تاند- په پاکستان کې د بشري حقونو مخکښ مدافع او د عوامي نشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک وايي، د غزني په جګړې کې د وژل شویو پاکستانیانو مړي درګرده پاکستان ته وروړل کېږي.

افراسیاب خټک د غزني په جګړه کې د ګڼ شمېر پاکستاني اتباعو د وژل کېدو او نیول کېدو راپورونو ته په اشارې له پاکستاني چارواکو په دې برخه کې د توضیح غوښتنه وکړه.

ښاغلي خټک د غزني په حمله کې د پاکستان مداخله په ۱۹۸۹ م کال د جلال اباد د ناورین تکرار وباله، او ویې ویل چې پاکستاني چارواکي باید خپله پالیسي بدله کړي.

په ۱۹۸۹ م کال د پاکستان د وخت حکومت او پوځ افغان مجاهدین وهڅول چې پر جلال اباد ښار یرغل وکړي. په دې یرغل کې، چې پاکستاني پوځیانو هم ګډون درلود، د جګړې په دوالړو خواوو کې په زرګونو افغانان ووژل شول او زرګونه نور معیوبه شول.

پرون د افغانستان دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وویل چې د پاکستانیانو او چیچنیايانو په شمول بهرنیو سختدریځو د غزني په یرغل کې د طالبانو ملاتړ کړی دی.

تر دې وړاندې د غزني امنیه قوماندان هم ورته څرګندونې کړې وې.

جنرال بهرامي د دوشنبې په ورځ وویل چې په غزني کې ۱۹۴ تنه وسله وال سختدریځي وژل دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، نن د غزني ښار ارام دی، دوکانونه هم پرانیستل شوي خو د ښار مرکزي او اصلي تجارتي برخه سخته ویجاړه شوې ده.

طالبان د ښار شاوخوا سیمو ته تښتېدلي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې تعقیب یې کړي.

د ملګروملتو له اټکل سره سم پر غزني د طالبانو د یرغل په نتیجه کې لږترلږه ۴۰۰ تنه وژل شوي چې شاوخوا ۱۵۰ یې ملکیان دي.

3 thoughts on “خټک: له غزني څخه د پاکستانیانو مړي راوړل کېږي”
  1. KHATAK SAHIB SALAMONA MO QABOOL KREE/
    DEAR THIS IS ONE MORE PROOF FOR WORLD.
    WHY THIS DIRTY DEATH BODY BRING TO PAKISTAN FROM AFGHANISTAN.
    BECAUSE/BECAUSE /BECAUSE OF THEY WERE CAME IN FROM PAKISTAN TO AFGHANISTAN.
    KHEE CHAREE/MANANAH

  2. موردگاو طالبانو او د پاكستان كوس فروش حكومته.
    سره له دى چي شؤم نه لري شرميدل او مرداريدل مو له مأتي سره مبارك شه. ستاسو په ناموس يي در ومندم.

ځواب ورکول Fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *