شک نشته چې پخواني پښتانه تر اوسنیو پښتنو ډېر توپیر لري.
موږ او تاسې ټول پښتانه دې ته خوشحال یو چې د امیر پولاد، امیر کرړو، خوشحال خټک، میرویس نیکه او احمد شاه بابا لمسیان یو او په هر ځای کې او هر مهال همدغه زموږ شعار ګرځیدلی دی.
که د زر او زور خبره شي، که د پرمختګ، تورې او قلم خبره شي او که پر نوره نړۍ د حکومت کولو او بادارۍ خبره شي نو بیا ټول پخواني تاریخ ته ګوري او ټینګار یې پر دې وي چې زموږ تاریخ د نړۍ په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوی، خو شک هم نشته همداسې ده، ټولې نړۍ ته د پخوانیو پښتنو سرښندنې او میړانې روښانه دي او پر دې باروي دي چې پښتانه د نړۍ له ټولو قومونو سره ښکاره د غیرت، عزت او شهامت توپیر لري.
موږ او تاسی پښتانه هم عجیب خوی لرو ځان له هر چا لوړ بولو او د خپلو مشرانو میړانه ډېر نازیږو، خو هيڅکله مو داسې څه نه دې کړي چې مشرانو د هېواد، ولس او نړۍ لپاره څه کړي او موږ په څه کول بوخت یو. هغوی د راتلونکي نسل لپاره څه ډول تاریخ ثابت کړی او موږ به راتلونکي نسل ته څه پریږدو، هغو پیړی وړاندې په ایران او هندوستان واکمني کړي، خو موږ په کومه راوان یو، موږ خپل سرحدونه او سیمې نه شو ساتلای.
زموږ د مشرانو پر وړاندې د نړۍ ښکرور خبرې کول څه چې پورته نه یې شو کتلای او مونږ اوس د نړۍ ستر قدرتونه انګلیس او مغل، خو څه چې حتا تور لینګیو پنجابیو، ایراني لنډغرو او هندي موسکینانو ته مو د غلامې غاړه ایښې ده. رازئ یوار ګریوان کې ښکته وګورو او بیا به قضاوت وکړو چې ایا موږ اوسني پښتانه ددې جرات لرو چې ووایو موږ د امیرپولاد، امیرکرړو، میرویس خان او د احمد خان لمسیان یو؟ نه هیڅکله نه.
احمد شا بابا اوس د احمد شاه ابدالي په نوم یادیږي، میرویس نیکه ته میرویس هوتکي ویل کیږي، امان خان غازي ته قاتل او د اسلام دښمن خطاب کیږي او باچاخان خو ټول عمر پښتنو ته قربان کړ خو اوس ورته د پاکستاني او یاهم بنجابي کلمه کارول کیږي.
د خلکو غله او داړه ماران مشران امیران او اتلان شول، خو موږ په داسې خوب ویده یو چې په خپله د پورته کیدو جرات هم نه شو کولای، اخر ترکله به داسې وي او موږ به دې ته په تمه یو چې هرڅه به په تیاره خورو او د احمد شاه بابا او میرویس نیکه د لمسیانو ته منسوب په خیالي حالات کې به وخت تیرو.
دغفلت په خوب ویده دي پښتانه
لراوبر کې چې پراته دي پښتانه
دخپل ژوند په سادګۍ کې ښه خوشال دي
پرمختګ سره دښنه دي پښتانه
چې دبل په لمسه ځان ورباندې وژني
دا د خپل ژوند نه ماړه دي پښتانه
پښتانه په فطرتي ډول د تورې، قلم، علم او پوهې وړتیا لري، خو په داسې نامعلوم خوب ویده دي چې به خپله پر خپل ځان نه پوهیږي چې څه وکړي او څه وخت له خوبه پاڅيږي. پښتانه دې ته په تمه دي چې یو څوګ لري او نه پریږدي چې ددوی حق حقوق او امتیاز به خوندي پاتیږي خو په تیرو ۱۴ کلونو کې مو تجربه کړل چې هیڅوک زموږ حق او حقوق نه تامینوي بلکه ټول د پښتنو د تباهۍ او بربادۍ پسې ګرځي، نو پښتنو خدای ته وګورئ راویښ شئ، مه پریږدئ، چې په پښتونولي مو ملنډي ووهي، د هیواد او ملي ارزښتونو دښمنانو ته دا ثبوت کړئ، چې دا هېواد د افغانانو او پښتنو کور دی، موږ او تاسې باید هیچا ته د دې واک او اجازه ورنه کړو، چې زموږ د سرنوشت او په دې هېواد پورې راتلونکي پریکړې بل څوګ وکړي.
نور خیالي ژوند پریږدي راپورته شي او خپل تاریخي رسالت ثابت کړئ، د ترهګرۍ پرضد کره او روښانه دريځ ونیسئ او د هغو شومو اهدافو پر وړاندې ودریدل په کار دي چې د پښتنو د بربادۍ لپاره په لاره اچول شوي دي مه عرب او مه عجم پریږدئ ټولو ته د نړۍ د روانو حالاتو ته په پام ځواب ووایي.
تل دې وي پښتانه
ژوندۍ دې وي د لوی افغانستان ناره
مړه او سپیره دي وي د افغانانو دښمنان
په افغانستان کی د د نا اهله خلکو پیژندنه اوس دیره اسانه ده:
هر هغ څوک چی تر ۷ له ثور او بیا له۲۰۰۱ وریسته د ثروت خاوندان شوی د د پشتنو غیرت صفر کړ
Salamoonah;
-Zma pa nazar la 7 Sawr na; xo la 6 Djadiey wrosta>> Choghlayan!!!!; xarchamyan
-La 1992 ter 1995 II> Sakavyaan; la 2001 tir Ossa 3. & 4. saqawyaan!!!,citamyan
-& la 1996 tir 2001 la jahelo talibano tsaxa mola mansur etc.. moxadderaan aw isi`yaan.