تاند- د داعش سختدریځې ډلې نن /چهارشنبه/ په جوزجان کې د سره صلیب د ۶ کارکوونکو له وژلو سره په یو وخت په کابل کې د سترې محکمې د پرونۍ حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

داعش داعش ډلې د انتحاري حمله کوونکي نوم ابوبکر التاجکي ښوولی دی او ویلي یې دي:«مرتدان باید پوی شي چې په ظالم قاضیان او کفري قضاوت یې نه شي کېدای چې سخته سزا ونه لري.»

د سپینې ماڼۍ ویندوی شان سپایسر دا برید وحشیانه وباله، ویې ویل چې د امریکا د ملي امنیت سلاکاره میشل فلین خپل افغان ساري حینیف اتمر ته ټېلفون وکړ او د افغانستان له حکومت سره یې د خپل ملاتړ پخلی وکړ.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې پلاوي هم د افغانستان د سترې محکمې پر کارکوونکو پرونۍ تروریستي حمله وغندله.

په دې حمله کې ۲۰ تنه ووژل شول او تر ۴۰ ډېر نور ژوبل شول.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د خاص استازي د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي«د افغانستان د سترې محکمې پر کارکوونکو یو واربیا بې رحمانه برید شوی چې په لړ کې یې لږترلږه ۲۰ تنه بېګناه انسانان له ژونده بې برخې شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. موږ د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي کوو، او ټپیانو ته د ژر تر ژره رغېدو هیله.»

په وژل شویو کسانو کې ۹ ښځې شاملې دي. ډېری ټپیان هم ښځې او ماشومان دي.

دې اتحادیې عدلي او قضايي سیستم د ولسواک او سوله ییز افغانستان لپاره مهم بللی او ویلي یې دي چې دوی د افغان چارواکو ترڅنګ ولاړ دي او له ټولو افغانانو غواړي د تروریستانو له نړیوال ګواښ سره د مبارزې لپاره د ګډو هلوځلو د ملاتړ لپاره یولاس او متحد پاتې شي.

ملګروملتو هم د کابل پرونۍ حمله غندلې او ویلي یې دي چې باید د دې ډول بې رحمانه اعمالو مسوولان د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو عموماً د افغانستان د دولت وسله والې مخالفې ډلې د هغو بریدونو مسوولیت نه مني چې ډېر عام خلک پکې ووژل شي.

په نیویارک کې د ملګروملتو ویاند سټېفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې وویل، د عدلي – قضايي ادارو د کارکوونکو په شمول پر ملکي وګړو حملې د بشري حقونو او د نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه ده او توجیه کېدای نه شي.

دوجاریک وویل چې ملګري ملتونه د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي کوي او د افغانستان د حکومت او ملت سره یووالی ښيي.

ایران او پاکستان هم د کابل حمله په کلکه غندلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي نن د سترې محکمې په حمله کې د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې ترهګري د سیمې تر ټولو مهمه امنیتي ستونزه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارووزارت هم په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي حرګنده کړې ده.

One thought on “داعش د افغانستان پر سترې محکمې د حملې مسوولیت ومانه”
  1. مقامات افغانستان به طالبان اسلحه می فروشد
    If the government officials stealing and selling weapons to the enemies instead of protecting the citizens then there is no government.

ځواب ورکول mha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *