نن سبا پر فېسبوک د بازي درنو ليکوالو او ليکونکو له خوا وينم چې پښتني کليوالي او د سيمو نومونه د پښتو په اصلي شکل نه ليکي، څوک يې د نا خبرۍ او څوک قصداً دا کار کوي.

په داسي حال کي چې په دواړو صورتونو کي د پښتو ژ بي د لغاتو اصلي رېښې باسو او په پاړسي سوو او عربي سوو لغاتو يې بدلوو چې دا اصلً زموږ د خوږي ژبي سره ناځواني ده. زه د لته د هغي مقالي په مرسته چې مر حوم علامه حبيبي د دې عنوان لاندي يې ﴿ خپل کره لغات مه پردي کوئ .﴾ ليکلي او په ١٣١٧ لمريز کال يې په طلوع افغان مجله کي ١٢ ګڼه او لومړي مخ کي چاپ کړي وه ، يو څه ليکل غواړم چې څو زموږ درانه ليکوال په راتلونکي کي د ځينو لغاتو د ليکلو پر وخت ورته پام وکړي.

حبيبي صاحب د مقالي په يوه برخه کي ليکي : پر دې ژبه { پښتو} ډېري توري دوري راغلي دي ، قلم او اقتدار د نورو په لاس کي وو، دوى هيڅکله نه غوښته چې يوه کلمه د دې ژبي په علم او اجتماع کښي برخه ولري ، نو ډېر پښتو نومونه او کلمات د هغي غلبې په سبب ورک سوي يا ګرزول سوي دي . پښتنو خو خپل کلي او کورونه پښتو بلل، او نومونه يې پر ايښي وه ، مګر وروسته دا نومونه په دې ډول محوه يا ورو ورو مفرس ياني پاړسي سوي، او معرب ياني عربي سوي سول، چې لا هم موږ د هغه پرېښوونه نسو کولاى . ډېر سوچه او کره پښتو لغات او نومونه دي چې زموږ ميرزايانو وګرزول ، بارد تصر فات يې پکښي وکړه ، مفرس يې کړه ، او يا معرب يې کړه . د مثال په ډول ; سپېروان پښتو نوم و، سفيد روان سو. روزګان ارزګان سو ، تيرى تېرين سو ، دېراوت دهراود سو، زنګاوات زنګي اباد سو، ارغسان ارغيستان سو ، ماروپ معروف سو ، ارغنداو ارغندآب سو، زينداور زمينداور سو، او يا په را وروستيو کي جي خوجه ده خواجه سوه ، کوټه کويټه سوه او داسي نور ډېر پښتو کره لغات قصداً اړول سوي دي . مطلب دا چې ملفوظ نوم ته چا اهميت نه ورکئ بلکي زيار يې کيښ چې هر نوم پر پاړسي ترکيب سم کړي، چې پاړسي درلودونکى د يوې مانا وي ، که څه هم هغه مانا له ځانه را وتلې وي او ډېره سخيفه وي . نو موږ بايد د کلو او ځايونو نومونه نه ښايي چې د زړو ميرزايانو په پيروي هغسي مسخ سوي وليکو . هر څه چې په پښتو بولو هغسي يې بايد وليکو . مطلب د نوم اېښودلو دپاره کوم علت نه وي او دا د زاړه ادب يو ټينګ اصل هم دى چې اسم معلول په علت نه دى . پورتنۍ ليکنه د مرحوم علامه حبيبي د ذکر سوي مقالي په يو څه زياتونه او کمونه د مقالي د اصلي مفهوم په پوره ساتنه تر تاسو رسوم، هيله ده چې په راتلونکې کي تري ګټه وا خلو ، په افغاني مينه

One thought on “خپل کره لغات مه پردي کوئ/ ډاکټر غبدالشافي علیزی”
  1. لیکوال صیب تاسو لکه چې خپل کلیوال نوم هم غبدالشافي دی نو ځکه مو عبدالشافي ندی لیکی.
    که داسې وي بیا خو به دې سم په کندارۍ لیکلی وای: غبدالشپي

ځواب ورکول Kamawal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *