محمد محقق

پنځه ورځې د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر او د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د هېواد د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال، عبدالرشید دوستم، لیدو ته لاړ چې نوی له ترکیی څخه بېرته هېواد ته ستون شوی دی.
په دې سفر کې له محمد محقق سره، چې اوس د ثبات او همپالنې په ټاکنیز ټکټ کې، د ډاکټر عبدالله عبدالله دوهم مرستیال هم دی، د ولسي جرګې څو غړي هم شبرغان ته تللي وو.

محمد محقق په هغه غونډه کې چې هلته جوړه شوې وه، وویل چې ټاکنې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له واکه وتلی، قواعد او قوانین تر پښو لاندې شوي او کمیسیون هغه 137 زره رایي په سمو منلي چې مخکې قرنطین شوې وې.

محمد محقق له دې هم مخکې لاړ، د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو یې یو بې غیرته (!) او رشوت اخستونکی دیپلومات وباله او ادعا یی وکړه چې تادامیچی د افغانستان د دولت مامور دی، د ټاکنو کمیسیون د حکومت په امر کار کوي او ټاکنې عملاْ بحران ته تللي!
په غونډه کې جنرال دوستم هم ورته څرګندونې درلودې. ده د هغه پولیسو په هکله چی ممکن د رایو د بیا شمیر له پاره ، د ټاکنو کمیسیون له مامورینو سره مرسته وکړی، وویل چې که بیا په خلکو ډزې وکړي، وضعیت به د ډاکټر نجیب له وخته هم بد شي! جنرال همدا راز وویل چې ټاکنې باید رڼې وي او د ثبات او همپالنې له ټیم څخه یی وغوښتل چې د خلکو د رایو دفاع وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په تاریخ کې، د ټاکنو د کمیسیون او د ټاکنو د شکایاتو د اورېدو د کمیسیون غړي د سیاسي ګوندونو په خوښه ټاکل شوي دي. د دې خبرې مانا دا ده چې د دې دواړو کمیسیونونو محترم غړي، د ډاکټر غني د خوښې خلک نه؛ بلکه د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان او جنبش په ګډون، د ټولو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو توافقي خلک دي.

دوهمه خبره چې ډېره واضحه ده، دا ده چې د کال 1398 هـ ش ټاکنو وښوده چې نور نو د رایو پخوانیو بانکونو ماته خوړلې او له صحنې څخه څنډې ته شوي دي. اوس نو همغه (د نام رستم به ز رستم) خبره ډېره سمه ښکاري! په داسې یو هېواد کې چې 35 ملیونه نفوس لري، 17 – 18 ملیونه د رایو ورکولو وړ دي، 9.5 ملیونه کسانو نومونه ثبت کړي او بیا له دوو ملیونو څخه کم خلک یا د ټول نفوس 5.7% رایه ورکوي؛ نو ښاغلو محقق او دوستم دې دا ومني چې ډېره کاریزما نه ده ورپاته او د نورو تنظیمونو، سیاسي شخصیتونو او بهیرونو په ګډون یې، بشپړه ماته خوړلې ده!

دې ښاغلو به هرومرو ډاکټر عبدالله عبدالله ته سینې ډبولي وي چې میلونونه خلک به ټاکنیزه مراکزو ته وباسي؛ خو که چېرته د دوی ټیم له یو ملیون کمې رایي وړې وي؛ نو دا حضرات دې ومني چې یوازې 2.5% خلک یي پلویان دي او بس. دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده چې دا 2.5% هم یوازې په ډاکټر عبدالله عبدالله، محقق او دوستم پورې اړه نه لري؛ دلته نور ډېرې لونګۍ، پکولونه، نکټایي ګانې او ږیرې هم شته چې ځانونه د عبدالله په ټیم کې د رایو بانکونه بولي! حاجي دین محمد، حضرت علي، ملا قلم الدین، احدي، خلیلي، جمعیت اسلامي او صلاح الدین رباني خو هم یو څو رایي لري، که نه ټولې یوازې د دوستم او محقق دي؟

اوس چې د افغانستان له ولسمشریزه ټاکنو څخه څو پنځوس ورځې تېرېږي او ټوله نړۍ د دې ټاکنو لومړنیو پایلو ته په تمه ده، داسې تبصرې کېږي چې د ټاکنو کمیسیون د ارګ په خوښه کار کوي او د محقق په شان خلک حتی په هغه بهرنیانو هم تورونه لګوي چې د دوی د خوښې خلاف خبره وکړي! لکه چې ښاغلي محقق، د یوناما مشر د حکومت مستخدم او یو بی غیرته انسان وباله او وی ویل چې یاماموتو د افغانستان د خلکو په وړاندې درېدلی دی!! نه پوهېږم یاماموتو کومه خبره یا کار کړې چې محقق ته بې غیرته (!) ښکاره شوی؟ که فرضاْ یاماموتو ویلي وای چې عبدالله او محقق او دوستم بریالي خلک دي او د افغانستان له پاره منظمې طرحې لري او د ملیونونو خلکو رایي یې ګټلي، بیا به هم محقق، هغه یو بې غیرته انسان بللی وای!!

ظاهراٌ محقق او د ثبات ټیم ځکه یاماموتو ته په غوسه دي چې یوناما څو ورځې مخکې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې، مېرمن حوا علم نورستاني ته یو لیک استولی و او په هغه کې یې په کمیشنر مولانا محمدعبدالله ادعا کړې وه چې د کمیسیون د معلوماتو د مرکز مشر ښاغلی بصیرعلی ته یې قومي او مذهبي کنځلې کړي او هغه یې په مرګ ګواښلی.

دری ورځی مخکی، د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکټرعبدالله، محقق له شا څخه په چاړه وواهه او د افغانستان د خلکو له پاره یې، د ملګروملتونو او د هغوی د ځانګړي استازي خدمتونه وستایل. ده همدا راز وویل د خبرو په وخت کې باید ډېر پام وشي، هسی نه چې د افغانستان د خلک او نړیوالو ملګرو اړیکې سړې شي او په بهرنیو منابعو یې هم غږ وکړ چې د ټاکنو په اړه دې له احتیاط څخه ځکه کار واخلي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالو ملګرو اړیکو ته زیان ونه رسوي.
ډاکټر عبدالله ممکن د امریکا د سفیر جان باس هغه خبرو ته هم غیرمستقیمه اشاره کړی وي چې دوه ورځې مخکې یې ویلي و چې د افغانستان وسله وال پوځونه په ټاکنو کې بې پري او مسلکي دي. په داسې حال کې چې دا ټیم د ځینو شمالي ولایاتو په پولیسو نیوکه لري چې د رایو د بیا شمېرلو له پاره یې، د خلکو د حرکتونو(!) مخه نیولی. دوی هغه خپل ټیمي ملګري چې د رایو د بیا شمېرنې د مخنیوي له پاره یې ټاکنیز مراکز محاصره کړي، د افغانستان خلک بولي!

په پای کې دا ویل په کار دي چې که افغانستان امن و؛ نو ښاغلي محقق او دوستم او ټول خلک به خوندي وي او خپل ژوند به کوي؛ خو که وضع له کنتروله ووته او سیاسیونو د خپلو شخصي او تنظیمي ګټو له پاره، د هېواد ملي ګټو په پرتله خپلې ګټې درنې وبللې، بیا به همدوي اول تښتی. پخوانیو ترخو تجاربو ښودلې چې هغه کسان چې په افغانستان کې په امتیازاتو، قراردادونو، مناصبو، چور او غضب کې لومړي دي، په تیښته کې هم لومړي دي او ژر ایران، پاکستان، ترکیې، تاجکستان او ازبکستان ته تښتي!!

One thought on “خپله خوله هم کلا ده هم بلا! | احسان الله ارینزی”
  1. داسی ویل کیږی چی تیره ورځ په کابل کی د یوناما په موتر بمی چاودنه شوی کچیری طالبانو په غاړه وانخیسته نو لدی داسی ښکاری چی پدی کی هم د همدی ټاکنیزی ډلی لاس دی ځکه خو دوی یوناما کسانو باندی تل نیوکی کوی او کیدای شی دا یو ډول فشار وی او تیره ورځ امرالله صالح هم همدوی د ټیم د فاشل کیدو او دوی د ځینو رازونو نه پرده پورته کړه او ویل کچیری لاریون کیږی نو دوی د وسله والو کسانو به هم وی یعنی اوس سوله ایز لاریون څخه کار نه اخلی هرڅه په زور او د وسله لاری کار اخلی چی د شهید اونی په ورځ هم دوی دا ډول ګامونه پورته کړل

    کچیری امنیتی کسان د دوی ته نږدی جرمی او جنایی کړی تر څار لاندی ونه نیسی نو امکان شته چی د دوی دا ډول لاریون څخه د پاکستان آی ایس ای او سپاه پاسداران غلته ګټه پورته کړی او ولس پدی دیموکراتیک پروسه باندی بدګمانه کړی

    او ولس د تل لپاره لدی پروسی لنډون اعلان کړی ځکه چی د تاسی په وینا پدی ټاکنو کی ۲.۵ سلنه د نفوس د افغانستان برخه اخیستی چی نتیجی یی په یوه میاشت نه اعلانیږی او دا ټیم د ټاکنو کمیسیون ته ستونزی جوړوی او کچیری ۳۰ میلیون ولس پدی پروسه کی ګډون وکړی نو پایلی به یی څومره وخت ونیسی یعنی دوه کاله به یی نتیجه ونیسی یعنی موږ تر اوسه پدی ۱۸ کلن مالی ملاتړ سره سره پدی پروسه سهولت نه بلکی ستونزی پیدا کړی

    کچیری دا پروسه د ولس لپاره سرخوږی جوړوی نو بیا مهمه ده چی سرتاسری عفوه بین المللی اعلان او د ولس په خوښه او د ولس له مینځه د سولی پروسی لپاره لومړی اقدام وکړو ځکه چی د محقق او دوستم ټیم خپل د میخونو او قلعه جنګی او کابل په کنډواله بدلولو تاریخ هیر کړی او بیا هم کوښښ کوی چی په ولس باندی بل کړاو د پاکستان او امریکا او انګلیس په مشوره را مینځ ته کړی او دا کابل بیا دوهم ځل لپاره په کنډواله بدل کړی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *