د افغانستان د یوه مشهور کیسه لیکوال په یوه کیسه کې مور خپل زوی ته وایي چې د سنځلو د ونو ماران د تورو الماسو غوندې سترګې لري، په بنیادم کوډي کوي.
موږ په افغانستان کې نه پوهیږو چې تور الماس څنګه وي او څه ډول اثر راباندې کوي. منظور دا چې د لیکوال په تجربه کې شامله تشبیه نه ده او که فرضا داسې وګڼو چې لیکوال تور الماس لیدلي دي، بیا هم مناسبه تشبیه ځکه نه ده چې په افغانستان کې کلیوالې میندې او اولادونه له تورو الماسو سره بلد نه دي. مور که وغواړي چې زوی ته د مار سترګې مجسمې کړي، په یوې بلې تشبیه پسې به ګرځي ، مثلا تورې مردکۍ به وریادوي.
نو لیکوال ولې تور الماس یاد کړي وو؟ یو علت یې دا دی چې لیکوال کتابونه لولي. په کتابونو کې د دنیا د مختلفو سیمو د خلکو د تجربو په اساس تشبیهات او تصویرونه وي. لیکوال وروسته بیا دا هیر کړي چې د ده د مخاطب لپاره دا تشبیه نااشنا او مصنوعي غوندې ښکاري.
یو وخت مې د هیواد د یو بل لیکوال په کیسه کې لوستي وو چې : د کابل سیند له خوا سړه وږمه رالټیدله. دا خبره هم د لیکوال تجربه نه بلکې د مطالعې اغیز ښکاري. په دري کې موږ سیند ته ( دریا ) وایو ، حال دا چې په ایران کې ( دریا) معمولا د بحیرې په معنا راځي. د بحیرو او بحرونو په غاړه سړه وږمه احساسولای شو او ایرانی لیکوال یا ژباړونکی چې له دریا څخه د سړې وږمې د راتلو ذکر کوي، سم وایي، مګر د کابل سیند په برخه کې دا تجربه سمه نه ده.
یو وخت ما په خپله یوه کیسه کې د کندز سیند اوبه نقره اي بللې وې. ډیر کلونه وروسته د کسپین سمندرګي د نقره رنګه اوبو په غاړه خپله تشبیه رایاده شوه او شک مې پکې وکړ چې هسې نه د کندز سیند اوبه مې د کتابونو تر اغیز لاندې نقره اي بللې وي. څو کاله پس چې وطن ته راغلم او په کندز سیند مې یو ځل بیا سترګې ولګېدې، اوبه یې خړې راښکاره شوې. البته، له هغه وروسته مې ډیر ځله د کندز سیند اوبو ته وکتل، اکثره وخت خړې او کله نا کله نقره اي وي. زما یقین دی چې ما د تجربې په بنیاد نه بلکې د یو مخکیني تصور له مخې نقره اي بللې وې او دا تصور مې په غالب ګومان له کتابونو اخیستی و.
د ښو کیسو او ښو شعرونو د لیکلو لپاره مطالعه ضروري ده. مطالعه نوي فکرونه راکوي، له نویو تخنیکونو سره مو بدلوي، سبک مو ورسره بشپړیږي او خیال مو ورسره غوړیږي، خو دا خطر هم پکې شته چې لیکنه رامصنوعي او ناسمه کړي.
ښه ليکنه
خو موږ کولای شو،چې د لويو سیندونو لپاره چې پراخې ولري، د سين وږمه وکاروو،ځکه هورې يې خلک محسوسوي.
ښه ليکنه
دا سمه ده، چې د کابل د سین لپاره د وږمې کارول مبالغه ښکاري، ځکه سور يې بېخي کم دی، خو د لويو سیندونو لکه کونړ او هلمند لپاره يې خلک کاروي، لکه د کونړ، امو يا هلمند لپاره او دا ځکه چې له هغوی محسوسېږي.