محمدشفیق شرفزی

ښوونه او روزنه د یو هېواد د ملا د تیر حیثیت لري، په کومه اندازه چې د یو هېواد د تعلیم کچه لوړه وي او څومره خلک یې لوستي وي په هماغه اندازه هغه خلک هوسا او آرام ژوند لري.

ښوونه او روزنه هغه وخت مؤثره او مثمره واقع کېدی شي، چې کله مسلکي ښوونکي، معیاري ښوونیز نصاب او معیاري زده کړییز چاپېریال ولرو؛ خو پدې درې واړو کې د مسلکي ښوونکیو لرل خورا اړین دي.

د افغانستان په ښوونیز سیستم کې د ښوونکو د مسلکي کیدو لپاره ډېره ښه برنامه د پوهنې وزارت په چوکاټ کې شتون لري، چې د ښوونکو د روزني مرکزونه( دارالمعلمین) ورته وایي.

دارالمعلمین د پوهنې وزارت د چتر لاندې اوږده سابقه لري او تر څوارلسم ټولګي پورې زده کړیالان روزي. فلحال په ټول افغانستان کې په هر ولایت کې د ښوونکو د روزنې مرکزونه او په اکثره ولسوالیو کې د ښوونکو د روزنې حمایوي مرکزونه شته چې د پوهنې وزارت د کدري غړو لخوا پکې د ښوونکو د مسلکي کېدو په خاطر ښوونکي د داخل خدمت( انسروس) په ډول تر روزنې لاندې نیسي او تر څوارلسم ټولګي وروسته یې فارغوي.

همدارنګه هغه اناث دولسمپاسان، چې د ټولنیزو ستونزو له امله نه شي کولای پوهنتون ته لاس رسی ولري په ولسوالیو کې د قبل خدمت( پري سروس) برنامې لرلې چې لاقل به یې خپلې زده کړې تر څوارلسم ټولګي پورې لوړولې. خو د پوهنې وزارت دغه برنامه هم درولې!!!

که د دوی مطلب داوي چې نور نو څوارلسم پاسي څه مانا نه لري نو بیا خو ټولې لوړې زده کړې څه مانا نه لري! په نوره نړۍ کې که یو څوک د اقتصاد پوهنځي نه فارغ وي، خو په یو فلز کارۍ ورکشاپ کې به کار کوي، له حقوقو نه به فارغ وي خو دوکانداري به کوي له زراعت نه به فارغ وي خو بزګري به کوي. هر کال د طب له پوهنځي څخه په درجنونو او سیکړو ډاکتران فارغېږي که دوی ټول په صحت عامه کې هر کال مقرر شي نو ایا مریضان به ډېر وي که ډاکتران؟ په یوه رشته کې زده کړې کول په دې مانا نه دي، چې یو څوک دې له یوې رشتې فارغ شي او هرومرو دې په هماغه رشته کې په دنده بوخت شي. په تعلیم او زده کړه موږ خپل ژوند ښکلی کوو، علم او پوهه ترلاسه کوو او د دنیا او اخرت نېکمرغۍ پرې ترلاسه کوو، فلهذا د پوهنې له جلیله وزارت څخه دا تقاضا لرو، چې د پري سروس برنامه په ولسوالیو کې بیا پېل کړي تر څو زموږ اناث قشر د تعلیم له نعمته محرومې نه شي.

له بله پلوه د ښوونکو د روزنې د داخل خدمت( انسروس) برنامه تقریباً تکمیله شوې، خو اوسنی تعلیمي نظام غواړي چې په راتلونکي پنځه کلونو کې د افغانستان ټول ښوونکي باید د لېسانس تر کچې خپلې زده کړې لوړې کړي. د لوړو زده کړو وزارت ورته برنامه لري خو د ټول افغانستان ښوونکي چې تعداد یې دوه دوه نیم لکو ته رسېږي چې باید تر پنځه کالو پورې یې جذب او فارغ کړي. دوی هر کال د ګوتو په شمېر د تعلیم او تربيی پوهنځي د شتون په شرط د لسو نه تر شلو پورې زده کړیالان مني، چې دا د ټاکل شوي هدف تقاضا نه پوره کوي.

بله داچې په هغه ولایت کې چې د ښوونې او روزنې پوهنځی شتون ونه لري د هغې ولایت ښوونکي به څه کوي؟ او همدا شان په اکثره ولسوالیو کې ډېری ښځینه ښوونکي شته چې دوی ښارته د زده کړو د لوړولو په خاطر هره ورځ پوهنتون ته رسیدګي نه شي کولی. داسې ولسوالۍ هم شته چې خلک باید ساعتونه پیاده مزل تر مرکز پورې وکړي نو دا یوه لویه ستونزه ده، چې ښوونکي ورسره لاس او ګریوان دي. بله ستونزه د کم معاش ده که دوې هره ورځ له ولسوالیو پوهنتون ته د زده کړو لپاره راځي نو د دوی معاش دومره نه دی چې هم پرې زده کړې وکړي اوهم پرې خپل ژوند پرمخ بوځي.

موږ په افغانستان کې د داخله وزارت په چوکاټ کې د پولیسو اکاډمي او دفاع وزارت په چوکاټ کې حربي پوهنتون لرو، چې د لېسانس تر کچې خپل مسلکي اشخاص روزي. که د نورې نړۍ مطالعه وکړو نو هلته د ښوونې او روزنې وزارت خپل پوهنځي شته چې د لېسانس تر کچې مسلکي ښوونکي روزي.

موږ هم د پوهنې وزارت په اډانه کې لوړ کدري ظرفیت لرو، ولې له دې نه استفاده نه کوي دوی حتا حاضر دي، چې په همدې امتیازاتو باندې لکه څنګه چې یې یاد ښوونکي په ټول افغانستان کې د څوارلسم پاسان کړل د لېسانس تر کچې یې ورسوي او د پوهنې وزارت ورته خپل په نوم دیپلوم ورکړي، چې یاد وزارت یې ګنجایش او ښه وړتیا هم لري، نو ولی د پوهنې وزارت له دغه موجوده ظرفیت نه استفاده نه کوي؟

موږ د پوهنتون له استادانو د علمیت او علمي رتبو له پلوه کم نه یو؛ که هلته (پوهیالی) لرو نو د پوهنې په وزارت کې د دې معادل (ښویالی) شته. که هلته (پوهندوی) لرو نو د پوهنې په وزارت کې یې معادل (ښووندوی) شته په دې ځای کې فقط د وزارت نوم بدل دی نور دواړه واجبالاحترام کدرونه دي، لکه په داخله وزارت کې چې د یو کدري غړي رتبه (پاسوال) وي نو ددې معادل بیا په دفاع وزارت کې (جنرال) دی. د پوهنې په وزارت کې د لېسانس، ماسټر او دوکتورا ترکچې استادان او د لوړو علمي رتبو لرونکي کدرونه شته، چې باید ترې استفاده وشي او یادې تشې او انارشۍ ته د پای ټکی کېږدي.

2 thoughts on “دارالمعملمین| ښویالی محمد شفیق شرفزی”
  1. سلام
    پوھنہ د مدیر یت پہ لحاظ
    پوھنہ د کمیت او کیفیت پہ لحاظ
    پو ھنہ د اھلیت او لیاقت پہ معیارو لارہ وی
    پوھنہ د احصا یوی مکانیزم پر اصولو چی نصاب ولری
    پوھنہ ایزہ سیاست باید تعلیمی بنہ ولری اولہ ھر دول چل او فریب نہ ددہ وکری ۔
    زدہ کری د سند لپارہ نہ بلکی د پوھی او عمل لپارہ سند پہ خپلہ خہ نشی کولای خو د عمل پہ دگر کی یی سافت ویر او ھارد عامل دی
    چر چل خکہ د پوھنی اھمیت پہ یو تولنہ کی ستون فقرات یا د شا تیر تہ ورتہ بولی چی پہ ھندسی حساب مستحکم ترکیب او یو والی رامنخ تہ کوی
    پہ ھر حال پو ھنہ د ناشناس پہ خبرہ پای تہ نہ رسیزی چی سرسری می ماستری /یا داکتری وکرہ خو پہ حقیقت کی ماستری او داکتری دوارہ خانگری نصاب لری یو خبرہ بل دا چی خوک چی ماستری او داکتری لری سرسری محاسبہ نہ کوی ۔
    لہ مبایل نہ د پشتو تورو پہ لحاظ معذرت غوارم
    ستا لیکنہ پر خای دہ داچی خوک اوری یانہ دا بیا
    دوی مسولیت دی
    پوھنہ رنادہ!

  2. شریف زاد صیب :
    له ښکلو کرښو مو منندوی یم.
    هر څه به سم شي خو که خدای پدې خاوره د سولې سیوری خپور کړي

ځواب ورکول محمدشفیق شرفزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *