حیات کاکړ

د لوی خدای (ج) قدرت دی ، یوه څیره ، یو غږ ، دواړه په کندهار کې زیږیدلی ، دواړه کاکړ دی ، دواړو د کابل په حبیبیې لیسې کې زده کړې کړي، د دواړوپه سندرو کې سُر – لی – کچ – دغږتون او بلاخره انتره او آسایی یوشان ترغوږ راځی ، آن تر دې چې دU tube نړیوال سایټ هم پرې غلط شوی اودحیات کاکړسندره چې درې ښکلونجونو سره یې ویلې دnashinas amazingپه نوم یې خپروی حال داچې داسندره دښاغلی حیات کاکړده ، داسندره چې دپښتنی فولکلوریوه لرغونې سندره ده ، حیات کاکړدکورَس په شکل په ډیر عالی او خوندور طرز اجراء کړې ده .

غبرګونی ناشناسان ډاکترمحمدصادق فطرت ناشناس اوحیات کاکړ یادوم .

دادوهم ناشناس به تاسوته په لنډه توګه دروپیژنم :

حیات کاکړ چې په ۱۳۲۴کال په کندهارښارکې وزیږید – وروسته یې کورنۍ کابل ښار ته راغله ، لومړنئ ښوونځی یې دامیردوست محمد خان په ښوونځي کې سرته ورساوه اووروسته یې ترنهم ټولګی دحبیبیې عالی لیسه وویله اوبیا یې هم له حربی ښوونځی نه په اعلی درجه بریالی اودامریکې دمتحده ایالاتو په نیویارک ښار کې یې دکوینزعسکری کالج ولوست بیاهم هوایی اکاډمۍ ته دزده کړولپاره ورغی اودالوتکودانجن په برخه کې دااکاډمۍ پای ته ورسوله اوبیرته افغانستان ته راستون شو ، دلته په افغانستان کې حالات بدل شوی و او د هغه په طبعیت برابرنه وو، نو بیرته امریکې ته ولاړاودلاس انجلس په هوايي ډگر کې دنده ترلاسه کړه . د سترو الوتکو بوینګ دي ، سي ،تن  په ماشین ېې کار کاوه . هلته ېې يوولس کاله کاروکړ . وروسته یې شخصی آزاد شغل پيل کړ. د ايټالوي خوراکونو رستوران ېې پرانست . اوس تقاعد شوى دى او کار نه کوي ، خو له موسيقي سره سروکار لري او سندرې هم وايي . دده ديوې سندري مطلع داسې ده :

دیاغی مرغه وزر وم ، خواوس نه یم     +   دژیړی مازیګرغروم ، خواوس نه یم

 له کوچنيوالي ېې له موسيقي سره مينه درلوده. د ناشناس سندرې ېې زياتې خوښيدې . اوله همدې کبله دناشناس د(بی بی رادو جان ) سندره یې داسې ویلی چې څوک یې په آسانه دغږتوپیر نه شی کولی ،  په بله سندره کې داسې وایی  :

یوه شپه به داسې راشی چې په خیال به دې اوریږم

له لیمو به دې خوب تښی،  هرنفس به دې یادیږم

هغه د امريکا غږراډیو سره همکاري لرله او د ( ازهرچمن سمنې ) خپرونه ېې چلوله . ديارلس سي ډي گان ېې جوړکړي چې درې  یې (ډي وي ډي) دی . واده ېې کړى ، درې زامن اودوې لوڼې هم لري .

One thought on “داسې هم کیږي/ عبدالرووف لیوال”
  1. ناشناس ماما خو په دري ډیرې سندرې ویلي او یوه نیمه یی پښتو هم ده که څه هم هغه د پښتو په رشته کې له روسې نه دوکتورا درلوده.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *