د تاریخ په اوږدو کې چې کومې افغانې ملالې د خپل ورور ملا تړلې ده، بری یې موندلی دی. که د میوند له ډګره یې را واخلو، تر نازو انا او داسې نورو پورې، بری حتما راغلی دی.

اوس وخت کې چې ګران وطن د څو لسيزو جګړې، سخت ځپلی دی، زخمونه یې ناسور شوي دي، د مهلم لپاره یې اړتیا ده چې خويندې غږ راپورته کړي او د وطن سوې چيغې کراري کړي. دا څه وخت د پښتون ژغورنې غونډې پر لر او بر کې پيل شوې دي، د خوښۍ ځای دادی، چې ددې د حق چيغې ته خويندې هم تر زلمو کمې نه دي. ټول پر یوه غيږ او پر یوه خوله د جګړې د پای ته رسيدلو چيغې وهي، ورځ پر ورځ دا لښکر زیاتېږي، د کابل له پرلت وروسته د هېواد په سويل هلمند ولایت کې د جګړې ضد چيغه اسمانونو ته هسکه شوه، د همدې چيغې پر دوېېمه ورځ د خويندو لښکر راووت او د طالب څخه یې د جګړې د پای ته رسيدا نارې ووهلې؛ او د وروڼو تر څنګ یې د پرلت خيمه ووهله.

خوښۍ دلته چې ځينې وختونو کې خويندې کولای شي، د هيواد ځينې برخليکونه چې غلط روان وي، ښه لوري ته سوق کړي. موږ پاس یادونه کړې ده، چې دا د حق غږ پخوا وختونو کې هم چې څنګه را جګ شوی دی او خويندې ور سره درېدلې دي، بری یې په برخه شوی دی.

ميوندي ملالۍ، د سنګر شازلمي د ماتې څخه وژغورل، نازو انا ميرويس بابا ته د ټول وطن د ساتنې لاره وښوده او همغه وو چې دواړو بری هم خپل کړ. اوس یو ځل بیا هغه وخت راغلی و چې خويندې د ورور ملا ور وتړي او د روانې افغان غميزه د ټول عمر لپاره غمه وخوړل شي. د هلمندۍ خويندو خبرې مې پر ټولنيزو رسنیو کې واورېدې، دوی په ډېره ميړانه سره ويل، چې تر هغه پ،رې به موږ خپلو کورنو ته لاړې نشو، تر څو چې موږ د افغان د وينې د درېدلو خبر نه وي رسيدلی، پر طالب او دولت دواړو یې نيوکې درلودې، رښتیا هم په چې کلیوالې سمې له یو څخه په پوره ډول نه دي امن، ځکه نيم واک د طالب دی، نيم د دولت، نو په همدې نيم نيم کې ولس د اور پر تبې باندې سوزي.

موږ به ورته څڼې په شړک واړوو ـــــــــــــــــــــــ   خدای خو دې د امن کاروان راولي

سوله، امن، سوکالي پر هر قميت چې راشي، ارزي. ځکه د ویې ورځې د امن ژوند، د څو کلونو د جګړې تر ژوند بهتر دی. د عام ولس هم پر دولت او طالب باندې دا غږ دی، چې نور د وينې تويدلو پر ځای د امن ګلان وکري، ځکه د سون توکي یې یوازې افغان دی. د سولې او امن کاروانونه دې شپو ورځو کې پر زیاتيدو دي، د ډېری وطنوالو هيلې را ژوندۍ شوې دي، چې که خير و، دا ځل د سولې مزه څکي.

اصل خبره داده، چې ښځه، خور او مور کمه مه ګڼئ، تعليم پرې وکړئ، مشوره ور سره وکړئ، مشورې ور کړئ، د ښه ژوند د کولو لاره ور زده کړئ، څومره حق چې زوی ته ور کوئ، همدغومره لور، خور او  مور ته ور کړئ. همدا خويندې دي، چې د تاريخ حساسې شيبې یې ښې خواته کش کړې دي. خويندې سمې وروزئ، چې نسل مو سم و روزل شي، خويندو سره مشوره وکړئ، چې بریاوو مو په برخه شي، خويندې در سره مل کړئ، چې د ورانې غميزې پای ومومئ، خويندې در سره مل کړئ، چې د حجرې کيسې مو د وطن د ابادۍ او سوکالۍ کيسې شي.

One thought on “خويندې راسره دي، بریالي کيږو | ذبیح الله ایمان”
  1. ایمان دې نصیب شه ایمان صاحب! ګټوره لیکنه ده۰
    زمونږپښتنۍ ښځې که ښونځئ هم ونه لري، یوسترښوونکئ لري، هغه ښوونکئ د دوی« ژوند» اود ژوندانه« تجربه» ده۰ زمونږ خویندې اوس په هرڅه پوهیږي چې څوک پدې دردیدلي ولس او په وطن مین دۍ، اوڅوک مفسد، غل، وطن پلورونکئ اوپردیپاله دۍ۰ مونږبه په هغه چا ولاړاوننګه کووچې زمونږ د امن ژوند، عزت، رنځ، لوږې او تندې غم ورسره وي، لکه چې د دوۍ له مونږ سره۰ سرلوړي دې وي د شملوخلک۰
    که په ځوانانوپوره نه شوه »ـ« ګرانه وطنه جونکۍ به دې ساتینه

ځواب ورکول خالده افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *