د ټویترپاڼې ته لاړم خبرونه مې وکتل، په خبر کې د مصر دبهرنیو چارو وزیر په دې ټینګار کړی وه چې د محمد مرسي اعدام په اړه د پاکستان رسمي څرګندونې، د دوی د هیواد په کورنیو چارو کې مداخله ده.

له ځان سره مې وویل ولې د نورو په چارو کې مداخله! لکه چې لویه خبره مې کړې وه.

نور خبرونه مې له سترګو لا تیرشوي نه ول چې بل خبر، د کابل مظاهره د مُرسي د اعدام په اړه تر سترګو شول.

خو په اردن کې هیڅ خبره هم نه وه. نه چا مرسي یادوه، نه مظاهرې وشوې، نه د فیسبوک اردني ملګرې مې ورباندې وغږیدلې نه چا د فیسبوک پروفایلونه بدل کړي وو.

که څه هم پخوا اردن، سوریه، لبنان او فلسطین یوهیواد و یعنی د بلاد الشام په نوم یادیدل او ټول یوعرب، د یوې ژبې او یوېکورنۍ ول، خو نن اردنیان د فلسطین او سوریې مهاجرین زغملی نشي. ځکه هغوی په لږ مزد باندې کار کوي او اردنیان ورته په غوسه دي. وایي د دوی په راتګ نه یوازې دا چې موږ نه کاري فرصتونه له لاسه تللي بلکې د دوی په راتګ د کورونو او خونو کرایې هم قیمته شوي دي، د روغتون او ښوونځیو ګڼه ګوڼې خو لا په ځای پریږده.

کله چې افغانستان مې له اردن سره پرتله کاوه، د سمستر لومړۍ ورځ را په یاده شوه.

د اردن په پوهنتون کې مې لومړۍ ورځ وه. د پروګرام له خوا هر یو نوي نړیوال زده کوونکي ته یو اردني شخص د لارښوود استاد په ټوګه ټاکل شوی و. لارښوود استاد (مینتور) به زده کوونکیو ته لارښوونه کوله چې کومو ځایونو ته ولاړ شي او کومو ځایونو ته له تګ څخه ډډه وکړي. موږ یې جبل عمان ته، چې د اردن د هیواد یو د اوو غرونو څخه دی بوتلو. په لاره کې شا او خوا مشهوره ځایونه، د بیلابیلو توکو او همدا رنګه د کافي هټۍ (کافي شاپ) تر سترګو کیدې.

لارښوود استاد، هغې ټولګیوالې ته چې له پاکستانه راغلې وه، او زما ترڅنګ ولاړه وه، وویل: دا زما لومړی ځل دی چې له پاکستان اوافغانستان څخه زده کوونکي لرم، د پاکستان په اړه ډېره نه پوهیږم.

ټولګیواله: «اوه رښتیا! جالبه ده، د پاکستان اړوند په څه نه پوهیږې؟»

لارښوود استاد: «هو، معلومات نلرم. رښتیا، د پاکستان خلک ټول مسلمانان دي؟»

ټولګیواله: «اکثریت یې مسلمانان دي، خو ازادي لري، ځکه موږ د هند یوه برخه وو، نو ځکه خلک د اسلام ټول اصول نه مراعات کوي».

لارښوود استاد ما ته مخ راواړاوه، غوښتل یې څه ووایې.

ما وار ړومبی کړ، «د افغانستان په اړه به هم نه پوهیږې؟»

ــ هممم، رښتیا، د افغانستان په اړه هم هیڅ نه پوهیږم.

ــ رښتیا؟ هیڅ معلومات نلرې؟

ــ که رښتیا درته ووایم، خپلې ستونزې مودومره ډېرې دي چې د بل هیواد په اړه اصلا فکرهم نه کوو.

د دې خبرو په اوریدلو سره په فکر کې ډوبه شوم، چې ولې موږ افغانان د نورو له غمه مړه یو او پرته له دې نه چې پریوې موضوع باندې پوه شو، بې ځایه احساساتي کیږو او عکس العمل ښکاره کوو؟ حال دا چې د افغانستان ستونزې له ټولو هیوادونو څخه ډېرې دي. ایا له ټولو ستونزو سره سره، خدای مه کړه عقل مو هم له لاسه ورکړی؟

د غزې د پیښې په اړه ځینې افغانان د فلسطینیانو په اړه ډېر خواشیني بریښیدل. ځینو به یې په ښکاره چیغې وهلې ان تردې چې په لاریونونه یې وکړل او ځینې نورو به د فیسبوک پاڼه د الجزیرې او یا نورو رسنیو د خبریالانو په شان اپډیت ساتلې او په دې اړوند به یې نوي خبرونه خپرول.

په رښتیا چې د خواشینۍ خبره وه، ټوله نړۍ ورته خواشینې وه، خو دا په دې معنی نده چې ستا په کور کې دې اور بل وي او د کورنۍ غړي دې د مرګ په حالت کې وي، او ته هغوی تر پښو لاندې کوې او د ګاوندیو مرستې ته وردانګې. دوی یوه ورخ هم د جهالت، فقر او نورو ناخوالو په ضد، چې هیواد یې ورسره لاس او ګرېوان دی، او له امله یې ټول افغانان کړیږي، خپل غږ پورته نکړ او نه دوی د جهالت په ضد کوم لاریون وکړ او د علم غوښتنه یې وکړه.

تر ټولو په زړه پورې دا ده چې د عربو افغانستان په یاد هم ندی. د دوی خودخواهۍ، غرور، خودپسندۍ، او هوښیارۍ ته چې ګورم او خپل د هیواد پاک زړو خلکو ته چې ګورم، چې د عربو په هر درد دردیږي او په غم یې غمجن دي، ډېر راته جالبه بريښي. ای کشکی موږ کله دا فکر هم کړی وای چې ایا عرب او عرب شیخان څومره د افغانانو له غمه مړه دي؟ ایا هغوې کله هم خپل پروفایلونه ستا د وطن د غم لپاره تبدیل کړي دي او ستا د وطن په غم غمیدلي دي، او ستاسو په شان یې کله ستا د هیواد لپاره مظاهرې کړي دي؟ لکه چي افغانستان خپل ارمان ته ورسید او هیڅ غم نلړي چې نن ځینې د هغوې په غم غمجن شوي دي او د غم ګلیم یې غوړولی او نور ورته رابولي؟

عجیبه عدالت؟ په هماغه ځای کې مې د خپل هیواد په حال افسوس وکړ چې څومره موږ خودکشه او بیګانه پروره یو.ا

3 thoughts on “خپله ډېرې ستونزې لرو چې فکر پرې وکړو/ فرشته راسخ”
  1. بني آدم اعضاي يکديګرند
    که در آفرينش زيک گوهرند
    چو عضوي بدرد اورد روزګار
    دګر عضوها رانماند قرار
    تو کز محنت ديګران بيغمي
    نشايد که نامت نهند آدمي
    فرشتې خورې ليکنه مو د ولوسته خو ستا ليکنه د پاسني انساني مقولې مخالف محور باندي ليکل شوي . نو که ستاسو نه پوښتنه وشي چى دا شعر ولي د ملګرو ملتونو د وداني په وردي دروازه کاږلي شوى دى ځواب به مو څه وي ؟ سالم عقل خو وايي چي انسانان د يوې کورنۍ غړى دي.
    بنا هر چيرته چي ظلم کيږي انساني ټولني پوري اړى لري او انسانان يي په درولو مکلف بلل شوي.

  2. اغلې راسخ خور ښه تحلیل مو کړی دی ! که څه هم موږ داسلام دنګا ه څخه ماموریو چې دسختۍ په وخت کښې دبل مسلمان ومرستې ورودانګو !خونه په داسې حالاتو کښې چې موږ ازموږ ګران هیواد ورسره مخا مخ دی ! چې تا سې خورکۍ یې ښه بیلګه وړاندې کړې ده ! فلسطینیا ن په یوه ډول ترموږ ښه دی چې دیوه منصوصې کا فر(اسراءیل ) له لاسه څه شهیدان کیږې او کړیږې ! خوزموږ افغانانو و وینه تویولو ته چې ۲ په اصطلاح یوسنې حنېفې مذهبه او بل شیعه مذهبه مسلمانان ډیر خوشالیږې او هوسیږې ! الله ج دغه دواړه په خپل غضب اخته او خراب کړې سره ددوی دلاس پوڅو ! ستا سې لیکنه پرځای ده اواکثریت افغانان وروڼه به ستا سې خورکۍ دلیکنې سره ۱۰۰٪ موافق وې غیر دڅو کودکشه بیګانه پرستو څخه ! ۳۷ کلونه دغه تش په نا مه ۲ ګاونډیانو او دنړۍ سرکرده کفارو افغان درقا صو په ډول ورقصول ! االله دې وموږ ته عقل راکړې او الله ج دې موږ ته ته دالله لاره را وښیې چې دپیسو اوچوکۍ په مقا بل کشې نور نه خپل هیواد خراب کړو او نه دبیګا نه وو په امر اولار شو ونه خپل هیوال وال مړه کړو!

  3. Salamoonah aw shae hilaey;
    Firishta khor reshtya wayi, d` haghoy Urdoniy mentore pa da 30 kalono ki Afghanistan na khabara na va? da tsza raqam ” beni adem a`adzai-e yakdiger end!” da…( shahid wror bezaya nivakah karry!).
    Hamde a`rabo d` pakistan la tariqah d` tash pa namah jihad pa noom d` istexbarato aw raberano la khwa tszomra mosulman afghanan d` merg kandoo ta ghorzavliey aw la hem yi pa 50 raqama chal-wal nory stonzy djorravi!! Aya da ” chu odzv-e ba derd avered rozgar?”.pa ma`na dah??
    Zmakah hagha swaziey che oor pre bel vi. & Ghamjan zrrh pa qarar na vi!!. pa dranisht

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *