه بيانوو چې خوشاله خلک يې لري. که دغه عادتونه خپل کړی، نو ډاډ درکوم چې د کور دروازې به مو هېڅکله د خوښيو پر مخ و نه تړل شي.
لومړی- کينه مه ساتئ
د خوښ اوسېدو یو راز دا دی چې بښنه وکړی. که له چا سره په زړه کې کينه ساتی، نو مانا يې دا ده چې په خپل ځان کې منفي احساساتو او غوسې ته روزنه ورکوی. هڅه وکړئ چې زړه مو له کینې پاک کړئ. بښنه کولای شي چې د بدمرغې کینې ځای ونیسي او په پایله کې ستاسو د خوښۍ لامل شي.
دويم- مهربانه اوسئ
مهرباني نه یوازې دا چې ډېر ښه عادت دی، بلکې د خوښۍ راز هم دی. کله چې پر نورو رحم او مهرباني کوی، مغز مو د (سروتوینین) په نوم هورمونونه تولیدوي چې په وسیله یې کولای شی له نورو سره ښه فکري اړیکه ټینګه کړی، په خپله شاوخوا کې د خوښۍ انرژي خپره کړی او په دې توګه هغو کسانو ته هم د خوښۍ احساس ورکړی چې ستاسو پر شاوخوا را ټول دي.
درېيم- ستونزې د پياوړتيا د ننګولو لپاره وکاروئ
که له ستونزو سره مخ کېږی، نو مورال مه بايلئ. کوښښ وکړئ ستونزې مو لاندې نه کړي او داسې وانګېرئ چې ستونزې مو د پیاوړتیا سبب کيږي. اورېدلي به مو وي، اوسپنه چې څومره ټکيږي، هغومره پخېږي.
څلورم- پر نعمتونو شکر وباسئ
هغه کسان چې پر نعمتونو شکر وباسي، تل له نورو څخه متفاوت ژوند لري او په ډېرې اسانۍ سره کولای شي له ستونزو ځان وباسي، مثبت احساسات لري او ډېر هغه څه ته چې په ذهن کې یې دي، ځان رسولای شي؛ ځکه دوی هره ورځ پر خپلو شتو شکر وباسي. که تاسو هم دا کار وکړئ، نو وبه ګوری چې د خوشالیو سېل در باندې را روان وي، کله مو چې دغه عادت خپل کړ پر یوه خوشاله، مثبت فکره او سالم انسان بدلېږی.
پنځم- هيلې لوړې ساتئ
کله چې لوی فکر کوی او هیلې لری، ډاډه اوسئ چې ضرور به خپلو موخو ته هم رسېږی. د وړو فکرونو پر ځای لوی فکرونه وکړئ، داسې مو ذهن پراخيږي او په اسانۍ سره کولای شی چې خپلو موخو ته ورسېږی.
شپږم- واړه فکرونه مه کوئ
که په وړو او بې ارزښته شیانو بوخت شی، نو انرژي مو بېځایه لګول کيږي. د دې پر ځای چې پر کوچنيو مسایلو ځان بوخت کړی، پر لویو، لوړو او ارزښت لرونکو شیانو فکر وکړئ. خوښ انسانان پر دې ښه پوهېږي چې څنګه له ستونزو څخه ځان وباسي.
اووم- نور په ښه نوم يادوئ
ځينې خلک عادت لري، چې تل د نورو غيبت وکړي، دوی خپل مجلل کور، په اوړي کې يخ او په ژمي کې ګرم دفتر، بهترين موټر او ژوند ته په پام ټول خلک له ځان سره پرتله کوي، له همدې امله د هغوی پر خلاف منفي تبليغات کوي. دوی نه پوهيږي چې دا کار داسې مانا لري لکه په منفي افکارو چې حمام کوي. بېځایه او بې منطقه فکر او خبرې د انسان وجود داسې پوښي چې مثبت ټکي ذهن ته د ورتګ لاره ونه مومي. تاسو ته سپارښتنه کيږي چې د نورو د غيبت پر ځای د هغوی ښه ياد کړئ، ويې ستايئ او بدې خبرې ورپسې مه کوئ.
ګران حمیدی وروره
خوشحال ږوند ولری چی شایسته لیکنی لیکی