تاند، شنبه، د جدي ۷ مه: د خيبر پښتونخوا ايالت د یوې مدرسې استاد په یو لس کلن ماشوم طالب ۱۰۰ ځله جنسي تېری کړی دی.

چارواکي وایي، پیښه د امام شمس الدين په مدرسه کې شوې له مخې یې د مدرسې مولوي له خپلو دريو ملګرو سره يو ځای په يو لس کلن ماشوم د سل ځل څخه زيات جنسي تېری کړی.

د چارواکو په وینا، ملوي او ملګرو یې تر هغه په ماشوم جنسي تېری کړی چې د ماشوم له سترګو وینې روانې شوې دي.

د پولیسو د ځایي مسوولانو په وینا، د جنسي تېري قرباني ماشوم د ايوب خان طبي کمپلیکس ته لیږدول شوی او پولیسو د مولوي تر څنګ د هغه د ملګرو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

2 thoughts on “خیبر پښتونخوا کې د مدرسې مولوي پر خپل ۱۰ کلن طالب ۱۰۰ ځل جنسي تېری کړی”
  1. دا ټول همداسې دي.مفته د چندو ډوډۍ ګانې خوري او په ځان نه پوهیږي چې څه وکړې په ځان یی ننه باسي که په بل .دعوه داسلام کوي او کارونه د یهودو او نصارا وو. الله ج دی دوی په دونیا او آخرت رسوا ذلیل او خوار کړي آمین

  2. که چيرته په د اولس کی غيرت وي دا ملا نو ولي نه خسي کوی چه د ټولو ملايانو او عادي اولس لپاره د عمر ابد لپاره عبرت شي او بيا داسي غير انساني کار ونکړي
    هغه اولس چه له خانه دفاع نه کوي دا به يي حال وي
    ملا ملامت نه ده مشکل د اولس ده

ځواب ورکول لوګی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *