استاد شهسوار سنګروال

د خیبر وژنه او د ثور ۷ومه

د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند، د يوه واحد ګوند په توګه (خلق+پرچم) د نور محمد تره کي په کور کې د هغه ګوند د سېاسي بېرو غړيو غونډه درلوده…د غونډې په پاې کې ټول پاڅېدل،چې لاړ شي… د روانېدلو په وخت کې د ګوند د عمومي منشي يو څه په زړه شول ،بيا یی ټولوته غږ کړ او هغوې هم راتاو شول،نو ببرک کارمل ته مخ واړوه ، چې ملګري خيبرته ووايه…غواړو تاسو او ملګری امين سياسي بېرو ته پورته کړو.

کارمل لومړی بارق شفيعي خيبر ته ولېږه ،چې د امين لپاره د سياسي بيرو غړيتوب ونه منی…خيبر بيا بارق ته ووېل،اوس کارمل د تا په څېر د سېاسي بېرو يو غړی دی او تره کی د ګوند رهبر…بله ورځ ېې نوراحمدنور ور ولېږه ، هغه ته ېې هم ورته خبره وکړه ،ولې هغه ورته دمرګ ګواښ وکړ، که اصلاح نشې سر به وخورې.

د دې ګواښونو په لړ کې نوموړی ومړ، خو کله چې بدن ولټول شو، د وهلو نښې نښانې ېې په تن کې تر سترګو شوې…انګېرنې داسې وې چې دی لومړی ډبول شوی، وروسته د مطبعې څنګ کې غورځولی او بیا پرې ډزې شوي دي!؟

خو هغه مهال چې شوروي په افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل واک ته ورسېد «اناهیتاراتب زاده» د خیبر د وژنې په تړاو په ځغرده وويل: چې نوموړی د حفیظ الله امین له خوا له مینځه لاړ.

یو شمېر څېړونکي انګېري، چې امین او کارمل دوه نه پخولا کېدونکي دښمنان ول. دا رنګه خیبر هم له کارمل سره جوړ نه وو. غوربندی واېې«زه سلیمان لایق او بارق شفیعی د دې خبرې شاهدان یو، چې ببرک کارمل له ګواښ نه یو ډک پیغام میر اکبر خیبر ته واستوو، چې د نور احمد نور له خوا هغه ته واورول شو.»

غوربندي پدې ټکي ټینګار کړی، چې د دښمن، دښمن څوک له مینځه نه وړي. معنی دا چې امین د خیبر قاتل نه دی بلکې پدې وژنه کې د کارمل لاس وو.

که څه هم خیبر هغه مهال له کارمل سره نږدې شو، چې دواړه دکابل ولایت په زندان کې بندیان ول.

خیبر ته د خپلو ملګرو له خوا د استاد خطاب کېده، چې یو لامل يې دا ګڼل کېده، چې نوموړی د مارکس په اېډیالوژی سمبال وه. دویم لامل دا وو، کله چې دی د پولیسو د اکاډمۍ نه فارغ شو نو بیا همدلته ښوونکی وټاکل شو.

خیبر د شاه محمود د صدارت په مهال زنداني شو. دی لا خلاص شوی نه وو، چې ښځه یې له دوو ماشومانو سره ورکه شوه، چې وروسته یې د سلیمان لایق له خور سره واده وکړ.

دی په اصل کې د لوګر اوسیدونکی وه خو لوړې زده کړې یې په کابل کې سرته رسولې وې. دی د ژوند په وروستیو کې په زړو مکروريانو کې استوګن وه. نوموړی په (۱۹۷۸ ز کال) د اپرېل پر اولسمه (۱۷) نېټه مطبعې ته څېرمه د نا څرګندو کسانو له خوا ووژل شو.

د ده له وژنې نه ډېره سیاسي ګټه پورته شوه. لومړی د پرچمیانو او خلقیانو ګڼ شمېر غړو د خپلو رهبرانو په ګډون د ده په جنازه کې برخه واخسته. جنازه یې له زړو مکروریانو نه پورته شوه د امریکې د سفارت له مخې چې ګډون والو د مرګ نارې وهلې تېره کړه. دوئ له ارګ نه تېر شول او د «پل خشتي» په جومات کې د جنازې لمونځ وکړ او بیا د هغه مړی «شهدای صالحینو» کې خاورو ته وسپارل شو.

له ښخېدو وروسته لومړی نور محمد تره کی، چې د ګوند عمومي منشي وه وغږېد. ورپسې ببرک کارمل، چې د مرکزي کمېټې منشي وه انقلابي وینا وکړه او د محمد داود حکومت یې وګواښه او د خیبر پر مرګ یې تورن کړ.

محمد داود له یوې خوا له کورنیو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه، چې هم ښي اړخو او هم کیڼ اړخو ګواښه او له بلې خوا شوروي اتحاد د ده په وړاندې ودرېده. په ځانګړي ډول هغه مهال چې د افغان ولسمشر او برژنف ترمینځ لفظي شخړه وشوه، په پای کې دواړه غاړې یو پر بل بې باوره شوې.

چې څو لاملونه يې دا وو:

۱ـ شوروي ته له سفر نه وروسته محمد داود سپارښتنه وکړه، چې روسان باید خپل دېپلوماتیک غړي په سفارت کې لږ کړي، ځکه چې د یو شمېر غړو شتون موږ ته د ځغم وړ ندي.

۲ـ بل ځل یې وویل: په (۱۹۷۷ ز کال) د اکتوبر په میاشت کې، چې د شوروي اتحاد یوه ترانسپورتي الوتکه د افغانستان خاورې ته را ننوتې باید یو احتجاج لیک وروسپارل شي.

۳ـ د پلان د وزارت چارواکو شکایت وکړ، چې شورویان د اوه کلن اقتصادي پلان د تطبیق په تړاو په خپلو ژمنو کې ناغیړي کوي باید وپوهول شي.

۴ـ شورویانو د حکومت وړاندیزونو ته غاړه کېښنوده، په ځانګړي ډول حکومت وړاندیز کړی وه، چې د طبیعي ګاز بیه لوړه شي. د دې لپاره چې روسانو خپلې لمسونې له محمد داود نه پټې کړې وې ومنله، چې په سلو کې دېرش د ګاز بیه لوړه شي.

له یوې خوا دغه بېباوري او له بلې خوا د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند غبرګون محمد داود اړ شو، چې نور محمد تره کی، ببرک کارمل، ډاکتر شاه ولي، دستګیر پنجشېری، شرعي جوزجانی، ضمیر ساپی او حفیظ الله امین (چې وروسته ونیول شو) ونیسي او زندان ته ټېل وهي.

د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د مشرتا به نیول د سترو پېښو لړۍ وه، چې له همدې ځایه را پیل شوه …

د ماښام په تیاره کې، کله چې میر اکبر خیبر په مکرویانو کې دولتي مطبع ته مخامخ ووژل شو. په هماغه شپه د افغانستان د خ ـ د ـ ګ مرکزي کمېټې د نور محمد تره کي په کور کې غونډه وکړه، چې د خیبر د ښخولو دود او رسم د یوې تدارکي کمېټې له خوا د سیاسي موخو پر بنسټ تر سره شي.

د خیبر په جنازه کې او د هديرې پر ځای د ګوند رهبرانو د حکومت ضد شعارونه ورکړل او بیا یې توندې خبرې وکړې او په دولت یې تور پورې کړ، ګنې د خیبر په وژلو کې لاس لري.

د دوئ د دغو شعارونو پر وړاندې محمد داود سخت غبرګون وښود او د اپرېل د ۲۵ نېټې په ماښام یې د رادیو افغانستان له لارې اعلان وکړ، چې حکومت د ملي خاینانو یوه اوه کسیزه ډله ونیوله، چې نومونه یې دا دي:

نور محمد مشهور په تره کي، ببرک مشهور په کارمل، ډاکتر شاه ولي، دستګیر پنجشېري، عبدالحکیم شرعي جوزجاني، ډاکتر ضمیر ساپی او حفیظ الله امین( که څه هم دی وروسته ونیول شول).

د دوئ د نیولو په تړاو جمهور رئیس محمد داود د خیبر له ښخولو وروسته د عدلیې وزیر او لوی څارنوال وفی الله سمیعی د قانوني سلا او مشورې لپاره وغوښت او ترې وپوښتل، چې آیا موږ د دې حق لرو چې سرغړوونکي محاکمه کړو؟

څو ورځې وروسته ولسمشر ته سلا ورکړه شوه، چې د دوئ محاکمه قانوني جواز لري باید ونیول شي.

د افغانستان د خ ـ د ـ ګ مشران د ثور په پینځمه شپه د هغې پوځي او امنیتي شورا په سپارښتنه چې څارنه یې د کابل والي، د امنې عمومي قومندان او لوی څارنوال له خوا کيده ونیول شول.

«پدې تړاو په ارګ کې بېړنۍ غونډه وشوه، چې یاد کسان ونیسي. وفی الله سمیعی درې بجې له ارګ نه د عدلیې وزارت ته تیلفون وکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې د تفتیش رئیس کرام الدین خان، د څارنوالي د جرایمو د تعقیب پولیس فیض محمد فیضي، د لوی څارنوالۍ مرستیال عبدالهادي هدایت، د څارونوالي نایب «دلیل» او یو شمېر نورو ته دنده سپارل کېږي، چې کابل ولایت ته لاړ شي…

د ترافیک رئیس حفیظ الله خان او د چاردهي ولسوال محمد حسن بازداتو عملیاتي ډلو له یو شمېر ساتونکو سره یو ځاې ګمارل شوي وو، چې نور محمد تره کی او سلیمان لایق ونیسي. محمد عیسی چې د عبدالقدیر نورستاني د خور لېور وه ګمارل شوی وه، چې حفیظ الله امین ونیسي. خو نوموړی هغه شپه ونه نیول شو. عیسی د کابل د ښاروال د انجینر نورزاد ورور کېده. هغه وخت داسې انګېرل کېده، چې دی د ګوند غړی وه.

د اکبر نورستاني په قول د کورنیو چارو وزیر قدیر نورستاني له ګلخانۍ ماڼۍ نه د ورځې اوه بجې مخابرې ته په لیکه عیسی نورزاد ته ګواښ وکړ که هغه درنه ژوندی ووت تا ژوندی نه پرې ږدم.»

دا چې امین ولې د شپږو تنو سره یو ځای ونه نیول شو ښایي یو لامل یې دا وي، چې ده د خیبر په هدیره کې خبرې ونه کړې. وروسته چې سلیمان لایق او بارق شفیعی هم نیول کېږي، په دا سبا د ثور په شپږمه سهار وختي د حفیظ الله امین کور کلا بندېږي. دا هغه وخت دی، چې د امین زوی عبدالرحمن د نور محمد تره کي د بند خبر چې په همدې (د ثور په پینځمه) شپه نیول شوی وه. خپل پلار ته ورکوي.

ولې بنسټیزه خبره دا ده، چې حفیظ الله امین پدې پوهېده، چې د خیبر له جنازې وروسته ولسمشر محمد داود هرو مرو کوم عکس العمل ښیي نو ځکه یې د ګوند د مرکزي کمېټې د تېرې سپارښتنې له مخې که چېرې د «ګوند رهبران» نیول کېږي باید پوځي پاڅون وشي، د کودتا نقشه یې په زهن کې وه. دا چې پوهان حسن کاکړ د یوه تن غني ساپي له قوله کښلي دي چې:

«په نیمه شپه د شاه ولي له نیولو وروسته د حفیظ الله امین د نیولو لپاره خوشال مېنې ته ورسېدو. هغه چې کله خبر شو د ګوند نظامي تشکیل يې خپلې مېرمنې ته ورکړ… له قومندان غني نه یې دوه غوښتنې وکړې:

۱ـ پولیسان دې هغې کوټې ته نه ننوځي، چې ښځې او ماشومان پکې ویده دي .

۲ـ همدغه اوس بندي خانې ته بو نه تلل شي بلکې سبا تر ۸ بجو دې حاضر کړل شي: امین ته مې په خندا ووېلې د تا ټولې هیلې او غوښتنې مې ومنلې…» د نوموړي څرګندونې له مبالغې خالي ندي نو ځکه چې د نور محمد تره کي په اړه وایي:
«تره کي د ډوډۍ د نه خوړلو اعتصاب وکړ… ما ورته ووېل ولې ډوډۍ نه خورې؟ هغه وویل: د کورنیو چارو وزیر ته ووایه… موږ سیاسي بندیان یو موږ ته دوا، چپرکت او ښه خواړه… ساپي په تعجب وپوښته: تاسو چې د زیارکښو او د کارګرو د طبقې رهبر استی… د چرګانو او د ښکار غوښې درته څنګه تهیه کېږي؟ »

د نوموړي د چلن دغه توپير چې د ګوند له مشر سره یو ډول او د ګوند د مرکزي کمېټې له یوه عادي غړي سره بل ډول، د تامل وړ دی!؟ حال داچې غني پخپله د پرچم ډلې غړى وو.

په هر حال حفیظ الله امین د کودتا په کولو کې د ګوند د مرکزي کمېټې د نورو غړو په پرتله ټاکوونکی رول درلود. پدغه شپه کې چې لا امین نیول شوی ندی «د هغه د مېرمنې یو خپلوان چې سرمعلم عبدالغفور نومېده» د امین له خوا هغه ته دنده سپارل کېږي، چې د کابل ښاروالي ته لاړ شي، د ښاروالۍ مامور فقیر محمد فقیر ته ووایي، چې په بیړه د امین کورته ځان ورسوي.» نوموړی هغه شپه ځان د امین کورته رسوي او هغه ته د کودتا قومانده ورکوي.

دوئ لا په همدې خبرو کې دي، چې د ګوند یو بل غړی انجینر ظریف هم رسېږي. له هغې سره هم د کودتا په تړاو خبرې کوي.

د ګوند دواړه غړي د خپلو ګوندي اړیکو له مخې د امین له خوا د کودتا د سپارښتنې دستور نورو غړو ته رسوي. دا چې پولیس د حفیظ الله امین پر وړاندې ټينګ دريځ ونه نیوه. یا خو ښایي چې د حکومت چارواکي دومره کمزوري ول، چې د سیاسي پېښو سم جاج یې وانخستلى شو او یا یې د هېواد په پوځي ځواک، واک نه درلود او خپل باور یې له لاسه ورکړی وه.

بل لوري ته د حکومت سیالان او کودتاچیان دومره فعال او ډاډمن ول، چې ځانونه یې برلاسي ګڼل. ولې د کودتاچیانو بری او د حکومت د بې پروایي په لړکې څو لاملونه د پام وړ دي:

۱ـ کودتاچیانو د محمد داود په پینځه کلن واک کې د یوه منظم پلان له مخې ځانونه پیاوړي کړي ول او حکومت یې په لوی لاس د خلکو په مینځ کې د «دوستۍ» پنوم بې باوره کړ.

۲ـ د میوندوال په پېښې ترې ډېرو دوستانو مخ واړوه او دی یې دومره یوازې کړ، چې مخ به یې اړوه نو سترګې به یې د نستوړي په مار حسن شرق لګېدلې.

۳ـ محمد داود یو مغرور انسان وه تل یې پخپلې سپېڅلتیا ویاړ کاوه.

۴ـ د ټیم کمزوري او د وزیرانو خپل سري د ماتې یو بل ستر لامل وه.

۵ـ د دفاع او د کورنیو چارو وزیرانو ځانګړې بې کفایتي د پام وړ ګڼلی شو.

۶ـ دا خوانیانو «وسله وال بریدونه د کمونستانو» وده او پرمختګ او کودتا ته چمتووالۍ.

۷ـ بهرنۍ لاسوهنې، چې پاکستان او شوروي د ساري په توګه یادولی شو.

۸ـ د هېواد اقتصادي کمزورتیا، چې تل بهرنیو مرستو ته سترګې په لار وو.

۹ـ د شوروي په دوستۍ له سره غور کول او له لویدیزې نړۍ په سر کې امریکا سره د محمد داود د دوستۍ هوډ.

له ټولو موهمه دا، چې د دولت چارواکي د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د مشرانو برخلیک په تړاو پداسې حساسو شېبو کې په یوه خوله نه وو. «محمد داود خان پدې اند وو او ان عبدالقدیر نورستاني ته سپارښتنه کوې ، چې نیول شوي کسان ارګ کې وساتي، چې زموږ تر نظر او ګروت لاندې وي.

نورستاني ورته وویل: که چېرې دوئ په ارګ کې بندیان کړو، دا به د دوئ د شهرت لامل شي. پرېږدی چې دوئ د نورو جنایي مجرمینو په څېر د کابل ولایت په توقیف کې وساتل شي.»

دا اوددې په څېريوشمېرنورلا ملونه هم ول،چې په پآې کې د محمدداو د حکومت نسکور شو ا وپرځاې د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د ثورپه ۷ومه نېټه واک ته ورسېد.

2 thoughts on “خيبر چا وواژه، امين که کارمل؟| استاد شهسوار سنګروال”
  1. خیبر نه امین او نه هم کارمل وژلی خیبر دوه تنه دگلبدین حکمتیار له خوا گمارل شوی دطب محصلینو هریو خلیل او صمد کوچک له خوا ترور شو.

  2. سلام استاد
    وروسته له قبره راویستل او سالګرې څه ګته
    د میر اکبر خیبر د جنازی خلک یا به عبارت مظاهره چیا ن د صحت عامې د ودانۍ له مخې د تیرېدوپه حال کې ول چې زموږ د ڼړیوال روغتیایی سازمان سیمه ایزه سیمینار ( پاکستان ،ایران،سعودی،افغانستان )ترمنځ وه بای ته ورسید نو. زه هم له دوی سره د پښتو نستان وات پورې ملګری وم
    . ددوي شعا ر ، او هیاهو محتاط وه او به چتکی روان ول ترافیکی نظم یی مراعات کاوه او عامه خلکو ته خنډ نه ګرخیدل دا چي بیا ېې دګور به سر څه خاورې با دکړی اولافې وهلی نه پوهیږ م . خو اصلی ستونزه له بې کفایتته حکومت رابیل کیږی زه به په ډیره لنده توګه چې سیاست مدار اوتاریخ نویس نه یم خکه زما مسلک نه دی او هغه وخت زما عمر دسیاسی مسایلو اجازه نه را کوله تاسې سره دغه معلومات شریک کړم
    ارواښاد محمد داود خان یو با ناموس ، باتور ، مسلمان ، په خپل وطن مین ، مخلص،زړور او د غرور زعیم او رهبر وه به کمونستانو یې باور وکړاو دهغو په مرسته راغی خوژر یې له واکه کمزوری کړل اوخپله لاره یې بدله کړله. دداوړ خان سهو او خطا هغه مهال راڅرګند شوله کله چې په بیرحمانه توګه یې : ارواښاد محمدهاشم میوندوال ، ماما زرغون شاه، عارف رکشا او خان محمد خان په شهادت ورسول اوس حکومت دری قطبی بڼه لری
    ددفاع وزارت غلام حیدر رسولی وزیر وه دکورنیو چارو وزارت عبدالقدیر نورسنانی وزیر او دبهرنیو چارو وزارت عبدلالله دغه وزارتونه چې دهیواد او نظام ساتنو په برخو کې کلیدی حییثیت لری خو دلته دداود خان باور له ستر کمبودسره مخ کېږی بله سهوه ده
    کله چې دداودخان بهرنی سیاست له روسانو خړبړ کیږی نو حکومت به کاروه چې د کمونستان دفعالیت او حوزو مخه یې کلکه نیولې وای په حربی پوهنتون کې به ډاګه حکومت ته کنخل لیکل کیږی خو دولت ویده دی کله چې دادوخا ن اسلامی هیوادونو مخه کوی خو د کیجی بی محمد خان جلال دتجارت وزیر له ده سره سفر کی ملګری دی او تولی اجنداوې بیرته روسانو ته راپور ورکوی
    دکابل ولایتت امنیه قوماندان امنیه قوماندان میرګل یوې خواته بان او بلې خواته پړانګ کمونستان ورسره بندیان خو نه بوهیږی چې څه وکړ ی اصلا همدې بې کفایتې ادارې داودخان له ملت څخه دخیراو خیرت ترعنوان لاندې دېر لیرې او غافل وساته
    بله هغه ډله خلک ول چې د قدرت او مقام لپاره یی هری ابن الوقتی نه کار اخییست له برچمی سره پرچمی او له خلقی سره خلقی ول
    وایی: دشمن دا نا بلندت می کند
    برزمینت میزند نادان دوست
    دمحمدحسن باز منګل کورنۍ د کومک ، مشورې او خبرداری له بړاو دیر لیری وه تقریبا بیسواد وه نو ځکه داود خان اود کمونستانو دغو ماتو کاسو اوکبړیوته یوازې باتې شو او د ځینونورو سیاسی خلاوو له ا مله دوی ته زمینه برابره شوه
    له بده مر غه به دومره وخت کې دری شیان زموږ له فرهنګه ورک نه شول . لومړی لافې او پټاکې اوسیالۍ دوهم دقدرت او مقام لباره هره لوبه منو دریم بی اتفاقی دروغ او په هرڅه بوهیږو ښه ته ښه نه وایو اوبد ته بد نه وایو

ځواب ورکول ع.شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *