په دې وروستيو کې يو په بل پسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اسلامي دولت (داعش) د جنګياليو د شتون راپورونه ورکول کېږي، نن هلته ليدل شوي، سبا يې بل ځای بيرغ پورته کړی او بله ورځ يې په کومه بله سيمه کې اورپکی طالب تر ستونی نيولی وي.
په افغانستان کې د اسلامي دولت جنګيالي ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي او په مقابل کې يې ورځ تر بلې د اورپکي طالب د ژوند پاڼه زرغون رنګ له لاسه ورکوي.
دغه نوي راپيدا شوي جنګيالي تر اوسه بېخي پټه خوله او پټ مخونه مخ پر وړاندې روان دي، خو په همدې چوپتيا کې يې بوږوونکې توپاني چيغې نغښتې او د سيمې له شاو خوا هېوادونو يې خوب تښتولی دی.
په رسنيو کې هره ورځ د دغې ډلې په اړه وېروونکي راپورونه ورکول کېږي، خو په مقابل کې يې افغان دولت هيڅ غبرګون نه ښيي. ښايي يا به حکومتي چارواکي له خپل منځي ناندريو نه وي ور خلاص، يا به يې مهم نه بولي او يا به د تېر په څېر د بېغورۍ له امله سر په رېګ ننباسي او ځانونه به له مسووليته خلاص بولي، خو په عين حال کې دغه ډول هر راپور د سيمې د استخباراتي شبکو اجرتي قاتلان د ځانونو لپاره د خطر زنګ بولي او همدا لامل دی چې په دې وروستيو کې د افغان ماشوم د ازلي دښمنانو يوه پښه پر کابل وي، بله يې پر اسلام اباد ايښې وي.
ها خوا ايران هم د تېر په پرتله خورا نرم اوړه کوي، کله يې د تجارت خبره راپورته کړې وي او وايي، پرېکړه يې کړې ده چې له افغانستان سره نور پخوانۍ کشالې يوې خواته کوي او داسې اړيکې ورسره ټينګوي چې هم يې افغانستان ته خير ورسېږي، هم دوی ورسره په نس ماړه شي.
کله وايي، افغانستان دې د ملګرتيا د تازه پړاو لپاره شرطونه کېږدي چې دوی يې په خورا فرمانبرداري سره پوره کړي او په وروستي ګام کې يې بيا په ايران کې په لومړي ځل څه باندې درې سوه دېرش زره افغان کډوالو ماشومانو ته د ايران په ښوونځیو کې د زدهکړو زمينه برابره کړې ده. تر دې وړاندې په ايران کې افغان کډوال ماشوم په ايراني ښوونځي کې د زدهکړو حق نه درلود.
هاخوا ستر جنرال دوستم شمال ته رسېدلی او د ملېشو په جوړولو اخته دی او په ضمن کې ډاکټر صاحب عبدالله هم دې ته انتظار باسي چې تر ځان د لاندې څوکۍ د احسان ور ادا کولو لپاره، حکم ته د تعظيم سر ټيټ کړي.
افغانان په ملګرتيا کې هر څه بايللو ته تيار دي، خو پاکستان او ايران بايد دا ياد وساتي چې د افغان انسان زړه همېشه وړيا او سر يې له ادمه تر دې دمه په پور پاتې شوی دی.
افغان انسان به کله هم د وطن هغه خښتې هېرې نه کړي چې د ای ايس ای د مفتيانو په قومنده د خزان د پاڼو غوندې رژېدې او تر امبارونو به يې د ګل غوندې تنکيو ماشومانو بې ساه خپړې راوتلې وې.
افغان ځوان به په ملګرتيا کې خپل هر څه وبايلي، خو د شمال د هغو ونو ربېل به يې له ياده و نه وځي چې پلار او نيکه يې د ده د ښې ورځې په تمه کرلې وې او د ای ايس ای مزدورانو ورته په پېښور کې ارې تېرې کولې.
افغان انسان به په ملګرتيا کې ځواني لوخړه کړي، خو د پيستو د ونو هغه رېښې به يې تر مرګه سترګو سترګو ته کېږي چې پنجابي عسکرو د غرونو له غېږو وايستې او بيا يې ورباندې په خپلو پوستو کې ځانونه تودول.
پاکستان د افغان انسان په دښمنۍ کې ځان بېخي ډېر پوروړی کړی دی او د دې امکان نشته چې د دغه ناولي هېواد تر ماتېدو پورې دې نيم پورونه هم د افغان انسان له ياده ورته ووځي.
ايران همداسې درواخله، افغان انسان به کله هم هغه افغانې ځوانۍ هېرې نه کړي چې ايراني اخوندانو په دار ځړولې او بيا يې افغانو مېندو ته د خپلو اولادونو جسدونه هم نه ورکول. د افغان انسان په غوږنو کې به تر مرګه پورې، د ايران پر پوله، پر مجبورو ځوانانو د ايراني عسکرو ډزې ازانګې کوي. د افغان انسان سترګو ته به تر مرګه هماغه سپين کاغذ يوې بلې خوا ته کېږي چې ورباندې ليکلي “پارک ته د سپي او افغان د ننوتو اجازه نشته”.
دا په دې مانا چې دغه دواړه هېوادونه بايد پوه شي چې وروستۍ چاپلوسۍ يې په هوا کې د زغرې جوړول او تر ځان تاوول دي.
خبره د اسلامي دولت د جنګياليو په اړه وه، خو د وطن د ازلي دښمنانو يادونه ځکه وشوه چې د تازه دمي جنګيالي مخ دا ځل د همدې ازلي دښمن پر لور ښکاري.
په افغانستان غوندې جګړه ځپلې هېواد کې چې تازه له جګړو راوتلی، د دغسې ډلو راپيدا کېدل د نظام لپاره هم سور څراغ دی، خو د دغه څراغ لمبه د ګاونډي پر خوا کږه ښکاري او تعبير يې دا دی چې دا ډېوه به د ظالمانو پر خوا ورچپه کېږي.
افغان چارواکي به د اسلامي دولت د جنګياليو په اړه په خپرېدونکيو راپورونو له لټې ورځې غبرګون نه ښيي، خو ځينې وخت لټي هم انسان له مرګه ژغوري.
دا مهال د اسلامي دولت (داعش) جنګيالي د هېواد په لسو ولايتونو کې راټول شوي دي. دوی د طالب وسله والو په پرتله څو چنده په ښو او پرمختلليو وسلو سمبال دي، پيسې لري، تازه دمي دي، د هېواد ستراتيژيکې نقطې يې نيولې دي او ورځ تر بلې پسې قوي کېږي.
په افغانستان کې د دغې ډلې جنګياليو څو مياشتې وړاندې سر راپورته کړ او په لومړيو ورځو کې يې په نورستان کې ځینې طالب قومندانان او طالب جګړه ماران په دار وځړول.
وروسته دغه ډله د هېواد په غزني، زابل، لوګر، پکتيا او ځينو نورو ولايتونو کې د خپلو جنګيالو په ځای پر ځای کولو اخته شوه او څه موده وړاندې يې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د اووه زره په شاو خوا کې جنګيالي په وسلو سمبال لري.
په دې وروستيو کې د دغې ډلې فعاليتونه تر نورو وختونو بېخي زيات او بېخي برالا شول. په لومړيو کې د دغه ډلې جنګيالي غزني ته لاړل، هلته يې په ناوه او ځينو نورو ولسواليو کې فعاليتونه پيل کړل. دوی چې لويه برخه يې په پښتو نه پوهېږي، له ځانونو سره يې ښځې هم راوستې وې، پرمختللي موټرونه يې درلودل او په درنو وسلو سمبال وو. تازه دمي جنګيالي په لومړيو کې په هغو څالو او کوټو کې اوسېدل چې کليوالو په باغونو کې د خپل هوسا ځای په توګه جوړې کړې وې، خو وروسته غرونه ته وختل، اوس بېرته راکښته شوي دي او په کليو کې يې ځينې سترې سترې کلاوې نيولې دي.
په تېره يوه مياشت کې په حيرانوونکې توګه د دغې ډلې د جنګياليو شمېر زيات شو، له غزني څخه زابل، بيا هلمند، لوګر او ځينو نورو ولايتونو ته پسې پراخ شول او دا مهال د باوري سرچينو په خبره، د هېواد په لسو ولايتونو کې فعال وسله وال لري.
په ځينو سيمو کې خو د دغې ډلې د جنګياليو خبره له طالب اورپکو سره اوښتې هم ده او بيا يې طالبان په ځان پسې حيران کړي دي.
هاخوا تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه پاکستاني طالبانو د دوی هرکلي ته تور بيرغونه پورته کړل او د ملا محمد عمر پر ځای يې ابوبکر البغدادي د اسلام خليفه ومانه.
اوس لوبه پر يوه عجيبه دوه لارې ودرېده، دا ځل د افغان انسان ازلي دښمن او هوښياره مرغۍ په غبرګو پښو په دام کښېوته، لوبه يوه بل پړا ته ننوته، په دغه پړاو کې طالب له منځه ځي، د طالبانو ځينې چارواکي به سوله وکړي او له دولت سره به يو ځای شي، ځينې به يې پاکستان ووژني، ځينې به يې په کورونو کښېني، نور به يې له داعش سره يو ځای شي او د ملا محمد عمر پر ځای به د ابوبکر البغدادي بيعت وکړي او پاتې نور به يې د داعش جنګيالي په دار وځړوي.
تېرو تجربو، وروستيو تاکتيکو او د ازلي دښمنانو تازه اندېښنو ته په کتو سره، يوه تازه هيله پيدا کېږي، داسې هيله چې جګړه نوره د افغان وطن له لمنې واوښته او لمبې د دښمن پايڅې ته خوله ورکړه.
تازه تعبير دا دی چې د اسلامي دولت تازه دمي جنګيالي به لومړي د افغانستان په ځينو سيمو کې د طالبانو تر وژلو وروسته هغه خال خال کسان په نښه کړي چې فکرونه يې افراطي دي، چې ذهنونه يې د انسان وژلو ته لندې خټې دي او لږو اوبو ته اړتيا لري. د افغانستان په حدودو کې به هغه کسان هم له منځه يوسي چې د مذهب په نامه تجارت کوي، يا د مذهب په نامه د خلکو تر منځ ليکې کاږي، خو د عراق په څېر به، دلته د شيعه مسلمانانو وژل نه وي. د افغانستان په حدودو کې به د اسلامي دولت جنګيالي شيعه مسلمانان د روافضو په نامه نه وژني.
د جګړې دويم پړاو به تر ډېورنډ کرښه ها خوا وي، هلته به د جګړې ډګر تودېږي، وينې به بهېږي، څوک به د حکومت د پلوي په نوم وژل کېږي، څوک به د رافضي په نامه ژوند بايلي، څوک به يې تر منځ مري او څوک به د اسلامي دولت له جنګياليو سره يو ځای کېږي. په عين حال کې به د وزيرستانونو له لوري پاکستاني طالبان چې دا مهال يې تيار د ابوبکر البغدادي بيعت کړی دی، د اسلامي دولت په ملاتړ وژنو ته دوام ورکوي او بيا به د پاکستان تر ماتېدو وروسته جګړه درېيم پړاو ته ځي.
دا ځل به د جګړې درېيم پړاو له چتراله پيل کېږي او د افغانستان شمالي ولايتونو ته به جنګيالي مخه نيسي.
د جنرال دوستم ملېشې به تر يوه وخته مقاومت کوي، خو د تېرو ټاکنو احسان به د شمال پهلوانانو ته وريادول کېږي، هغوی به مجبور وي چې هلته فرمانبرداري وکړي، په دې توګه به جګړه منځنۍ اسيا ته ځي او بيا به نه يوازې د سرو لښکرو زور ننګوي، بلکې روسيه به بيا له دغه حصاره د وتو لاره، په اسانۍ نه شي پيدا کولای.
تعبير يې کړی ما پر ظالمانو به چپه شي
چپه کاکول مې خوب کې د جانان ليدلی دی
سيف الملوک شهزاده
ګرانو لوستونکو!
سلامونه او نېکې هیلې مې ومنئ.
ښه تعبیر دی خو د ابن سیرین رحمة الله علیه د خوب د تعبیر له اساساتو سره لا هم اړخ نه لګوي!! ښایې دلته د لوبې د څرنګوالي په پام کې نیولو سره بل تعبیر ته پکې اړتیا وي.