تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: د چارو شنونکي وايي، داعش د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو له بوختېدا څخه استفاده کوي او غواړي په وروستیو بریدونو زور ښکاره کړي.

 د یکشنبې په شپه کابل کې د یو واده پر مراسمو ځانمرګي برید ۶۳ ملکیان ووژل او تر ۱۸۳ زیات يې ټپیان کړل چې پړه یې هم داعش پر غاړه واخیسته.

 ولسمشر که څه هم نن داعش ته ګواښ وکړ چې جرړې به یې په افغانستان کې له بېخه وباسي، خو د امنیتي چارو کارپوهان وايي، داعش ډلې په ډېر اطمینان کار پیل کړی او هغه طالبان چې د سولې له مذاکراتو څخه ناراضه دي په ډېره اسانۍ یې خپلو صفونو ته جذبوي.

په دې تړاو د جرمني د دویچه ویله انګلیسي څانګې راپور وايي، دا مهال په افغانستان کې د داعش ډله د هغو کسانو لخوا رهبري کېږي چې د پاکستان د تحریک طالبان مهم غړي وو او اوس یې ابوبکر البغدادي ته بیعت ورکړی دی.

د جرمني دا خبري اژانس وايي، داعش او طالبان که څه هم په کابل کې سره وران دي خو په ولایتونو کې د طالبانو ډله د داعش په تړاو ویشل شوې، ځینې یې له داعش سره نښته کوي، خو ځینې یې د داعش ډلې ته تمایل لري.

د دویچه ویله انګلیسي څانګه په خپل راپور کې وايي، طالبان که څه هم ځان پر داعش غښتلی ګڼي، مګر داعش غواړي افغانستان په اسیا کې په خپله اډه بدل کړي، د همدې لپاره لومړی په افغانستان کې فرقه یي خطونه او کرښې رامنځته کوي او اختلافات جوړوي.

په دې تړاو د هایلډلبرګ پوهنتون کې د سویلي اسیا شنونکی زیګفرایډ اوولف وايي، په عراق او سوریه کې د داعش سخته ماتې به پر افغانستان او پاکستان د ماته خوړلیو داعشیانو سېلاب ورمات کړي.

راپور کاږي دا مهال د داعش فعالیتونه یوازې په ننګرهار پورې تړلي نه دي بلکې، ګڼو سیمو کې داعش ځای پر ځای شوی او ان شمالي ولایتونو پورې یې ځان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د ازادۍ د سلمې کلیزې په ویاړ مراسمو کې هم ننګرهار کې ۱۰بمي چاودنې شوې دي چې له کبله یې ۷۰ کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو ځینو ولایتونو کې د ازادۍ کلیزه نمانځلې او داسې ښيي چې دوی په دې مراسمو د برید پلان نه درلود، خو معلومېږي چې داعش ډلې په ننګرهار کې دا بریدونه پلان کړي وو.

One thought on “داعش، د طالبانو او امریکایانو له مذاکراتي بوختیا اعظمي استفاده کوي”
  1. داعش هغه پیدیده ده، که د ځناور خطاب ورته وشي، بیا به مو هم ځناور ته توحین کړی وي!!!

ځواب ورکول داود ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *