راځۍ له غازي امان الله خانه یې زده کړو!!!

د افغانستان ټول نجیب ملت ته د خپلواکۍ د۹۶کلیزي مبارکي وایم!

غازي امان الله خان دامیر حبیب الله خان زوی د امیر عبدالرحمن خان لمسی د امیر محمد افضل خان کړوسی و، د امیر دوست محمد خان کوسی او د سردار پاینده خان کودی دی. پاینده خان بیا د حاجي جمال خان بارکزي زوی و او د احمدشاه بابا په وخت کې تېر شوی دی.

غازي امان الله خان د ۱۲۷۱ل کال (۱۸۹۲زکال) د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د پغمان په دره زرگر کې د (طاق ظفر) په سېمه کې د ملکې سرور سلطان بېګم له لمنۍ څخه، چې لقب یې (سراج الخواتین)وو دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

د اعلیحضرت امان الله خان مور سرور سلطان بېګم د شاغاسي شېر دلخان لور وه، چې( د امیر شېرعلي خان د دربارشاغاسي وو) او د خوشدل خان بارکزي خور وه. دغه کورنۍ د هغه د دور له سترو خانانو څخه وه.

غازي امان الله خان لومړنۍ زده کړې په شاهي دربار او بیا یې نورې زده کړې په حربیه مدرسه(حربیه ښوونځي) کې ترسره کړې. نوموړي په پوځې زده کړو کې ځانکړی ښوونکی درلود، چې محمود سامي پاشاه نومیده. غازي امان الله خان د خپل پلار امیرحبیب الله خان په دربار کې خورا زیات محبوبیت او مینوال درلودل. کله به چې امیرحبیب الله خان په سفر تلی؛ نو له معمول سرسم به یې خپل مشران زامن په نوبت سره ځایناستي ګرځول؛ نو په همدې لړ کې، چې کله هم د غازي امان الله خان نوبت ورسېد؛ نو له درباریانو سره به یې خورا ښه چلند کاوه. په ځانګړې توګه له بندیانو سره به یې ډېره نرمي کوله او ان تردې کله به یې پټ لیده کاته هم ورسره کول. په پوځیانو به یې خاص فکر او پام کاوه، همدا لامل و چې کله غازي امان الله خان خپله پاچاهي اعلان کړه؛ نو پرته له کومې ستونزې یې ټولو درباریانو ملاتړ وکړ.

د اميرحبیب الله خان د پاچاهۍ په دوره کې لومړی نړېوال جنګ پيل شو. د جرمني او ترکېې د حکومتونو له خوا د اميرحبیب الله خان نه و غوښتل شوه، چې پدې جګړه کې د انګرېزانو پر ضد د دوی سره ملګری شي؛ خو اميرحبیب الله خان د دوی نمايندګان ښه و نازول او هغو ته يې خپله بې طرفۍ و ښودله.

دی هم د امير عبدالرحمن په شان د انګرېزانو د ګټو ساتونکی وو او د انګرېزانو له خوا حمايه کېدی . دا وخت په هېواد کې د خلکو سره مترقي فکرونه پېدا شوي وه او نه يې غوښتل چې نور د انګرېزانو تر حمايې لاندې ژوند و کړي او هم يې په افغانستان کې د دا ډول حکومت سره کوم چې امير حبيب الله خان يې په رهبري کې وو مخالفت درلود.

ځکه خو یوشمیر روڼ اندو ځوانانو د مشروطیت غورځنګ جوړ کړ، چې غازي امان الله خان د همدې غورځنګ په ټولو فعالیتونو کې بشپړه ونډه واخسته؛ خو امير حبیب الله خان غوښتل چې دغه د ترقۍ فکرونه په زور او زياتي د خلکو له مغزو څخه و باسي؛ نو په همدې اساس امیرحبیب الله خان د همدې غورځنګ ځیني غړي بندیان کړل.

له لنډې مودې وروسته امیرحبیب الله خان په ۱۳۹۸ل کال(په۲۰ دفبروري ١٩١٩ زېږدیزکال کې د خلکو له خوا د لغمان په كله ګوش چې په تفريحي سفر (دښکارپه موخه) تللی وو د خېمو په يوه کمپ کې په تومانچه ووېشت او ځای پر ځای ومړ.

د امیرحبیب الله خان د ژوند پر مهال د نوموړي زوی شاه امان الله خان د کابل والي وو، چې ددې ترڅنګ یې د کابل د پوځ اوخزانې مشري هم پرغاړه درلودله، چې دخپل پلار له مرګ وروسته غازي امان الله خان پاچا شو. د غازي امان الله خان له پاچاهۍ سره سم د غورځنګ بندي شوي غړي خلاص شول ترڅو د همدې روڼ اندو ځوانانو له پوهې څخه د هېواد په پرمختیا او جوړونه کې کار واخلې.

آمان الله خان پخپله لمړنۍ وينا کې خپل ولس ته درې خبرې وکړې:

اول: زه د افغانستان  ټولو خلکو ته دا اعلان کوم، چې ما دا تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود. زماغوښتنه ستاسو شريفو او پر آزادۍ له ميینو خلکو څخه داده، چې تاسو به پدې لاره کې زما ملا وتړۍ او مرسته به راسره کوئ .
دوېیم: زه به هرومرو د خپل پلار قاتلان پېداکوم.
درېيم:  د افغانستان په اوسني شاته پاته ټولنيز او اقتصادي  نظام کښې به نوي بنسټيز  او مثبت تغيرات راځي .

 

امان الله خان  دانگريزانو پر خلاف د کابل ښار اوسېدونکو او نورو افغانانو ته په جرگو او مرکو کښې  د انگريزانو  د شومو او استعماري موخو په هکله، چې غواړي زموږ پاکه خاور تر خپلې استعماري سلطې لاندي را ولي په وار وار تاريخي ويناوي کړې دي.

افغان ولس يې د خپلواکۍ د تر لاسه کولو په خاطر د انگريزانو پر خلاف مبارزې او سرښندني ته رابللي دي.  هغه د کابل د ښاريانو هغې لويي غونډي ته په خپله يوه وينا کې وويل : “زه ځان د خپل هېواد کورنی او بهرني استقلال  اعلا ن نوم.

وروسته له دې نه موږ  د نړۍ د نورو هېوادونو يو آزاد او خپلواک ملک يو ؛ هيچاته به په هيڅ ډول  دا حق او اجازه ورنکړو، چې زموږ په کورنيو او بهرنيو چارو کې لاس ووهي او يا مداخلې ته زړه ښه کړي او که بياڅوک ځان ته دا جرات ورکړي؛ سر به يې پدغه توره( له تېکې يې راوېستله) ورپرې کړم“.

مخ يې د انگليسانو سفير ته کړ چې پدغه غونډه کې ناست و؛ ور واړاوه. ترې ويې پوښتل: “ايا پوه شوې چې ما څه وويل ؟“

هغه په زياته وارخطايي او په آدب د سر په ټيټولو سره وويل: “بلي صاحب!  پوه شوم“.

‎  دا هغه وينا وه، چې د افغان ولس د غيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستله د هېواد لوي او واړه، ښځي او نارينه، په ميړانه او صداقت سره پر وطن او خپلواکۍ ميین افغانان د پاچا شاه آمان الله  شاته ودرېدل.

شاه امان الله خان ولېدل چې انگریزانو د افغانستان د رسمیت پېژندلو په اړه هغه لېک ته، چې له نورو خپلواکو هېوادونو سره د یوه خپلواک او کورواک هېواد په توگه برابرحقونه ولري، ځواب ندی ورکړی؛ نو د ۱۹۱۹ زکال د اپریل مېاشتې پر ۱۳ نېټې یې په هغې غونډې چې د انگلیس سفیر هم کې ناست وو وویل:

وروسته ځوان پاچا غازي امان الله خان د خپل هېواد دبرخلیک د ټاکلو لپاره له انگریز سره د جهاد ملا وتړله. د ځوان پاچا دغه نوښتگر غږ ته پر خپلواکۍ مین افغان مسلمان ولس په خوښۍ ځواب ورکړ او د خپلواکۍ تر لاسه کولو په لاره کې یې د سر او مال په قراني کولو او سرښندنې سره یې د هغه وخت د نړۍ له لوی ځواک(انگلیس) سره د جگړې چمتوالی ونیو .

دغازي امان الله خان دجهاد تراعلان یوه ورځ وروسته د کابل ښار په زرگونوښاریانو د حبیبې د ښوونځي له زده کوونکوسره یوځای د انگلیس د سفارت ترمخ لاریون وکړ اودانگلیس په وړاندې یې غږونه پورته کړل. شاه امان الله د انگلیسي ضد خپلواک سیاست اوتگلارې په راخپلولو ورځ په ورځ دوگړوپه زړونو کې دروندځای وموند او ددغه گرانښت له امله ده چې هغه دهېواد دسیاسي خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په لاره کې دافغان ولس دسترې جگړې اعلان وکړ اود افغانستان زړور ولس یې له پیژندل شوي دښمن یعني انگلیس سره دخپلواکۍ دژغورنې دریمې جگړې ته راوباله.
دافغانستان هېوادپالو خلکو د ځوان پاچا دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه او د ۱۹۱۹ز کال د مې د مېاشتې تر ۳ نېټې پورې یو ۶۰ زریز ځواک جوړسو.دغه ځواک دهېواد له گڼ شمیرتوکمونوڅخه جوړ وو هغوی د ورورۍ او خپلواکۍ غوښتنې په گډواحساساتو له خپلو زَړو وسلوسره چې دانگلیس په دویمې جگړې کې یې ترلاسه کړې وې جگړې ته ملا وتړله. ناروزل شوی ۴۰۰۰ زریز توپچې ځواک له خپلو زَړو وسلواو ډیرو لږو تجهیزاتو سره له دغه کوشني پوځ سره ملگری وو. خو دښمن څه وکړل؟ دښمن ددغه کوشني ناروزل شوي پوځ پروړاندې لومړی ۳۲۰ زره او وروسته یې ۷۵۰ زره روزل شوي سرتیري او افسران چې له  ۱۸۵ تر۴۵۰ زرو باروړنکې څاروي هم ورسره وو اوپرهغوی یې خپلې وسلې ایښودلې وې او له سلگونو جنگي الوتکوسره له افغانستان سره دجگړې په موخه دافغانستان سویلي اود سویل لوېدیځو کرښو پرمخ يې راوخوځول.

دافغانستان پوځي اوزار او د پوځ جنگي مهماتو د بریتانېې له وسلو سره چې په پرمختللو وسلو اوجنگي الوتکوسمبال وو په هېڅ راز برابروالی نه درلود خو له دغه څرگندپوځي کمښت او نابرابروالي سره سره د افغانستان پوځ د ناتارگرو تیري کوونکو په وړاندې له ځانه اتلواله مقاومت څرگند کړ

وگوره د غازي اعلیحضرت شاه امان الله خان د سپیڅلې هېوادپالنې اویوژبې مشرۍ ترسیوري لاندې دافغانستان سیاسي خپلواکې ترلاسه شوه او یوځل بیاافغانستان خپل له لاسه تللی نوم او پرتم ترلاسه کړاو د نړۍ د خپلواکوهېوادونو په کتارکې ودرېد(د ۱۲۹۸ل کال د زمري د مېاشتې ۲۸ چې د ۱۹۱۹ ز کال د اگست د مېاشتې له اتلسمې سرسمون خوري)، او له دغې ورځې وروسته افغانانو داگست ۱۸ چې د زمري د مېاشتې ۲۸ کیږي دهېواد د خپلواکۍ د بیاترلاسه کولو ولسي ورځ وبلله

روڼ اندی اوپرمختگپال پاچا له ټولوسکالو مخکې د افغانستان د ملي یووالي د بنسټ ټینگولو ته پام را واړاوه اودغه ولسي یووالی یې په ډیرې پوهې د وگړو د برابرو حقونو پربنسټ د قانون په هېنداره کې ،په خوځښت راوست. له دغو بدلونونوڅخه یواړین بدلون د دولت د ټولنیزو سمونو د لومړۍ لړۍ،د اساسي قانون یا دافغانستان د دولت د اساسي نظام ليک د اډانې وړاندیز او منل وو چې په (۱۳۱۰ل ل )کال د ننگرهار په( ۸۷۲ )کسیزې لویې جرگه کې ،چې په خپله پاچا یې مشري کوله تر خبرواترو لاندې ونېوه او بیا ومنل شو چې په دې سره افغانستان په څو زره کلن تأریخ کې د لومړي ځل لپاره د انساني حقونوپربنسټ ولاړ د یوه اساسي قانون څښتن شو. دغه قانون چې په( ۷۳) مادوکې سمبال او منل شوی وو په خپلوټولو څپرکو کې یې د : برابرۍ پربنسټ شخصي آزادي، د مرییتوپ پرړنگونې، درَسَنیو،کار، ورهنگړتوب(کسب) اوزده کړې پرآزادۍ ،د استوگنې پرخوندیتوب، د شتمنیو د مصادرې پرمنع کولو،د بیگاراوغیرقانوني ځورونو په له منځه وړلو اونورو… کې غبرگون موندلی وو.چې (۹، ۱۰، ۲۲، ۲۴ مادې) ددغوښېگڼوترڅنگ په شپاړلسمې مادې کې راغلي وو چې : (دافغانستان ټول وگړي دشریعت اوقانون له مخې له برابروحقونو او پازوالي یا’مسوؤلیت’ څخه برخمن دي). داساسي قانون ۱۱ مادې حکم کاوه :(په افغانستان کې دمرییتوب ټول بنسټونه بند دي) دهمدغې مادې پربنسټ دکابل په ښارکې څه ناڅه اوه سوه ،هزاره مرییان او کنېزانې دهغوی دخانواکو له منگولو اوکورونو څخه خپلواک شول. له دغه ځایه ده چې هزاره وگړي دهربل توکم په پرتله دشاه امان الله په ملاتړ راپورته سول او ترهرچا زیات د سقاوي رژیم دتورو اوبلونسې ‘غضب’ په تورتم کې وزبېښل شول.

د هېواد نامتو تأریخ لېکونکی ارواښاد غبارمني چې ددغو قانوني موادو روح دا وه چې په عملي ډول پلي کېدل او د درغلنې له ککړوالي، ځان ښودنې او چل څخه پاک وو.د بېلگې په ډول مذهبي لمانځنې اودودونه او د امامېه مذهب دلارویانو تکېه گانې آزادې شولې. د کندهار، غزني ، جلال آباد او د کابل د پوهنې په ټولنه کې دافغانستان د هندوانو یویو ټاکل شوي استازي ته ځای ورکړل شو چې په اداري چاروکې د برخې څښتنان شول اود هندوانو له پگړیو د ژیړرنگ خنډ او د هغوی د جزیې د پاتې پیسو برخه (د شاه امان الله خان د ۱۲۹۹ ل.ل (۱۹۲۰ز) کال د فرمان له مخې) لېرې شو. او د هندوانوماشومان په ملکې اوپوځي ښوونځیو (د حبیې او حربیې لیسې) کې ومنل شول او نور د توکم، ژبې، مذهب، ټبر او ډلې له مخې، نژاد پالنې اوتوپیرپالنې ته ځای نه وو،دمحمدزیو پرپله پسې (مستمري) اوټبرنی وړیا تنخوا او د خانانو اوملایانو مخواکۍ (امتیاز) ته د پای ټکې کښېښودل شو او ولس په حقونوکې له یو بل سره برابر وگڼل شو.

د دنمارکې پوه استااولسن په وینا: د افغانستان په اساسي قانون کې د افغانستان وگړو ته هغه حقونه ورکړل شوي وو چې کټ مټ د لوېدېځو لیبرالو هېوادونو په قانونوکې وو. د(افغان) ولسي اوملي پیژاند یاهویت د برابرو حقونو د خوندي کولو له لارې د هېواد ټولو وگړو ته ورکول کېده.د افغانستان په ټولنه کې اساسي قانون یو انقلاب وو، او دغه قانون نه یوازې د هېوادوالو پرمدني حقونو د منښتې گوته ایښودله، د دولت چلونکی ځواک یې سمبالاوه او د کابینې پازوالي یې روښانوله بلکه د پاچا واک یې رالنډاوه او د(۷) مادې پربنسټ دپاچا واک یې د قانون ترسیوري لاندې راوست او په افغانستان کې دیواړخیزې دودیزې شخصي ناتارگرې واکمني پرځواک یې د پای ټکی کښېښود.

کله چې شاه امان الله په دندو کې د قانون پلي کولو ته ملا وتړله دهغه پروړاندې د دښمنیو اودمخالفت د ټغر لمنه پراخه شوه. هغه څه چې پاچا نه منل د خپلوانو او نورو مخورو اغیزمنو کسانو د ملاتړ اومکلفیت بنسټ وو.دلته ده چې کله پاچا د محمدزیو د کورنۍ اونوروخانانو او اغیزمنو روحانیونو وړیا تنخوا یا مستمرې له منځه یووړه، یاکله چې د خپلومورَنیو خپلوانو د زنداني کولو امربه یې ورکاوه معنا یې داه وه چې خلکو ته څرگنده کړي چې ټول وگړي د قانون په وړاندې یوبرابر دي اوهېڅ چاته تربل لومړیتوب نه ورکول کیږي اوهرڅوک چې د قانون له اډانې پښه وغځوي نود قانون پربنسټ به جزاء ویني خو د پاچا دغه چال چلند لږترلږه د ستاینې او درناوي وړ یوغبرگون را ونه پاراوه او له ټبرنیو- توکمیزو دودونو څخه په وتلومحکوم وگڼل شو.
شاه امان الله خان دولس یاملت ملي یووالي ته لومړیتوب ورکاوه اوکله به یې چې دملي یووالي خبرې کولې نوهېڅکله به یې خپلې ولولې اواساسات نشوای پټولای.

په( ۱۳۴۰ ل.ل) کال کې د کندهار د سفرپه ترڅ کې د لړم د میاشتې اوومه د جمعي په ورځ د جمعی له لمانځه وروسته چې پرخپل امامت یې لمونځ اداء کړ د خرقې مبارکې په جومات کې د لمانځه د خطبې په ترڅ کې د ملت د یووالي په اړه یې ډیرې خبرې وکړې اود خبرو په یوې برخه کې وویل(هرڅوک چې په افغانستان کې ژوند کوي ،پرته له توپيره ورته افغان ویل کیږي. بیا نو دراني ، غلجي اواڅکزي او اوپره څه معنا لري؟). پاچا د (اوپره)د وییکې کارونه دهغو توکمونو اوټبرونو لپاره چې گڼې بې خوځښته او بې سره دي ،ناجایزه اوسپکاوی وگاڼه او کارَونه یې په ټېنگه منع کړه او دغه ټول توپیرونه اوتوپیرپالنه یې د دښمن په لاس کې ترټوله ښه وسله وبلله او ویې ویل:(زموږ د ښمانانو زموږپه منځ کې له دغه تاوتریخوالي څخه ډیره گټه پورته کړې. آه ! چې خپل مټ یې په خپل لاس راڅخه بیل کړی! دړې وړې یې کړو ،ټوټې ټوټې یې کړو اوزموږټول ځواک یې را وزبېښه. په دغه ځای کې د امیر له سترگو اوښکې راوبهېدلې)
شاه امان الله دملي یووالي په اړه
د کندهاروگړوته په خپلې یوې بلې وېنا کې وویل:(هندو، هزاره، شیعه، سني، احمدزي، پوپلزي نه لرو، ټول یو ملت یو او هغه هم افغان. ماته ټول افغانان وروڼه دي.

د خپلواکۍ اوملي یووالي د ساتنې او له خرافاتو څخه د ډه ډه کولو په اړه، وگړوته داعلیحضرت امان الله خان لارښوونې ډیرې اوچتې اوله لوړې پوهې برخمنې خبرې وې.

اروپاته د سفرپه موخه د بهرنیوچارود وزارت د ستور په ماڼۍ کې د ولس د گڼو پاړکو یا طبقو ترمخ د خدای په امانۍ په وخت یې وویل:بهرته زماسفر یوازې ستاسو په گټه دی اوبس، که رانغلم په یادولرﺉ چې د هېوادساتنه وکړﺉ اویو یوموټي ملت اوسـﺊ. دیوه ناتارگر پاچا تر سیوري ژوند ونه کړﺉ.زمالارښوونو ته ښه غوږونیسـﺊ اوپه خرافاتو گروهن مه اوسـﺊ، ځکه یوشمیر ناپوهه ملایانو له دین څخه یو ځنځیر جوړکړی او ستاسو پر غاړه یې دراچولی ، تاسو ته ناسمې لارښوونې کوي او تاسوپه غولونه لمسوي، دخدای اوپیغمبر (ص) له امراولارښوونو سره سم چلند وکړﺉ. هغه څه چې ملایان وایي پرې باور مه کوﺉ. د ښځو پروړاندې له زغم اوزړه سواندۍ څخه کار واخلـﺊ، تاسوټول دیوه هېواد بچیان یاست اوله یو بل سره وروڼه اوسـﺊ. ښځې ستاسو په شان حق لري اوانسانانې دي. له یوې ښځې پورته بله ښځه مه کوﺉ اوماشومان مو ښوونځیو ته ولیږﺉ اوخپله شتمني دخپلوماشومانو دښوونې او روزنې په لاره کې ولگوﺉ.

د اماني حکومت دټولنیزو سماونو یا اصلاحاتو دویمه لړۍ هېواد ته د شاه له اوږده سفره وروسته پیل شوه. کله چې شاه د اروپا دپیاوړو چارواکو له چال چلند اود لوېدېځ د تخنیک اوفرهنگ وده په ځانگړې توگه په ایران کې درضاشاه او په ترکیه کې دمصطفی کمال اتاترک د پیاوړوتگلارو له کتلو اغیزمن شوی وو،په افغانستان کې یې دسمونو او اصلاحاتو د تگلارو په پلي کولو کې له بېړې کارواخیست د( ۱۹۲۸ز)کال د آگست دمېاشتې پر۲۹ نېټه یې یوه یوزرویو کسیزه جرگه راوبلله او له جرگې سره یې دټولنیزو بدلونونو دلړۍ په چټکولوکې خپلې موخې او هېلې گډې کړې.

شاه لومړی د خپل سفر په اړه گزارش ورکړاوبیایې جرگې ته په افغانستان کې د چټکو ټولنیزو اواقتصادي بدلونونو په اړه خپله د اصلاحاتوتگلاره وړاندې کړه. ددغو اصلاحاتوپه بنسټ کې د ځمکوالۍ اوله ځمکوالۍ مخکې زاړو دودونو اواړېکو ته د پای د تکې اېښودنه وه او د هېواد لوړو پاړکو یا طبقو لکه ځمکوالو، توکمېزو مشرانو او اغېزمنو روحانيونو چې په هغه وخت کې یې د دولت له اصلاح غوښتونکو تگلارې سره مخالفت کاوه، له خپلې  گټې او امتیاز څخه بې برخې کېدل.
د استا اولسن پروینا په (دغه پروگرام کې چې په افغانستان کې یې دروحانیت دواک زړه په نښه کړی وو) د ښځو د چادریو له منځه وړل، دمـُرېدۍ له منځه وړل، په بریتانوي هند کې د دیوبند په مدرسه کې د ملایانو د زده کړو بندیز، له ملایانوڅخه د ازموېنې اخیستنې، پر افغان وگړود تذکرو وېشنې، د سرتیرۍ دورې ته د ځوانانو رابلنې، په لومړینو ښوونځیو کې د هلکانو او نجونو گډې زده کړې او بهرته د زده کړو لپاره د افغان ځوانانو لېږنې، د صغیرې نجلۍ د نکاح بندېز او د نجونو لپاره (۱۸) کلنۍ د واده د کال اود هلکانو لپاره (۲۲) کلنۍ دواده د کال ټاکنې او نوروحقوقي اوټولنیزو سکالو گډون درلود.

خودغه سمونې اوریفرمونه د ټولنې د روحاني برخې او د لوېې جرگې د محافظه کارې ډلې له غبرگون سره مخامخ شول چې مخکښان یې د شور بازار حضرتان ول او مشري یې فضل عمرمجددي چې خلکو د نور المشایخ په نامه پیژانده وو.
د ایران لوړنومی اونامتو پوه ډاکټرشجاع الدین شفاء په تهران کې د هغه هېواد د مخوَر روحانیت په اړه د انگلیس د وزیرمختار د پټ گزارش له مخې لیکي:(په ایران کې له دربار او دولتي مأمورېنو پرته یوه بله مخوَره ډله هم شته چې تل باید وساتل شي او هغه د علماوو او روحانیونو ډله ده. دغه ډله پراخه او لویه ځانگړې پانگه لري چې د موقوفاتو له لارې ترلاسه کیږي او د ایران په هرگوټ کې روحانیون، مدرسین او طلاب د دغو موقوفاتو له دَرَکه، د امام د ونډې او د گڼ شمیرنذرونو له لارې بشپړه گټه ترلاسه کوي. موږ(انگلستان) باید دایران د واکمنې ادارې له لارې په دغې ډلې کې د ننوتلولپاره لاره ومومو او باید له هندوستانه یو شمیر سیدان، ملایان او فقیران د شیعه گانو دیني مرکزونو اومتبرکه ځایونو ته ولیږو او کرارکراربه وکولای شو دایران د عالیه روحانیت پاړکه یا طبقه اداره کړو.) (د سر هوارډ جونس، په ایران کې د انگلستان مختاروزیر، دانگلیس دبهرنیوچارو وزارت ته پټ گزارش، دانگلستان د بهرنیوچارو دوزارت له خپروشویو لاسووندو څخه رانقل شوې). په همدې تړاو داکټر شفاء یوه بله خبره هم رایادوي

دانگلیس دغه سیاست په نورواسلامي هېوادونو او له هغې ډلې زموږ په هېوادکې د نوموړي سیاست پرپلي کېدلو منښته کوي. کله چې انگلیسانو امیر عبدالرحمن خان زموږ د هېواد په سیاسي ډگر کې د واکمنۍ کړۍ ته را ننه ایست نوپر دولت یې خپلې اغیزې دمخـَوَرو روحانیونو له لارې وشېندلې او هېواد ته یې له هندوستانه د یو شمیر شیخانو د رالېږلو له لارې زموږ د هېواد په کورني برخلېک کې اغېزمنه ونډه ولوبوله. د یوشمیرافغاني تأریخ لیکونکو په منښتې، د حضرت شوربازار روحاني کورنۍ د( ۱۹ ز )پیړۍ په پای کې لومړی ننگرهار بیا کابل ته راغله اوپه شوربازار کې یې استوگنه پیل کړه.داستوگنۍ په پیلیزوشېبوکې د مجددي حضرتانو کورنۍ یوازې په دیني سکالو کې بوخته وه ، خود خپلواکۍ له جگړې وروسته دغې کورنۍ سیاسي سکالو ته لاس واچاوه او د هېواد دټولنیز او فرهنگي پرمختگ لړۍ یې تر نیوکو لاندې ونېوله او د اماني د پانگوالۍ ضد دولت ته یې سرخوږی رامنځ ته کړ.

هرگوره د لویې جرگې په دریمه ورځ د ښځو د چادرۍ د آزادۍ خبره رابرسیره شوه. یو شمیرملایانو دښځو له مخ لوڅۍ سره مخالفت ښکاره کړ او هغه یې داسلام داصولو خلاف وبلله. شاه د هغوی په ځواب کې وویل: که څه هم زه ملا نه یم خوپوهېږم چې په اسلام کې سـَتر له غاړې کښته ته ویل کیږي. ملایانو بیا هم د شاه خبره وغندله او شاه ملایانو ته په په عصبانیت وول:( ټول مصیبتونه ستاسو(ملایانو) له لاسه دي. تاسو (له مفتخورانو پرته بل څه نه یاست) هغه څه چې زه غواړم هغه به پلي کړم او ددغه سَتر(برقع چادري) د لیرې کولو خبره به ان د برچې په مټ پلي کوم، نه په غوړه مالۍ اوخوشامندۍ. باید پوه سـﺊ چې زه یو انقلابي پاچا یم) او بیا یې د لویې جرگې غړو ته په خطاب کې وویل(زما د گران ملت استازو! تاسو ته زما سلا دا ده چې هغه ټول ملت ورسوﺉ او سلا دا ده چې پوه سـﺊ چې په هېواد کې دغه ملایان د خپلو وعظونو له لارې د دښمن دروهې یا دسیسې خپروي. زموږد وروسته پاتې والي لامل هماغه ناڅرگندې او موهومې سانې دي چې دوی یې وگړو ته وایي او په دغو قيصو زموږ خلک غولوي. زه به د خپل حکومت په وخت کې د دغو ملایانو چاره وکړم،خو تاسو د ملت استازي باید خلک په دغو خبرو پوه کړﺉ چې د گوتوپه شمار د یوشمیر ملایانو په درغلنې چې غواړي زموږملت بدبخته کړي، ونه غولیږي)

د نامتوافغانستان پیژندونکې لودویک ادمک دوینا له مخې: د لویې جرگې په څلورمه ورځ شاه د ملایانو اوملایۍ په اړه خبرې وکړې اوویې وویل چې وروسته له دې هغه کسان چې غواړي ملایي وکړي نو مسلکې ازموېنه به ورڅخه واخیستل شي اوهغه څوک چې په دغې ازموینې کې بریالي نه شي،نوله ملایۍ څخه به بې برخې شي. همداسې هغو بهرنيو ملایانوته چې د هند د دیوبند له مدرسې څخه فارغ شوي اجازه ورنه کړل شي چې افغانستان ته راشي او ملایي دې وکړي، ځکه هغوی بد او اورپکې، پروپاگندچیان ،بهرني اوخاین دي.

ډاکټرکاکړ د منشي علي احمد له قوله وايي: (شاه ټینگاروکړچې دغه ملایان ټول د بهرنیو د دسیسوتر اغیزې لاندې راغلي او د دغې خبرې د زباد لپاره یې یوشمیرشواهد هم وړاندې کړل. شاه غوښتل چې دغه ملایان دې ټول له افغانستانه وشړل شي او یا دې په یوې ټاکل شوې سېمې کې تر څار لاندې ونېول شي او ددولتي چارواکو له اجازې دې پرته د وتلو اجازه ونلري)

دلویي جرگې غړي چې گڼ شمیر یې ځمکوال او روحانیون ول پوه سول چې شاه د هغوی له پخوانیو امتیازاتود کمبلې له ټولولو څخه نه یوازې غواړي لاس په سرشي،بلکه له صغیرې نجلۍ سره واده منع کوي، او له نارینه وو سره د ښځو برابرحقونه هم غواړي چې گڼې وروسته لدې به ښځې په لوڅ مخ له کورو راووځي (په ځانگړې توگه کله چې شاه د ښځو د نقاب د لیرې کولو خبره اعلان کړه او ملکه ثریا په لوڅ مخ جرگې ته راغله)او کله چې ویې لېدل پاچا ملکان اوځمکواکان د دلالۍ له دندې څخه منع کوي او د بزگرو په منځ کې له دولت سره په اړېکه کې دهغوي اغیزه راټېټوي، نو د شاه له اصلاحي وړاندیزونو سره یې مخالفت پيل کړ. هغو لومړیو کسانو چې د شاه له اصلاحاتو سره د مخالفت سرونه را پورته کړل، له سرحدي لېکې هغه غاړه د نورالمشایخ تر مشرۍ لاندې د شوربازار حضرتانو او له لېکې دیخوا ورور یې محمد صادق مجددي داماني د اصلاحاتو پروړاندې مټي را بډ وهلې. نورالمشایخ د ښځو له مخ لوڅۍ او دهلکانو له ښووني او روزنې سره په کلکه مخالف وو، دهغه له نظره دهلکانو تگ ښوونځي ته سړی کافرکوي .خو رښتیا دا وه چې که هلکان ښوونځیوته تللي وای اوپوهه یې زده کړې وای نو دهغوی د پیرۍ او مریدۍ د هټۍ سودا چا نه اخیستله اویو پوه او رزول شوی هلک دې ته غاړه نږدي چې د مریدۍ پړۍ دې په غاړه کې ور واچول شي.

خود شاه امان الله خان په واندې هغه وخت ستونزې زیاتې شوې،چې کله اعلیحضرت امان الله خان دهېواد دلا پرمختیا په هیله د(۱۹۲۷ز)کال په وروستیوکې داروپا په سفر ولاړی،چې بیرته نوموړی له سفره څخه راستون شو،په هېواد کې یې داصلاحي کارونو په وړاندې زیات خنډونه ولیدل.

بالاخره انګریزانو دجبوري څخه ددې هېواد دورانولو له پاره یوبې هویته،غل اومجرم کس(حبیب الله کلکاني)چې دسقاو په زوی باندي یې شهرت درلود او له افغانستان څخه دعدلي تعقیب له ویرې تښتیدلی وو او د پېښور دقصه خوانی په باراز کښې لومړی دمحمدصادق بوټ فروش اوبیا دیو سماوارچي سره دشاګرد په توګه ژوند کاوه بیرته افغانستان ته راولیږه.

دانګریزانو یوازنی هدف داوو،چې په افغانستان کې سیاسي اودولتي رهبري دټولنې له اکثریت(پښتنو)څخه دټولني یو ډیر محدود قومي ډلې ته وسپاري ترڅوافغانستان له هرې لارې بحران ته بوزي،چې دسقاو زوی دانګریزانو داستخباراتو په قوي ملاتړ په ۱۳۰۷ل.ل)دجدیې پراتوېشتم تاریخ دمازدیګر پرپنځه بجې دارګ ګلخاني ماڼۍ ته کامیابه داخل کړ.

یوخارجي لیکوال دافغانستان په اړه یوکتاب لیکلی دی،چې ددې کتاب نوم دی(دکابل تباهي)ددې کتاب په دوه ویشتم فصل کې لیکل شوي(دسقاو زوی،چې کله ارګ ته داخل شو،نوخپلو وحشي پوځیانوته یې دکابل ښار دچور فرمان ورکړ.

اعلیحضرت امان الله خان حالاتو ته په کتوسره ونه غوښتل،چې په هېواد کې یې دبې ګناه افغانانو وینې تویې شي نوسمدلاسه یې د(۱۹۲۹ز)کال دجنوري په لومړۍ اوونۍ کې استعفاء ورکړه اوپرځای یې خپل ورور عنایت الله دپاچا په توګه وټاکه،چې امان الله خان دکندهار له لارې هندوستان ته اوبیا له هغه ځایه ايټالیاته ولاړ.

شاه امان الله په رښتیا یو انقلابي اوسرښندویه پاچاوو: هغه دافغانستان د سیاسي خپلواکۍ په ترلاسه کولو نه یوازې د نړېوالو په سترگو کې دانگلیس حیثیت ، اعتبار او مخورتوب دړې وړې کړ؛ بلکه دمحمدزیو ،خانانو د توکمونو مشرانو او د سترو روحانیونو د مستمري معاش په بندولویې دهغوی دښمني د ځان په بیه واخیستله. د ټولنې د منځنیو پیړیو له زړو دودونو او رسمونو سره مبارزه لکه د دودیز کمیس اوپرتوگ شا ته غورځول اوپرځای یې د اروپایي جامو اغوستل، د پگړۍ پرځای د قره قلي خولۍ پرسرول،د جمعې دورځې درخصتۍ پرځای د یکشنبې دورځې ټاکل،هغو مأمورینو چې له یوې میرمنې یې زیاتې ماندینې درلودلې د یوې ښځې غوره کول،په پوځ کې د مریدۍ او پیرۍ لغو کول، له ملا ډولو کسانو څخه دملایي ازموینه، دښځو دحجاب ستونزه اودنارېنه وو په وړاندې هغوی ته د ډیرو حقونو ورکول، له بوډا سړي سره دصغیرې نجلې د نکاح منع کول او … ټول هغه گامونه ول چې هر یوه یې له دولت سره د دښمنۍ اورته لمن وهله او هغه یې د واک له گدۍ لیري کړي.

که له دغو تیر سو، شاه امان الله په بهرني مورچل کې هم یو شمیرگامونه اوچت کړل چې د هېواد د ثبات لپاره ډیرخطرناک ول: د بېلگې په ډول:د بخارا له بلواگرو مرسته او دبلشویکانو د ولکې پروړاندې د بخارا دخپلواکۍ لپاره د بخارا امیر ته د وسلو او جنگیالیو لېږنه، د بخارا د خپلواکۍ د غورځنگ له مشرانو ابراهیم لقي او انورپاشا څخه ملاتړ. حال داچې بلشویکانو نه یوازې افغاني مرسته شوي وسلې او سرتیري ونیول بلکه د بخارا د پاچا سره زر یې هم ضبط کړل. همدا شان د سرحدي لېکې په بله غاړه کې دخپلواکۍ لپاره د قبایلو هڅول اوکابل ته دهغوی د مشرانو رابلل، دهندي انقلابیونو د لنډمهالي حکومت په رسمیت پیژاندل او په افغانستان کې د هندي کډوالو منل هریو هغه خځلې اولرگي ول چې له انگلیس سره یې ددښمنې اورته لا اوږه ورکوله. د نظردخاوندانو له ډلې څخه دښاغلي آصف آهنگ له قوله، شاه امان الله دغه هېوادپال پاچا په ۷ مورچلونو کې جنگېده(له ۷ مورچلونو څخه د ښاغلي آهنگ موخه د روحانیونو ،د قبایلومشرانو، ځمکوالو،د محمدزیو مستمري اخیستونکو، د ځمکوالۍ زړو دودونو، د پوهنې پراختیا او د ښځو آزادي، له انگلیسانوسره دجگړې مورچل او له بلشویکانو سره دجگړې مورچل) اوپایله یې له هماغو لومړیو څرگنده وه. (د لیکوال په نامه دښاغلي آهنگ صاحب له یو خصوصي لېک څخه)

د اعلیحضرت امان الله خان په اړه یو شمیر لېدتوگې یا نظرونه:

فرایزرتتلر: په کابل کې دانگلیس سفیراودیپلومات د هغه په اړه لېکې: (امان الله خان به په مېړانې، دوستۍ او لارښودیزې مشرۍ کې ستایل کېده اوله خپل نېکه پاینده خان څخه به یې تقلید کاوه. امان الله خان یو هېوادپال او دافغانستان دپرمختگ پلوی سړی وو او غوښتل یې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې د لوړ دریزخاوند واوسي. امان الله خان د درناوي وړ ویاند او په نړېوالو چارو کی یې بشپړ معلومات درلود. د امان خان په شخصیت کې د ضعف ټکی دا وو چې غرور،پرتم اوځانمننه یې درلودله)

دهند سروزیرجواهرلعل نهرو: اروپا ته د شاه امان الله د اوږده سفر او دهغه دپایلو په اړه لیکې: (د ۱۹۲۸ز)کال په لومړیو کې امان الله او ملکه ثریا له افغانستانه د اروپا په لور د یوه اوږده سفرلپاره وخوځېدل.دگڼ شمیراروپایي هېوادونو پلازمېنو لکه روم،پاریس، لندن او مسکو ته ولاړل اوپه هرځای کې له تودو هرکلیو سره مخامخ شول. دغو ټولو هېوادونو په ډیرې لېوالتیا غوښتل چې دخپلو سیاسي اوسوداگریزو موخولپاره د امان الله خان پام ځانته راواړوي.هر چیرته ورته گرانبیه سوغاتونه ورکړل شول خو هغه د یوه هوښیار او لوړ سیاستپوه په توگه خپله ونډه په لوړه کچه اوښه توگه لوبوله او په هېڅ ځای کې یې د هېڅ شي ژمنه په غاړه نه اخیستله. د راستنېدلو په مهال له ترکیې اوایرانه یې لېدنه وکړه. دامان الله خان اوږده سفر دډیروپام ځانته راواړاوه. اعتبار او حیثیت یې زیات شو اودافغانستان ارزښت یې هم ډیر کړ. خو دننه په افغانستان کې اګر حالت ډیرښه نه وو. امیرډیرخطرناک کار کړی وو او هغه داوه چې په هېواد کې دبدلونونو له پیلولو سره جوخت او دلرغوني ژوند ډول ته د بدلون ورکولو له څپو سره سم توده په توده په سفر ولاړ. مصطفی کمال هېڅکله دغسې خطرناک کار ونه کړ.

امان الله خان په( ۱۲ )کلنۍ کې په عین الدوله ونومول شواو په( ۱۹۱۳ز) کال کې یې د محمودطرزي له لور ثریا سره د شهرآراء په ماڼۍ کې واده وکړ او په( ۲۷)کلنۍ د( ۱۲۹۷ل .ل )کال (د۱۹۱۹ کال دفبروري ۲۸) د جمعې په ورځ د افغانستان پاچاهۍ ته غوره شو. هغه له لس کلنۍ پاچاهۍ وروسته د۱۹۲۹زکال د مې دمېاشتې په ۲۴ نېټې دې ته اړایستل شو چې هېواد پریږدي او ایتالیا ته ولاړ او وروسته له( ۳۱ )کالود بې وزلۍ ژوند له تیرولو د(۱۹۶۰ز)کال د اپریل دمیاشتې په ۲۵ چې د ۱۳۳۹ل کال د غوایي د مېاشتې له ۵ سره سمون خوري دسویس په هېواد کې دسترگې دسرطان دناروغۍ له امله سترگې له دې نړۍ وتړلې او دهغه دوصیت پربنسټ، جنازه یې افغانستان ته راولېږدول شوه او په جلال آباد کې دپلار ترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه.

روح دې ښاد اوفردوس جنت دې په نصیب شي.

دلوی څښتن له دربار څخه غواړم،چې زموږ هېواد یوځل بیا په بشپړه توګه (نظامي،سیاسي،اقتصادي او په ټولو دولتي چاروکې)خپلواکي لاسته راوړو.

تل دي وې لوی افغانستان.

قاضي اسدالله عزت .

One thought on “خپلواکې څنګه اخیستل کېږي؟/ اسدالله عزت”

ځواب ورکول Asmatullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *