خپګان څوګ ګواښي؟ دې پوښتنې ته د ځواب پیدا کولو په موخه لومړی باید د خپګان لپاره تعریف ولرو.

خپګانه څه شی دی؟ د دې ناروغۍ عوامل کوم دي، او کوم څه دي، چې د دې ناروغۍ په پیدا کېدو او زیاتولي کې رول لري؟

خپګان یو رواني اختلال دی، چې له بده مرغه د انسان شخصیت ته زیان رسوي او یا هم په دوامداره توګه غمګینتوب، په خوب کې اختلال، په خوراک کې اختلال، د تمرکز نه شتون، له نېږدې وضعیت او چاپیریال څخه نا خبري، له ژونده خوند نه اخیستل او په ټوله کې ځان بې ارزښته ګڼلو ته خپګان ویل کېږي.

د خپګان اصول دا دي، چې له نارینه و څخه زیاتې ښځینه ، له مشرانو څخه ډیر کشران، له شتمنو څخه ډېر غریبان او له پوهانو، هنرمندانو، لیکوالانو څخه ډېری عادي خلک ور سره لاس او ګرېوان وي.

له خپګانه، چې هر څومره ووایو، ولیکو او نشر کړو بیا هم کم دي؛ ځکه دومره باید له دې موضوع څخه ولیکو اوخبرې پرې وکړو، ترڅو د له منځه وړلو لپاره یې هر څوک لاس په کار شي او له داسې لارو چارو څخه کار واخلي تر څو له دې بدمرغې ناروغۍ څخه خلاصون و مومي.

څېړنو ښودلې ده، چې نن سبا په نړۍ کې د عادي خلکو په نسبت د هغه کسانو شمېر زیات دی چې په ژور خپګان اخته دي او دا د ننني انسان لپاره یو لوی د خطر زنګ دی.

په دې ناروغۍ د اخته کېدو زیات لاملونه شته، چې تر ټولو عمده یې ارثي او دغه راز محیطي اغېزې دي، چې کولای شي انسان په دغه بدمرغې ناروغۍ اخته شي.

خو له دې څخه نور نادر عوامل هم شته چې په خپګان باندې د اخته کېدو سبب ګرځي لکه: جسمي اختلالات، د مخدره موادو مصرفول او یا هم دې ته ورته داروګانو څخه ګټه اخیستل.

له بده مرغه کومې څېړنې چې په دې برخه کې شوې دي داسې په ګوته کوي، چې په دې ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمېر دومره زیات دی، چې د یادولو پر ځای یې نه یادول ښه دي.

خو ښه ده، چې پوه شو څه ډول کولای شو د دغه ناروغۍ درملنه وکړو، څومره، چې په دې برخه کې مخکښ اوسو په هماغه اندازه زموږ په ګټه ده. که د دغه ناروغۍ درملنه ونه شي کېدای شي په راتلونکي کې عزت نفس ته په جدي توګه ګواښ پېښ کړي. ډیره کله خپګان په مخدره موادو د اخته کېدو سبب ګرځي او ان د ناتوانۍ او یامرګ سبب ګرځي.

نو له همدې کبله په خپګان باندې اخته کسانو ته په کار ده، چې تر ټولو لومړی پر خپل ځان مهربانه اوسي؛ تر څو وکولای شي، د خپل خپګان درجه یو څه را کمه کړي.

په خپګان اخته کسان باید په منظمه توګه ورزش وکړي او تر ټولو ښه خبره دا ده، چې لامبو ووهي.

هڅه دې وکړي، چې خپل ورځنی ژوند منظم کړي او د خپلې ناروغۍ او یا هم د خپګان د له منځه وړلو لپاره معلومات را ټول کړي، له خپل ذهنه دې منفي فکرونه لرې کړي او له ملګرو سره دې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي. تر ټولو مهمه او اړینه خبره دا ده، چې د خپلې درملنې لپاره وخت ځانګړی کړي.

په خپګان اخته کسان باید له هایدرات کاربن مغزي موادو b12  او B1 غلو دانو څخه دې په زیاته پیمانه ګټه واخلي. د لبنیاتو په تېره بیا د مستو له خوړلو دې ډډه وکړي.

دغه راز دې د خپلې ناروغۍ د درملنې په موخه، له ملګرو، دوستانو او د ارواپوهانو له مشورې ځان برخمن کړي. دوی کولای شي د ځان د درملنې لپاره خپله یوه لاره او طریقه وټاکي څه ډول یې چې خوښه وي ګټه دې ترې واخلي.

په خپګان اخته کسان باید په دې پوه شي، چې فقیر او غني، مشهور او نوم ورکي کسان ټول په دې ډول ناروغۍ اخته کېدای شي. ځکه څومره، چې د یو چا ذهن خلاص وي او یا هوښیار وي هغه کس په هماغه کچه کونج کاو وي او د هرې موضوع په اړه ډېر فکر کوي.

که په ژور خپګان اخته و باید شرم ونه کړو، له چا یې پټه نه کړو، له دې کار خجالت نه شو او د ځان لپاره یوازېتوب غوره نه کړو. د دې کارونو پر ځای باید له خپلې پوهې او کونجکاوۍ خوشاله شو او په ښکاره یې پر وړاندې لاس په کار شو. لومړی باید له ځان مرسته وغواړو او ورسته بیا له نورو.

یو بل څه هم باید په یاد ولرئ، چې په خپګان اخته کسان د نړۍ تر ټولو بې ضرره کسان دي.

4 thoughts on “خپګان څوک ډېر ګواښي؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي”
  1. الله دی اجر درکړی ډیر ګټور معلومات دی شریک کړی. که ممکنه وی او نور مواد هم درسره وی شریک یی کړی ترڅو لاډیره ګټه ځینی تر لاسه کړو
    مننه

  2. ښکلى معلومات ول مننه ستاسو د لا بريا په هيله هو تاسو د مستو ذکرکړى وه چى بايد ډډه ترى نه اوشى خو زما له مستو وخت نه تيرىږى چى دا به څنګه شى

  3. خوشحاله شوم ګرانه ښکلی معلومات خدای ج د وکړی چ نور معلومات خپره کړی د له بریاوو پو هیله

  4. خوشحاله شوم ګرانه ښکلی معلومات خدای ج د وکړی چ نور معلومات خپره کړی د له بریاوو پو هیله

ځواب ورکول صدراعظم سعید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *