تاند، جمعه، د حوت ۲مه: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله چې د نهايي پایلو له منلو یې انکار او د یو همه شموله حکومت اعلان کړی دی اوس وايي ډېر ژر به خپله کابینه او د لوړې د مراسمو نېټه اعلان کړي.

د دې ډلې ویاند فریدون خوځون ویلي، د دوی په همه شموله حکومت کې به ټول قومونه، مهم کادرونه، ټول سیاسي لوري برخه ولري.

نوموړي ټینګار کړی چې راتلونکو دوه ورځو کې به د لوړې د مراسمو او نورو مواردو په اړه اعلان وکړي: (( په دې تړاو مو کمېټې هم جوړې کړې دي چې د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم چمتو کړي.))

خو بلخوا ولسمشر اشرف غني ګواښ کړی دی چې هیڅوک د افغانانو ملي بقا، اساسي قانون او جمهوریت نه شي انحلالولی.

هغه څو ورځې وړاندې همدا راز ویلي وو چې د ده په حکومت کې به ټول لوري برخه ولري او د فصل پر ځای به د وصل تګلاره باندې عمل وکړي.

2 thoughts on “خوځون: راتلونکو دوه ورځو کې د عبدالله د تحلیف مراسمو نېټه اعلانوو”
  1. دا غل او قاتل عبدالله اوس هم د هوای ډزو څخه کاراخلی او غواړی چی پدی غورپش بیا نمونئي اغا ونومول شی او بیا خپل فیشنی بیماری ته دوام ورکړی ، بلی افغانستان کښي غیرتی ملت د ۴۱ کالونو څخه زیات د تاسو مردودو کفارو له خوا کړیږی او تاسی بیا هم چیغی وهۍ چی نوموړۍ مکروب به همه شامل حکومت اعلان کړی او شخصیتونه لکه قاتلان دوستم ، خلیلی ، حقوقی ؟ ( د قتلونو حقوقی ) ، قانونی ، احمد ضیا مسعود او ورور ئي ، غل احدی او غل کرزای اوددوی په شان نور قاتلان او غله به شامل وی د بچة سقاؤ ، غلامو تنظیمونو او غلامو طالبانو وختونه اوس په تیریدو دی ، د ستا غوغاوو څخه به نتجه منفی او د ستا غوغا په وسیله لا نور هم تاسو دملت له خوا رټل کیږۍ !!!! که ۱۰ فیصده انسان وی نو باید پوه شی

  2. د عبدالله د ټیم نماینده د څو پیسو په مقابل کی دغه غیر قانونی او ملی منافعو ضد کمپاین نه جلوی او د عبدالله ټیم دی ددی عظیم ملت تاریخ یووار بیا د نظره تیر کړی ، روانی جنګ دی بس کړی ، دغه د مملکت د تجزیی کوم دروند مسءلیت یی چه په غاړه اخیستی دا ګز دا میدان چه وګورو
    دوی دغه شرمآوره طرحه څنګه عملی کوی ، ددی طرحی سره ددوی دجنګی تجارت سیاست د تاریخ کندی ته لویدونکی دی ، یاد شان باشد ، باز نګویند که نګفته باشم

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *