عجبه کلي دي، خندا پکښي نسته . ناڅاپه يو ږغ راسي چي خندا خو غله يووړه . زه په غله پسي منډي کړم چي له خنداوو ډکه کڅوڼه يې اخيستي وي او خورا چسپ روان وي .
زه پټ په پسې سم او هغه په يو بل کلي ننوزي، چيري چي فضا رنګينه وي، خنداوي هري خواته د مرغانو په شان الوزي او داسي خوږې ناري يې وي چي سړي نشه کوي .
غل سم په يو ګودام ننوزي، چيري چي خورا ډېر سپين ږيري ناست وي چي د سترګو وريځي يې لا سپيني وي چي له پوهي ډک ښکاري .
دلته په سوو له خندا ډکي کڅوڼي په يو او بل پرتې وي . زه له دوي پوښتنه وکړم چي دا څه دي ؟
دوي وخاندي ، زموږ د کلي دپاره د راتلونکي زراو کالو دپاره خنداوي چي موږ يې له بېلو بېلو بې عقلو کلو راټولوو، ولي چي زر کاله دغه زموږ له کلي الوتي وې .
زه پوښتنه وکړم چي څنګه الوتي وې او چا الوزولي وې ؟
بوډاګان وخاندي او واي چي موږ خپل رازونه چاته نه وايو .
زه بيرته په منډه لمړي کلي ته راسم او له هغه سړي چي و ماته يې د غله حال راکړي وي ، پوښتنه وکړم چي په بل کلي کښي زر کاله څه وو .
هغه واي چي اول لاسونه راخلاص کړه ، ولي چي له کرکي يې په سپېرو خاورو کښي وغورزولم . زه زر زر لاسونه ورخلاص کړم چي شاته چا په رسۍ ورتړلي وي .
اوس هغه ګويان سي چي فضا وينې چي د خزان له پاڼو ډکه ده ، له ژړو پاڼو ، ګوره څنګه الوزي ، دا ولي ، په دې چي خندا نسته ، ولي نسته چي ټولو وګړو يو بل وژل ، دا دي اوس بد حاله دي او غل ولي بريالۍ سو چي ددوي پام نه وو ورته . پاته سو بل کلي ، نو هلته زر کاله هم داسي کيسه وه .
زه بيا وپوښتم چي دا هر څه ولي ، خلګ لېوني وو ؟
هغه په خاورو لړلي سړي واي چي د زرو او هوس دپاره او بل …..
بل څه ؟ زه زيات تلوسه ورته واخلم .
ولي چي زما په خله يې نه کول ، بلکه و يې تړلم .
وماته خندا راسي چي ته خټ کړ ، په خاورو سپېره ، په تا کښي کوم د سرو زرو وزر لګيدلي وو چي ستا په خله يې کړي وو .
اوس هغه وژاړي . دا څه ، زه چيغه کړم ، له حېرانتيا څو ګامه شاته سم او ګوټه په غاښ سم .
هغه يو دم له ځانه خاوره وڅنډي چي د کلي يو خورا زيات سپين ږيري وي .
پاي
جولاي کال 2016
د فاروق سرور کمال
علامتي افسانه ليکل په پښتو کښې په حقيقي معنو کښې د فاروق سرور کار دے څومره د کمال خبره ده چې څوک يوه خبره ونۀ کړي او ويې هم کړي خو د اکثرو ليکوالو نه په دې فن کښې کمزورۍ پاتې کېږي ولې فاروق سرور صېب له الله دا کمال ورکړے چې خپله مدعا د علامتو په ذريعه دومره په احسنه طريقه د قاري زړۀ او ذهن ته کوزوي چې قاري هېڅ قسمه تنده نۀ محسوسوي او يو خوصوصيت يې د تلميحاتي علاماتو راوړل دي