تاند، شنبه،د میزان ۲۰مه: تاند ته په ولسي جرګه کې د شمال ټلوالې د څو غړو غږیز کلیپونه لاسته ورغلي دي چې ښيي، دغه وکیلان د کورنیو چارو امنیتي مرستیال جنرال خوشال سعادت د بچه فلم په نوم یادوي او پلان تړي چې نوموړی د شنبې یا دوشنبې په ورځ جرګې ته وغواړي او پر ولسمشر فشار راوړي چې له دندې یې لرې کړي.

خوشال سعادت له هغې ورځې راهیسې چې د سنبلې په ۱۸مه یې د مسعود وسله وال پلویان د خلکو د ازارولو او امنیتي سرتېرو د وژلو له کبله ځپلي دي، په شمال ټلواله، اجرائیه ریاست او په ولسي جرګه کې د ټلوالې د وکیلانو تر نښې لاندې دی.

ویل کېږي، سنبلې په اتلسمه د اوباشانو کاروانونه د ټلوالې د سیاستوالو لخوا پر حکومتونو د فشار لپاره تمویل او حمایت کېږي، خو سږ کال جنرال سادات دوی له غرمې وروسته په کورونو کې ایسار کړل او ۱۳۶ کسان یې ترې ونیول.

د خوشال سعادت پر ضد د لویې دسیسې دغه غږیز کلیپونه د ټلوالې د وکیلانو له وټس اپ ګروپ څخه را ایستل شوي دي.

تاند دغه کلیپونه په تحریري او غږیز ډول لوستونکو ته وړاندې کوي:

یو وکیل په وټس اپ ګروپ کې د شمال ټلوالې غړو ته داسې وايي: (( ګرانو وروڼو، دا باور وکړئ چې دا ټول کار د بچه فلم دی، دی زموږ پر وړاندې دومره عقده لري، بیا هم له تاسې غواړم چې وزیر ډېر مسکین دی، په والله که خبره هم کولی شي، دوشنبې ته باید بچه فلم (خوشال سادات) راوغواړو، بیا دې محترم وکیلان پر ما غږ وکړي چې زه له دغه بچه فلم سره په پارلمان کې څه کوم؟ دا سړی د د ملت د کور د ټولو بې اتفاقیو او بې عزتیو عامل دی.))

له دې وروسته بل وکیل بیا خپل نظر داسې وړاندې کوي: ((نن شپه د افغانستان د پارلمان په تاریخ کې یوه تاریخي جلسه کوو، که نن بریالي نشوئ، د دې دورې تر اخره به بدنامي په غاړه کې وړئ، هر څومره زور چې لرئ فشار راوړئ او امنیتي معین او نور ټول د هغه ملګري باید پرېنږدئ، که مو پریښودل له خپلې ابرو لاس ومینځئ، همدا راز ولسمشر هم مخاطب کړئ که مو دا سړی له دندې لرې نکړ نو د اساسي قانون د ۶۹مې مادې په اساس به ستاسې مخې ته ودرېږو.))

  (د ولسي جرګې ځينې غړي د کورنيو چارو وزارت د امنيتي مرستيال په خبرې کوي)

په ولسي جرګه کې د شمال ټلوالې یو بل غړی د ګروپ ملګري په باعزته او محترمو ملګرو یادوي او پیغام پرېږدي: (( زه مو تعقیبوم خو وروڼو بچه فلم درسره راونیسئ، ټوله بې ادبي او بې احترامي موږ ته د بچه فلم لخوا کېږي، زه چې ګورم تاسې بچه فلم نه دی راغوښتی، اصلن همغه بچه فلم ښکرونه لري، دا وزیر بې چاره خو هیڅ په درد نه خوړل کېږي، دا خو زموږ مړی دی، د ۳۴ ولایتونو د امنیت امرین یې تبدیل شوي دي، دا خبر ندی، امنیه قومندانان یې تبدیل شوي دي ، دی خبر نه دی، دا عاجزک پرېږدئ، بچه فلم راکش کړئ، همغه بچه فلم وايي چې زه د وکیلانو پروا نه لرم، بچه فلم د ملت کور ته په سپکه ګوري وايي دوی لا څوک دي؟ حتی موږ ته د غلو خطاب کوي.))

15 thoughts on “تاند خوشال سادات ته د ټلوالې د وکیلانو د دسیسې غږیز کلیپونه ترلاسه کړل”
  1. public peoples must come out to the streets and strongly support GENRAAL SAADAAT.if not.
    how you will control warlords.gunmans.
    senga kowlay show che da de melat qasabaan pa lar krow.

    qanoon bayed de toloo leparah yao shaan wee.
    mong goroo chee de toro sheeshoo laronky motor .drug aw zaan margy lah zaan sarah laree.

  2. دا شخړه د جنرال خوشال او پارلماني ځناورو ترمنځ نه ده. د مدنیت و بدویت، د قانونواکۍ و ټوپکواکۍ، د سړیتوب و سقاويتوب ترمنځ تاریخي مقابله ده.

    جنرال صایب! ملا دې ښه کلکه وتړه، تاریخ درشکه امتحان اخلي

  3. د دولت اصلي او اساسي دنده ده چې په ټولنه کې نظم او عدالت حاکم کړي. دهمدې مقصد لپاره ولس د خپل واک او صلاحیت یوه برخه د « دولت » په نوم یو سازمان ته ورکوي. دولت ته مالیه ورکوي ، عسکري خدمت کوي ، او ټول هغه کارونه په اختیاري ډول سرته رسوي چې د ټولنې د نظم او د دوی له ګټو نه دفاع وکړي.
    پارلمان او ملي شورا هم د همدې لپاره جوړ شویدي چې قوانین او اصول وضع کړی ، خو قوانین عام او پرټولو یو برابر د تطبیق وړ وي.
    که چېرته قوانین تطبیق نه شي ، دا به صرف د کاغذ پرمخ یو څو لیکې پاته شي . بنا د قوانینو د تطبیق لپاره اجراییه قوه او پولیس ، قضاییه قوه یعنې عدالت ته ضرورت شته .
    که زمونږ د ولسي جرګې وکیلان د پولیسو قانوني اجراآتو ته تسلیم نه شي او په خپل سر هر کار چې وغواړي وکړي ، بیا د طالبانو ، داعشیانو ، القاعده ، غلو ، اوباشانو ، لنډغرو او ولسي جرګې د وکیلانو ترمنځ کوم توپیر نه لیدل کيږی.

  4. دا وکیلان چی هم زورول شوي دی د شمال تلوالی د خلکو له خوا چی اوس په پولیسو کی دي دا کار شوی تر هغه چی په پارلمان کی زیات پلویان پیدا کري. دوی غواری مخکی اه دی چی د انتخاباتون نتایج اعلان شی محترم خوشحال سادت له دی پوسته لری کي تر سو بیا د نتایجو د اعلان د نه منلو په پلمه گدودي جوری کری. دا قصه د وکیلان د بی عزتي مسله بلکل نه ده. له خلکو نه هیله کوم چی ددی یو شمشیر شرمیدلو وکیلان اوزد محاله پلانونو ته توجه وکری.

  5. شما خو دزد هستید. خجالت بکشید چه دست آوردی در طول موجودیت تان در پارلمان داشته اید؟ شما مخصوصاً جمیعتی ها بدون دزدی، چور، غصب، جاسوسی و وطنفروشی چه کمال و صفتی دارید؟ از دزد بزرگ تان یعنی همان بچه سقو تا مسعود که پدرش دوست محمد دگروال که بنا بر رشوت و اختلاس در ولایت هرات در زمان داود خان از وظیفه طرد شد، شما خاینین در خدمت دشمن بوده اید. مرگ به شما

  6. خوشحال سادات یک شخص وطن دوست و تطبیق کننده قانون است .و اشخاص که خواهان برطرفی آن است اشخاص زورگو،دزد ،ولگرد و چپاولگر
    اند.اشخاص اند که مال مردم ودارایی ملت را چور و چپاول کرده اند پس مردم باید از اشخاص وطن دوست مانند خوشحال سادات حمایت کنند واز اشخاص خاین دوری نمایند و حمایت نکنند تا درکشور ما امنیت تامین گردد و در کشور ما قانون بالای همه یکسان تطبیق گردد وکشور ما پیشرفت نماید. خداوند برایت عمر طولانی بدهدکه خدمت مردم و کشور را انجام دهید.

  7. ښاغلي سادات ته ډیېرې هیلې شته. دی په تېرو ۱۸ کلونو کې لومړنی فوق العاده افغان جنرال دی چې په د لیډرشیپ تومنه پکې لیدل کېږي

  8. سلام ګرانو وطنوالو
    مونږ پس له ډیری مودی په کراره دمدنیت خواته روان شوی یو مه پریږدی چی دا حرکت ودریږی که څه هم ډیر پڅ وی مونږ په ولسی جرګه او مشرانو جرګه کی ډیر با احساسه وکیلان هم لرو ددی لنډه غرو او مافیایی کړیو مخه په اول سر کی باید په دی تقنینی مراجعو کی ونیول شی ملت ددوی له څیرو اوکړنو څخه نفرت لری او په ټول توان سره ددوی په وړاندی دریږی دوی باید بیاپرینږدو چی سر راپورته کی
    دیوه ودان او سرلوړی افغانستان په هیله

  9. این وکلا فاشیست به بهانه های شان فرزندان اصیل این سرزمین را تحمل کرده نمی تواند اینها تفاله های شر وفساد میباشد وکلا عزیز وطن دوست باید فریب این ماجرا جوها رانخورد خداوند اینها را انشاالله طوریکه در دنیا شرمانیدند در روز آخرت نیز شرمنده تاریخ خواهندنمود

  10. آفرین برسایت وزین تاند که این ویدیوی مستند راتهیه ونشر نمو د- حکومت باید طورعاجل به گاوهای انگشت شمار داخل طویله رسیدگی نماید وملت را از شر شاخهای این گاوهای وحشی برهاند – بلاخره تاکی

  11. محترم اسدلله،
    شخصآ با تبصره شما سد در سد هم نظر هستم ، ميخواهم ياداوري کنم که وظيفه هر وکيل با مسوليت و وطن دوست اين کشور است تا جلو اين ماجورويا را بيګيرند

  12. څرنګه چی ټول پوهیږی چی ۲۰۱۴ ټاکنو کی د عبدالله او اشرف غنی ترمینځ جنجال جوړ شو نو امنیتی معین ایوب سالنګی دنده درلوده چی ګلمرجان وکولای شول چی ټولی لاری بندی کړی او خلکو ته جنجال جوړ کړی
    نو زه چی اوس فکر کوم عبدالله بیا جنجال جوړولو لپاره پلان لری چی ددی جنرال په شتون هیڅ امکان نلری نو لنډغر کسان که هغه پارلمان کی دی یا اجراییه ریاست مشاورین کوښښ کوی دی قضیی ته لمنه ووهی ترڅو بیا د واک او قدرت د ویش لپاره په اشرف غنی فشار راوړی او حکومت یوڅه اندازه ونډه ورکړی چی بیا به موږ افغانان پنځه کاله په جنجال کی تیروو
    موږ افغانان باید د ټاکنو تر اعلان او وروسته له هغه بی طرفه ووسو ځکه هیڅ نوماند موږ ته کومه څوکی یا قدرت نه راکوی نو پکار هم نده چی دیوه صفت وکړو او د بل غیبت، کچیری عبدالله بد وو ولی اشرف غنی ځان سره یوځای کړ که ښه دی نو بیا موږ ولی د هغه په ضد خبری وکړو او بیا دلته زموږ یووالی او مجموعی او سرتاسری ورورولی ته زیان رسیږی

ځواب ورکول اسدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *