واغظ د غزني له اړوند اتلسو ولسواليو څخه يوه ده، چې د غزني شمال لويديځ په لس کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده.

د دولت د واک ساحه محدوده او په ډېری سيمو يې وسله وال مخالفين واکمن دي

په دې وروستیو کې د يادې ولسوالي اړوند د رڼاخېلو په سيمه کې کان موندل شوی دی، چې پاکستاني انجنيرانو له لوري پرې کار پيل شوی او طالبانو يې د امنيت ساتنې زمه واري په غاړه اخيستې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د سيمې خلک چيغې وهي، چې د څو لکو پاکستاني روپيو په بدل کې له همدغه سيمې څخه قيمتي شيان پاکستان ته وړل کېږي، که يې دولت غم ونه خوري، نو ښايي چې دغه کان به ډېر ژر د خپل سريو کندنو په پايله کې له منځه ولاړ شي.

که څه هم په غزني کې دغه خبر له ژورناليستانو سره هم شريک شوی دی، خو هغوی يې له خپرولو ډډه کړې ده، خبريالان تر ډېره هغه موضوعاتو ته هوا ورکوي، چې تر ډېره پورې يې پکې خپله مړۍ غوړه وي.

که دولت په ياده سيمه کې د کان د خپل سريو مخه ونه نیسي، نو لرې نه ده، چې په نورو سيمو کې هم کشف شوي کانونه له ورته برخليک سره مخ شي.

One thought on “خپل سري کيندنې/ مجید ژړاند”

ځواب ورکول Sayar Dehsabzi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *