سيف الملوک شهزاده –
په دې وروستيو کې يو په بل پسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اسلامي دولت (داعش) د جنګياليو د شتون راپورونه ورکول کېږي،نن هلته ليدل شوي، سبا يې بل ځای بيرغ پورته کړی او بله ورځ يې په کومه بله سيمه کې اورپکی طالب تر ستونی نيولی وي.
په افغانستان کې د اسلامي دولت جنګيالي ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي او په مقابل کې يې ورځ تر بلې د اورپکي طالب د ژوند پاڼه زرغون رنګ له لاسه ورکوي.
دغه نوي راپيدا شوي جنګيالي تر اوسه بېخي پټه خوله او پټ مخونه مخ پر وړاندې روان دي، خو په همدې چوپتيا کې يې بوږوونکې توپاني چيغې نغښتې او د سيمې له شاو خوا هېوادونو يې خوب تښتولی دی.
په رسنيو کې هره ورځ د دغې ډلې په اړه وېروونکي راپورونه ورکول کېږي، خو په مقابل کې يې افغان دولت هيڅ غبرګون نه ښيي. ښايي يا به حکومتي چارواکي له خپل منځي ناندريو نه وي ور خلاص، يا به يې مهم نه بولي او يا به د تېر په څېر د بېغورۍ له امله سر په رېګ ننباسي او ځانونه به له مسووليته خلاص بولي، خو په عين حال کې دغه ډول هر راپور د سيمې د استخباراتي شبکو اجرتي قاتلان د ځانونو لپاره د خطر زنګ بولي او همدا لامل دی چې په دې وروستيو کې د افغان ماشوم د ازلي دښمنانو يوه پښه پر کابل وي، بله يې پر اسلام اباد ايښې وي.
ها خوا ايران هم د تېر په پرتله خورا نرم اوړه کوي، کله يې د تجارت خبره راپورته کړې وي او وايي، پرېکړه يې کړې ده چې له افغانستان سره نور پخوانۍ کشالې يوې خواته کوي او داسې اړيکې ورسره ټينګوي چې هم يې افغانستان ته خير ورسېږي، هم دوی ورسره په نس ماړه شي.
کله وايي، افغانستان دې د ملګرتيا د تازه پړاو لپاره شرطونه کېږدي چې دوی يې په خورا فرمانبرداري سره پوره کړي او په وروستي ګام کې يې بيا په ايران کې په لومړي ځل څه باندې درې سوه دېرش زره افغان کډوالو ماشومانو ته د ايران په ښوونځیو کې د زدهکړو زمينه برابره کړې ده. تر دې وړاندې په ايران کې افغان کډوال ماشوم په ايراني ښوونځي کې د زدهکړو حق نه درلود.
هاخوا ستر جنرال دوستم شمال ته رسېدلی او د ملېشو په جوړولو اخته دی او په ضمن کې ډاکټر صاحب عبدالله هم دې ته انتظار باسي چې تر ځان د لاندې څوکۍ د احسان ور ادا کولو لپاره، حکم ته د تعظيم سر ټيټ کړي.
افغانان په ملګرتيا کې هر څه بايللو ته تيار دي، خو پاکستان او ايران بايد دا ياد وساتي چې د افغان انسان زړه همېشه وړيا او سر يې له ادمه تر دې دمه په پور پاتې شوی دی.
افغان انسان به کله هم د وطن هغه خښتې هېرې نه کړي چې د ای ايس ای د مفتيانو په قومنده د خزان د پاڼو غوندې رژېدې او تر امبارونو به يې د ګل غوندې تنکيو ماشومانو بې ساه خپړې راوتلې وې.
افغان ځوان به په ملګرتيا کې خپل هر څه وبايلي، خو د شمال د هغو ونو ربېل به يې له ياده و نه وځي چې پلار او نيکه يې د ده د ښې ورځې په تمه کرلې وې او د ای ايس ای مزدورانو ورته په پېښور کې ارې تېرې کولې.
افغان انسان به په ملګرتيا کې ځواني لوخړه کړي، خو د پيستو د ونو هغه رېښې به يې تر مرګه سترګو سترګو ته کېږي چې پنجابي عسکرو د غرونو له غېږو وايستې او بيا يې ورباندې په خپلو پوستو کې ځانونه تودول.
پاکستان د افغان انسان په دښمنۍ کې ځان بېخي ډېر پوروړی کړی دی او د دې امکان نشته چې د دغه ناولي هېواد تر ماتېدو پورې دې نيم پورونه هم د افغان انسان له ياده ورته ووځي.
ايران همداسې درواخله، افغان انسان به کله هم هغه افغانې ځوانۍ هېرې نه کړي چې ايراني اخوندانو په دار ځړولې او بيا يې افغانو مېندو ته د خپلو اولادونو جسدونه هم نه ورکول. د افغان انسان په غوږونو کې به تر مرګه پورې، د ايران پر پوله، پر مجبورو ځوانانو د ايراني عسکرو ډزې ازانګې کوي. د افغان انسان سترګو ته به تر مرګه هماغه سپين کاغذ يوې بلې خوا ته کېږي چې ورباندې ليکلي “پارک ته د سپي او افغان د ننوتو اجازه نشته”.
دا په دې مانا چې دغه دواړه هېوادونه بايد پوه شي چې وروستۍ چاپلوسۍ يې په هوا کې د زغرې جوړول او تر ځان تاوول دي.
خبره د اسلامي دولت د جنګياليو په اړه وه، خو د وطن د ازلي دښمنانو يادونه ځکه وشوه چې د تازه دمي جنګيالي مخ دا ځل د همدې ازلي دښمن پر لور ښکاري.
په افغانستان غوندې جګړه ځپلې هېواد کې چې تازه له جګړو راوتلی، د دغسې ډلو راپيدا کېدل د نظام لپاره هم سور څراغ دی، خو د دغه څراغ لمبه د ګاونډي پر خوا کږه ښکاري او تعبير يې دا دی چې دا ډېوه به د ظالمانو پر خوا ورچپه کېږي.
افغان چارواکي به د اسلامي دولت د جنګياليو په اړه په خپرېدونکيو راپورونو له لټې ورځې غبرګون نه ښيي، خو ځينې وخت لټي هم انسان له مرګه ژغوري.
دا مهال د اسلامي دولت (داعش) جنګيالي د هېواد په لسو ولايتونو کې راټول شوي دي. دوی د طالب وسله والو په پرتله څو چنده په ښو او پرمختلليو وسلو سمبال دي، پيسې لري، تازه دمي دي، د هېواد ستراتيژيکې نقطې يې نيولې دي او ورځ تر بلې پسې قوي کېږي.
په افغانستان کې د دغې ډلې جنګياليو څو مياشتې وړاندې سر راپورته کړ او په لومړيو ورځو کې يې په نورستان کې ځینې طالب قومندانان او طالب جګړه ماران په دار وځړول.
وروسته دغه ډله د هېواد په غزني، زابل، لوګر، پکتيا او ځينو نورو ولايتونو کې د خپلو جنګيالو په ځای پر ځای کولو اخته شوه او څه موده وړاندې يې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د اووه زره په شاو خوا کې جنګيالي په وسلو سمبال لري.
په دې وروستيو کې د دغې ډلې فعاليتونه تر نورو وختونو بېخي زيات او بېخي برالا شول. په لومړيو کې د دغه ډلې جنګيالي غزني ته لاړل، هلته يې په ناوه او ځينو نورو ولسواليو کې فعاليتونه پيل کړل. دوی چې لويه برخه يې په پښتو نه پوهېږي، له ځانونو سره يې ښځې هم راوستې وې، پرمختللي موټرونه يې درلودل او په درنو وسلو سمبال وو. تازه دمي جنګيالي په لومړيو کې په هغو څالو او کوټو کې اوسېدل چې کليوالو په باغونو کې د خپل هوسا ځای په توګه جوړې کړې وې، خو وروسته غرونو ته وختل، اوس بېرته راکښته شوي دي او په کليو کې يې ځينې سترې سترې کلاوې نيولې دي.
په تېره يوه مياشت کې په حيرانوونکې توګه د دغې ډلې د جنګياليو شمېر زيات شو، له غزني څخه زابل، بيا هلمند، لوګر او ځينو نورو ولايتونو ته پسې پراخ شول او دا مهال د باوري سرچينو په خبره، د هېواد په لسو ولايتونو کې فعال وسله
Dear,
Who Spouted them in new Weapens & more US Dollors from Taliban???
please clear it>……….
دا هسې خوشي تبلیغات دي نه خو پخبله لیکوال لیدلي او نه مونږ
داعش ته دراتلو دلته څه اړتیاشته؟ هغوی په شام او عراق کې دځان په غم اخته دي دلته خو نوطالبان دومره قوي دي چې نه امریکیانو مات کړل او نه افغان حکومت مات کړای شول.بل داچې طالبان داسې حرکتونه په نطفه کې شنډولی شي.