په روان کال کي چې امريکايې اونورنړۍوال ځواکونه له افغانستانه وځي اوياهم وتلي دي اوواک افغان عسکروته سپارل شوی دی.
دا فغان عسکرووژنه زياته سوې ده. خواوس سوال دادی چې داولي؟ آيا دا عسکرکافران دي؟ دا عسکرد چا او څه لپاره وژل کېږي؟
د دغو ټولوخبرو د ځواب په هکله غواړم چې څوټکي وليکم:
لومړۍ خبره چې داعسکرولي وژل کېږي؟ددې وجه خوداده چې افغانانوته بدمرغي راغلې ده چې له امله يې يواوبل سره وژني. همدارازبې علمي اوسرناخلاصي هم خوراپه لوړه کچه له بده مرغه زموږپه هيوادکي موجوده ده چې په ترڅ کي خپله افغانان يواوبل سره وژني.
دوهمه خبره چې آياداعسکرکافران دي؟
د د ې ځواب دا دی چې نه، داع سکرکافران نه دي. دوی ته به يوازي هغه څوک کافروايي چې جاهل اوناخبره يې،داسلام له تعليماتوناخبروي اويوازي په دوی ويلي پسي روان وي.
بلکي دوی ته کافران ويل د خوارجو د مذهب پراساس دی چې يوه غلطه اوبې لاري ډله ده. همدارازکه دوی کافران وبلل شي نو بيا خو بايد پاکستاني عسکرهم کافران وبلل شي ځکه هغوی خوهم نه يوازي دا چې د کافرانو سره روابط لري بلکي دکافرانوغلامان دي.
نوبياولي افغانان وژل کېږي اودبحران حل دخبروله لاري نه لټول کېږي اودپاکستان عسکروته سلامي کېږي؟
ددې ځواب دادی چې په اصل کي زموږله بې علمۍ اوسرټمبگۍ نه دښمنان استفاده کوي اوغواړي چې له دې لاري ځانونه خپلوهدفونوته ورسوي.
زموږپه هيوادکي اوس سره ددې چې بې سوادي اوبې علمي ډېره زياته ده اوخبرخلگ هم دپام وړخبرتيانه لري خوبياهم هرسړی مفتی دی،دمرگ فتوی اودکفرفتواوي دهرچاسره په جيب کي شته.
په معمولی خبره يوڅوک کافربولي اوپه معمولي خبره يې مرگ ور رواکوي. له دې امله غواړم چې هغه شرائط دلوستونکوسره شريک کړم چې له مخي يې دچاوژل رواگرځي څومعلومه شي چې آياديوچاوژنه له دې امله رواکېږي چې آی اس آی يې وژل غواړي اوکه نه؟
الله جل جلاله په خپل سپېڅلي کتاب قرآن عظيم الشان دالانعام په سورت کي ارشادفرمايلی دی: وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ
يعني دچاوينه چې الله جل جلاله حرامه کړې هغه مه وژنۍ مگرپه حق سره. ددې حق تفصيل رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه حديث کي کړی دی عن ابن مسعود، رضي الله عنه، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “لا يحل دم امرئ مسلم يشهد أن لا إله إلا الله، وأني رسول الله إلا بإحدى ثلاث: الثيب الزاني، والنفس بالنفس، والتارك لدينه المفارق للجماعة” (صحيح البخاري برقم (6878) وصحيح مسلم برقم (1676)
يعنی دعبدالله بن مسعودرضی الله عنه نه روايت دی چې ويې ويل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل::ديوه مسلمان وينه نه حلالېږي چې ددې خبري شاهدي ورکوي چې دعبادت لائق دالله پاک نه پرته بل څوک نسته اوددې
شاهدي ورکوي چې زه دالله رسول يم مگرپه درو شيانوسره:
۱:يوداچې دی دواده کولوسره سره په زناکي مبتلاشی.
۲:دويم داچې ده څوک ناحقه وژلی وي دهغه په قصاص کي ووژل شي.
۳:دريم داچې خپل حق دين پرېږدي،مرتدشي.بخاری اومسلم.،،
حضرت عثمان رضی الله عنه چې کله دباغيانوپه محاصره کی راغی اودغوخلگو د ده وژل غوښتل هغه وخت هم حضرت عثمان رضی الله عنه خلگوته دغه حديث ور واوروی اووئې ويل:الحمدلله زه ددغودروشيانونه خلاص يم،ماپه زمانه داسلام کي خوڅه دجاهليت په زمانه کي هم کله هم زنانه ده کړې،نه ماڅوک وژلی دی اونه کله زماپه زړه کی داوسوسه راغلی ده چې زه دی خپل داسلام دين پرېږدم.
بيا تاسو ما د څه په بنا وژنۍ؟
له پورتني بيان نه معلومه سوه چې دچامرگ په دروشرطونورواکيږي چې بيان يې په حديث کي وسو،بغيرددې شرطونودچامرگ نه رواکيږي. بې وجي دچاوژل لکه څنگه چې دمسلمان حرام دی همدارازدهغه کافروژل هم حرام
دي چې په اسلامي هيوادکي اوسي اودهغه هيوادترقانون لاندي ژوندتېروی اويايې دمسلمانانوسره معاهده سوې وي.
له دغوروايتونونه په څرگنده معلومه شوه چې دمسلمان وژل سخته گناه ده اوله درو��جوهاتوپرته په بل څه نه رواکېږي.
داخوتاسوته دالله پاک دنبي صلی الله عليه وسلم فتوا وړاندي شوه اوس راځودافغانستان دملايانوفتواووته چې څومره په زړورتيااومعمولي خبره دچادوژلوفتوا اودکفرفتوا ورکوي.
دروسانوتروتلو وروسته چې دمجاهدينوترمنځ خپل منځي جگړې پيل شوې نوپه دې وخت کي نادري فتواوی واورېدل شوې.
د حرکت انقلاب اسلامی غړو(چې مشران يې ملايان وواوخورا په فتواگانولگولوکی زړوروو)فتوا ورکړه چې ديوه حزبی وژل دسلوشورويانوتروژلوزيات ثواب لري.
ددغی فتوی پربنسټ دحزبيانودوژلولپاره ډېری سرناخلاصواوداسلام بدناموونکومسلمانانوکوښښونه شروع کړل څود ډېرو حزبيانوپه وژلوسره زيات ثوابونه وگټي. داخويوه فتواوه. بله فتواهغه وخت رامنځته شوه چې ملامحمدعمراخوند(په حقيقت کي کرنل امام)دمجاهدينوپه خلاف قيام وکړاوټولومجاهدينوته ئې دتوپکی لقب ورکړاوبياتش په نوم ملايانو(چې داسلام له مبارک دين څخه ناخبراوپه حقيقت کي داسلام بدناموونکی وو)فتوا صادره کړه چې دتوپکيانو(مجاهدينو)په خلاف
په سراومال جهادفرض عين دی.
دغي اسلام غزا(چې داسلام په مبارک دين کي يې دروا والي هيڅ دليل نشته)اوه کاله دوام وکړچې په پايله کي ئې امريکايانو پرافغانستان يرغل وکړاو دا دی تراوسه داکشاله روانه ده اولاهم معلومه نه ده چې ترڅوبه دغه دغم ټغرپه
هيوادکي خوروي.
پوښتنه اوس داده چې امريکايان اونورغربي انډيوالان ئې کله له افغانستان نه ووزي نوبيابه څه وشي؟
نوزه په پوره اطمينان اوباورسره ويلای شم چې بيابه هم دغه لړۍ روانه وي اوطالبان به ترهغه جنگېږی ترڅوچې آی اس آی ئې جنگول غواړی.
داځکه چې دطالبانومشران دآی اس آی(چې دافغانستان ورانول ئې دکارونه په سرکی ځای لری) عضويت اوکاټونه لری.
بيابه هم آی اس آی دافغانانووژلوته ادامه ورکوی ترهغه چې افغانستان دپاکستان دپنځمی صوبې په توگه اعلانېږی.
اصلی خبره داده چې پاکستان دافغانستان استقلال نه منی.
نه دطالبانوامارت غواړی اونه هم بل دولت نورنودافغانانوکاردی چی له دغه تاريخی دښمن نه ځان خلاصوی اوکه ددوی له خوا صادرېدونکی فتواگانی عملی کوی.
پای
دا هم په لوستلو ارزي؛
http://www.taand.com/archives/2647